د حامد کرزي ولیعهد ډاکټر زلمي رسول ملاتړي د ښاغلي رسول په شاهي ډوله قدرت او ناز او ادا نازېږي او حامد کرزي په ټول ځواک سره کوښښ وکړ چې ښاغلی زلمی رامخکې کړي خو په پایله کې یې ولس په زلمي هېڅ اعتماد ونه کړ. په دې ترڅ کې حامد کرزي بل داسې الټرنټیف ته مخه کړه چې په شتون کې یې حالات منفي جهت خپلوی شي. څه چې څرګند دي هغه دا دي چې د راتلونکي ۵ کلونو لپاره به ډاکټر عبدالله په افغانستان ځکه ولسمشري وکړي چې د ۱۳۸۸ کال ټاکنو  پروسه کې ډاکټر عبدالله د امریکا د خوښې نوماند وو خو په تېرو ټاکنو کې عبدالله د معاملې په ترڅ کې خاموشي خپله کړه او دا ځل د حامد کرزي ترڅنګ د امریکا، پاکستان، ایران او روسې نوماند عبدالله دی ځکه خو به د ټاکنو د روانې پروسې روڼوالی د نړیوالې ټولنې له لوري تایید چې دا به د حامد کرزي افغان ملت ته وروستۍ له شرم ډکه لاسته راوړنه وي.

سره له دې چې حامد کرزی له پوتین سره د عقیدې او خاورې ته د خدمت له پلوه خورا ډېر توپیر لري٬ خو غواړي د روسیې تجربه په افغانستان کې تکرار او ځان ته د ۱۰ نورو کلونو حکومتدارۍ لار هواره کړي او په دې توګه د راتلونکو ۵ کلونو لپاره د عبدالله په ولسمشرۍ کې افغانستان بحراني وساتي  ترڅو د راتلونکو نورو کلونو د واک لار ځان ته خلاصه کړي او د خپلو او د نورو سهامانو ورونو جیبونه ښه ورډک کړي او حالات داسې کړي چې ټول په حامد کرزي شکر وباسي او د نوموړي بیا ولسمشرۍ ته لیواله شي.

د ټاکنو کمیسیون د یوې ورځې ځنډ وروسته د یکشنبی لمړنیو ۱۰ فیصده اعلان شویو رایو  پایلې او د شنبی ماښام په ارګ کې د ډاکټر زلمي ماهرو پلویانو غونډې څخه جوتیږي چې د ټاکنو کمیسیون راتلونکې نورې قسمي یا ابتدايي رایې بل ډول اعلانوي. راتلونکو قسمی نتایجو کې (د ټولو رایو تر ۵۵ فیصده) که چیری د مهارت او احتیاط څخه کار واخیستل شی نو په لاندې توګه به وي، خو د بې احتیاطۍ سره به پایلې تردې هم زیاتې بې شرمې وي:

نور

استاد سیاف

ډاکټر زلمی رسول

ډاکټر عبدالله عبدالله

ډاکټر اشرف غني احمدزی

نوم

8%

6%

17%

31%

38%

فیصدی

په دې توګه به د ټاکنو په کمیسیون د ډاکټر غني پلویانو اعتبار لږ ورزیات کړي خو په ورته وخت کې به یې ډاکټر زلمي رسول ته په وروستيو پایلو کې له دوه اړخونو ډیر چانس ریزرف کړی وي. یو د هغه په خپله ۱۷ فیصده رایه او بل د استاد سیاف او نورو کاندیدانو په لوړې فیصدې او په ترڅ کې به یې د خلکو چوپتیا دې ته زمینه برابره کړي چې د ټاکنو کمیسیون ټوله پاتې لمړنۍ نتیجه (د ټولو رایو ۱۰۰٪) لاندې پوړیو ته ورسي:

نور

استاد سیاف

ډاکټر اشرف غني احمدزی

ډاکټر زلمی رسول

ډاکټر عبدالله عبدالله

نوم

2.5%

4%

29%

30.5%

34%

فیصدی

تر دې اعلان وروسته به د ټاکنو کمیسیون یو څه دیکتاتور او میدیا کې به یی حضور کم شي او وروستۍ پایلې به هم په همدې توګه اعلان کړي.

په دې کار سره به د ډاکټر غنی پلویان د ټاکنو کمیسیون لخوا په بی شرمانه توګه درغلي سره غوسه شي او د کرزي د خوښې پر ضد به د ډاکټر عبدالله ملاتړي شي او په نتیجه کې به کرزی وروستی شرم هم د ځان سره د هیواد څخه په وتلو خپل او افغانستان او افغانان به ټوټه ټوټه، مظلوم، بی حیثیته او بې صاحبه کړي.

نیک مل یون

—————–

د لیکوالو له نظر سره د تاند د دریځ یووالی ضروري نه دی.

6 thoughts on “د حامد کرزي د ولیعهد ماتېدل او وروستی شرم / نېکمل”
  1. دا هم یو درد دی چې شریک شوی دی خو ان شاءالله چې وضعیت به ښه او واک به ډاکتر غني ورځی.

  2. فکر نه کوم
    داځل به هیڅ هم نه کیږی او دارګ دروازه به انشاالله پرته دکومه خنډه دغنی په ګټه پرانستله کیږی اوزیات اومید شته چی نور به افغانان ددی اور څخه ازادی پیداکوی اوښه راتلونکی به ولری

  3. ملت اوس بیدار شوی دی، اوس دتحول لپاره عامه اذهان اماده دی او همدا مادګی وه چی په انتخاباتو کی یی پراخ ګډون وکړ، که څو ددوی رایی ته احترام ونه لری او یا ملنډی وربانی ووهی ، داغیور ملت به یی حتما پوښتنه وکړی داځل ارګ له معامله ګرو نه تشول غواړی بل هیڅ ارزو هم نه لری

  4. ملت تحول غواړي کوم چې یواځې او یواځې د ډاکټر غني په ولسمشرۍ کې راتلی شي.

  5. وروره که داسې وشي زما په اند د ډاکتر غني ټیم به د ډاکتر عبدالله سره نه بلکې د دولت په ضد به د جهاد اعلان وکړي ځکه د رایو په جهاد ونه شوه نو د ټوپک او زور له لارې مجبور یو چې واک ترلاسه کړو کرزی یو بد سیاستمدار دی نه یې قدرت په ښه طریق ترلاسه کړی نه یې په ښه طریقه تطبیق کړی او نه یې په ښه طریقه انتقال غواړي ، په افغانستان :کې هیڅ واکدار په سړیتوب له واکه لاس نه دی اخستی کرزی هم یو دکتاتور پاچا دی له دکتاتور سره چې له نرمښته کار واخلې بیا په سر درخیژي ولس کیدای شي له ده سره همداسې دکتاتوري وکړي که له هیواد وتښتیده نو بیا به یې هم را غواړي او په دار به یې زوړند کړي ځکه دا ولس داسې تاریخ لري چې د احمد شاه بابا څخه وروسته یې یا شاهان تښتولي او که ګیر شوي نو د سترګو په ایستلو کې کامله تجربه لري الله دې قندهاري ورونه ژوندي لري ، الله دې پکتیاوال راته ژوندي لري ، الله دې خوستیان راته ژوندي لري ، الله دې کنړي راته ژوندي لري ، الله دې ننګرهاریان راته ژوندي لري ، الله دې کابلیان راته ژوندي لري ، الله دې لغمانیان ژوندي لري ، الله دې نورستانیان راته ژوندي لري ،الله دې کندزیان ژوندي لري …. خفه کیږه مه ولسونه نور راویښ شوي فقط په دې خبره غلي دي چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون د صفايي وعده ورسره کړیده که درغلي وکړل شي داسې تاوان سره به مخ شي چې کرزی څه چې ټوله کابینه به یې جبران هم نشي کړلای او په اینده کې به د پیغور په ډول یو بل ته وايي چې د کرزي بچیه سم شه د کرزي لفظ به د کنځلو څخه هم بد ولږي

  6. عاليقدر ،جلالالماب ،،وإلا حضرت شاغلي رئيس صاحب جمهور دولت إسلامي أفغانستان ؟

    دخداي ،به لحاظ دافغانستان بي جاره ،كريدلي اولس بريزديز ده جه خبل سرنوشت دملت دوكرو به مصلحتسره بخبله وتأكي دابيجاره اولس ستا اوستا دهمدستانوله لإسه ديري نا خوالي وليدي .
    دازما بي احترامي نه بلكه احترامانه خواهش دي كه بعدي مسوليت خخه داريزي دا فكر به دي بخوا كري وو

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *