تاند- د افغانستان د فواید عامې مرستیال وزیر نن /سې شنبه/ په کابل کې د وسله والو کسانو له لوري یرغمل شوی دی.
د کابل پولیس وايي چې د فواید عامې معین انجنیر احمدشاه واحدي نن سهار په داسي حال کې چې په خیرخانه مېنه کې د خپل کار ځای ته روان و د وسله والو کسانو له خوا له موټره کښته کړای شو او نامعلوم لور ته بېول شو.
ویل شوي چې نوموړی له کوره تازه وتلی و او ښايي پنځوس متره له کوره لېري شوی و چې وسله والو کسانو یې مخه ونیوله. د دواړو خواوو ترمنځ اخ وډب هم شوی او د انجنیر واحدي موټرچلوونکی ژوبل شوی دی.
تراوسه پوري د واحدي د تښتولو علت او د تښتونکو هویت نه دی څرګند او نه تراوسه پوري چا د نوموړي د تښتولو مسوولیت په غاړه اخیستی دی.
په کابل کې عموماً د پیسو په خاطر کسان تښتول کېږي.