تاند- د ننګرهار د چارواکو په وینا د دغه ولایت د حصارک ولسوالۍ خلکو د وسله والو طالبانو پرضد پاڅون کړی دی.

د حصارک ولسوال عبدالخالق هم وايي چې د دې ولسوالۍ خلکو د طالبانو پرضد پاڅون پیل کړی او د تېرې شپې له درې بجو راهیسي د طالبانو  او پاڅونوالو ترمنځ جګړه روانه ده.

عبدالخالق ونه ویل چې ایا دولتي ځواکونو د خلکو ملاتړ کوي او که د دواړو خواوو د جګړې نندارچي دی.

خو یوه امنیتي چارواکي، چې نه یې غوښتل نوم یې څرګند شي، وویل چې امنیتي ځواکونه د پاڅونوالو د ملاتړ لپاره سیمې ته لېږل شوي دي.

د ننګرهار خلک وايي چې په دغه ولایت کې اکثره طالبان د ډیورند د پوري غاړې خلک دي او ډېری یې د منګل باغ تر قوماندې لاندې جنګېږي.

د حصارک ولسوال عبدالخالق نن ازادي راډیو ته وویل چې پاڅون په مامند کلا، سبا، مردان، ناصرخېل او ګله خېل کلیو کې پیل شوی دی.

طالبانو تراوسه پوري د دغه پاڅون په اړه څه نه دي ویلي خو تر دې پخوا یې د ځان پرخلاف ولسي پاڅونوال هغه اربکیان بللي چې د حکومت له لوري په وسلو سمبال شوي دي.

طالبان تر ملي امنیتي ځواکونو هم اربکیان یا سیمه ییز ځواکونه په کلیو کې د خپل حضور لپاره زیات خطرناک بولي او په خورا شدت یې د وژلو او محوه کولو هڅه کوي.

پرون هم طالبانو د غزني د اندړو د پاڅونوالو یو مهم قومندان (عباس) وواژه. طالبانو د اندړ د پاڅون ګڼ شمېر مشران او غړي وژلي دي. اندړ لومړنی ځای و چې د طالبانو پرضد پکې ولسي پاڅون وشو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *