ځینې ملایان اوعالمان ، ځینې مشران ، ځینې ډاکټران ، ځینې خبریالان ، ځینې ترجمه نان ، ځینې خانان او غریبان ، ځینې هنرمندان ، ځینې لیکوال او شاعران ، ځینې سیاسي کارپوهان ، ځینې دولتي چارواکي اوداسې نور ….. …. ښه نه دي ؛ بلکې ډېر بد خلک دي . یعنې د (ځینې) کلمه باید ورسره یاده کړو ؛ ځکه دټولو په دعوه کې ممکن سړی ګناهګارشي ؛ خو زمونږمجلسونه او بحثونه له وچو سره دلندو سوځولو په بوی ګرم او نشه دي . هرڅوک ځان تر دې صفا سوتره بولي ، وبه وايې چې ملایکې یې رانه یونسي ؟ ځیني خو بیا په خپل خلاف لوري پسې هروخت دومره بدرد وايي : چې دده له لاسه به دښمن هم درباندې ګران شي . دخلقي او مجاهد سندره چې ډېره موښلې ( زړه) شویده ، اوس یې هم هغه څوک ترنم کوي ، چې نوی خیال اوفکر نه لري . د دا ډول سندرو ویوونکو ته استاد غضنفر فکري کلیشه ویلې ده ، د (زوړ فکر) خاوندان . لکه : دانقلاب نوم چې ډېر بد شوی ( مونږ یوازې انقلاب د نظام ړنګولو اوجنګ کولو ته وایو) نور خوانقلاب یا بدلون په مینه کې ، په کاروبارکې او د ژوند په هر اړخ کې راتلی شي.
خلقيان معنا : خلک او مجاهدین معنا : سپڅلي ، کوښښ کوونکي . مونږ ټول خلک یو او ټول به سپڅلي ، کوشش کوونکي و، ځینو کسانو چې له دې نومونو بده کټه اخیستې ده ؛ ځکه زمونږ ذهنیت هم داسې جوړ شوی . نن سبا چې دپرمختګ اوله هرچاسره د ښو اړیکوساتلو زمانه ده ، برعکس پخپلو کې هم د ادم د وخت بدۍ مو په زړونو کې سره ساتلې دي . دچاغورجد سره که دغازي امان الله خان په پاچاهۍ کې څه بد شوي ، که دچا نیکه پسې دسردار داوود خان په باچاهۍ کې چا خندلي وي اوکه دچا پلار ته د ترکي اویا د ډاکټر نجیب په حکومت کې څوکۍ نه وي ورکړل شوي ، اوس هم قصیدې پسې لیکي او بحثونه پرې روان وي ؛ نور دخپل پلار اونیکه د اوږې له خوړلو نه دي خبر ، مونږ همیشه یو طرفه قضاوت کوو ، دبل لوري له دلیله ځان نه خبروو، چې هغه بل به څه ډول تندی وهي . دغه ناروغي اوس په ځوانانو کې هم خوره شوې ده ، ښکلي بااستعداده ځوانان به وي او د کلونو ، کلونو ملګري په فسبوک ، حجره اوبنډارکې په همدې زاړه بحث سره خفه کړي ، چې یو وایي : خلقیان ښه نه دي اوبل وايي مجاهدین ښه نه دي . هیڅوک هم په تشه خوله په دې نوم له خدایه ځان نشي خلاصولی چې یو وایي : زه مجاهد یم اوبل وايي زه خلقي یم ، ترڅو چې په عقیدوي لحاظ کمزوری وي . ارواښاد صاحب شاه صابر ویلي دي چې
د سرو لمبو دغرغرو دشوره نه دي خبر
دا څوک چې جنګ غواړي دجنګ له زوره نه دي خبر
محمد رحیم صیب زحمت دایستلی دی مننه! مګردلته زمونږ په ملک کی دخلقیانو ریشی دپخوانی شوروی نه راغزیدلی دی او دوی دروسانو په امر هغه ظلمونه اوجنایتونه وکړل چی قلم یی دلیکلونه بالکل عاجز دی چی یوڅو لنډ مثالونه به یی زه درته ذکر کړم:
۱-دپولی ګون واقعه
۲- دمحصلینو شاګردانو اوطالبانووژنه
۳- ددهقانانو اوبزګرانو عام قتل
۴- ذاستادانو اوملایانو عام قتل
۵- دکسب کارو تجارو او دوکاندارانو عام قتل
………………………………………………………………………………….
نو ګرانه ددوی شعار کور کالی او ډوډی ؤ مګریو شاعر څه ښه وایی:
شعار یی کور کالی ډوډي وو————— کوریی شو ګور کالی کفن ډوډی غمونه
ګران سکندرصاحب ستاسوتحلیل حقیقت ته نژدیوالی لري دادوه لفظه که سره یوځای سي نودخلګو کوښښ ځیني جوړیږي اوکه ودي ته په ټولنه کي عملي جامه ورواغوندونوبه خلګ په جهد اوکوښښ سره دهیواد دپرابلمونودحل اوناخوالو دله منځه وړلو دپاره داسي همږغي راوستلي وي چه دسترپرمختګ اوډیروبریاوو دحاصلولومرستندوی وګرزي . برعکس ددغه دوو لفظونو جلاوالۍ اویودبل په مقابل کي نه پخلاکیدونکي درول به دوی دعملي لوی مفهوم څه خالي وګرزوي اوله هغه څه به داوسني ناخوالوکاروان روان کړي چه دا دغرضدارو اوبدنیتوعناصرواویا ناپوهو اوناخبرو کسانودکړونمایندګي کوي . مننه
حقیقت دی ګرانه خو راغله د ظلم خبره ظلم دواړو لوریو کړیدی او زما په نظر ښي لاسی مجاهدینو به له خلقیانو ډیر ظلمونه کړی وي خلقیانو خو د خپل حکومت په دور کې کړی وي مجاهدین وروڼه اوس هم په ظلم لګیا دی او دا یولس کلنه دوره هم د مجاهدینو قوماندانانو ؤه چې په نړی کې د فساد له رویه افغانستان دوهم نمبر خپل کړی دی!!! عام ولس له لوږې مری ښی لاسی مجاهد په اروپا او امریکا کې لوکس کورونه لري او په داخل د افغانستان کې لویه مافیا بلل کیږي!!
عبد الرشيد جانه به قلم اوكوتو دي بركت أويو وطن برست بايد همداسي أوسي لكه ته شكلي جملي دي ليكلي
جلالزوي