تاند- د افغانستان ولسمشرۍ ته امېدوار ډاکتر اشرف غني احمدزی وايي، هماغسي چې فرانسه او جرمني د دوهمې نړیوالې جګړې له پای ته رسېدا وروسته سره نژدې شول، له پاکستان سره به اړیکې ښې کړي ځکه چې له دغه هیواد سره د اړیکو ښه کېدا په افغانستان کې د بې ثباتۍ او جګړې د پای ته رسېدا لپاره کلیدي اهمیت لري.

د فرانس پریس خبري اژانس د راپور له مخې د افغانستان د حمل د شپاړسمې نېټې د انتخاباتو له لومړنیو قسمي پایلو څرګندېږي چې اصلي سیالي د اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله ترمنځ محدوده شوې ده.

اشرف غني احمدزي دې خبري اژانس ته وویل، غواړي چې له پاکستان سره د کلونو شکونه او بې باوري ختمه کړي او له دغه هیواد سره ځانګړې اړیکې ټینګې کړي.

افغانان د افغانستان په چارو کې د پاکستان د لاسوهنو له کبله له دغه هیواد سخت بېزاره دي، اسلام اباد تل د هغو ډلو ملاتړ کړی چې د افغانستان د مرکزي حکومت د کمزورولو لپاره یې هڅې کړي دي.

اشرف غني احمدزي فرانس پریس خبري اژانس ته په مرکه کې وویل، د افغانستان ختیځ ګاونډی (پاکستان) بدل شوی او د سیمې او نړۍ لپاره همږغې اړیکې خورا مهمې دي.

ده زیاته کړه:«پاکستان متفاوت هیواد دی.»

 ده د پاکستان له لوري د طالبانو ملاتړ ته په اشارې وویل،:« پخوا پاکستان د طالبانو ترمنځ توپیر کاوه، ځینې یې ښه او ځیني بد یادول، هغوی چې په افغانستان کې جنګېدل ښه ول خو هغوی چې په پاکستان کې جنګېدل بد ول. خو د پاکستان صدراعظم نوازشریف، چې د ۲۰۱۳ کال په مې میاشت کې غوره شو، افراطیت ته د اساسي ستونزې په سترګه ګوري.»

د ولسمشرۍ کاندید اشرف غني احمدزي وویل:«هدف دا دی چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ خاصې اړیکې ټینګې شي او دا به له دوهمې نړیوالې جګړې وروسته د فرانسې او جرمنې اړیکو ته ورته وي.»

فرانس پریس خبري اژانس وايي چې پاکستان لا هم په خپله خاوره کې افغان طالبانو ته پناه ورکوي او د دې ډلې مشران د پاکستان په خاوره کې اوسي.

فرانس پریس خبري اژانس همداراز ویلي چې اشرف غني احمدزی په ۱۹۷۷ میلادي کال له افغانستانه ووت، لومړی د امریکا په یوه مهم او وتلي پوهنتون کې استاد شو، وروسته یې په نړیوال بانک کې یوه مهمه اجرايي دنده په غاړه واخیسته خو په ۲۰۰۱ کال بېرته خپل هییواد ته ستون شو.

اژانس وايي، اشرف غني تېر کال د پراسپکټ مجلې په نظرپوښتنه کې د نړۍ د دوهم ستر مفکر نوم وګاټه.

0 thoughts on “اشرف غني : له پاکستان سره ښې اړیکې کلیدي اهمیت لري”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *