په تېرو پېنځلسو ورځو کې د نامعلومو کسانو له لوري د فوايد عامې د مرستيال وزير په ګډون د عام المنفعه پروګرامونو ۱۵ کارکوونکي تښتول شوي، چې له ډلې يې اته وژل شوي دي.
ځايي خلک وايي، په دغه ډول وژنو او تښتونو کې د طالبانو تر څنګ ځينې بهرنۍ استخباراتي کړۍ، يو شمېر شرکتونه، قرارداديان او ځايي زورواکي ښکېل دي، چې د پروګرامونو د ناکامولو او پيسو تر لاسه کولو لپاره يې تر سره کوي.
ګڼ داسې راپورونه تر لاسه شوې، چې يو شمېر شرکتونو او قرارداديانو د طالبانو په نوم وسله والې ډلې جوړې کړې، ځانونه ورباندې ساتي او خپل حرپفان پرې ګواښي.
په دې وروستيو کې د عام المنفعه پروګرامونو د کارکوونکو تښتونو او وژنو ګڼې اندېښنې را پيدا کړې دي او ويل کېږي، چې د پرمختيايي پروګرامونه د کارکوونکو په نښه کول متفاوته چاره ده.
د کليو پراختيا وزارت چارواکي وايي، تېر کال د دوی لپاره تر نورو کلونو خونړی وو، چې تقريباً شل کارکوونکي يې په بېلابېلو ولايتونو کې تښتول شوي او وژل شوي دي.
د کليو او پراختيا وزارت وياند داود نعيمي وايي، په ټوله کې هغه کسان چې په کليوالو سيمو کې کار کوي، ژوند يې له ګواښ سره مخ دی. دی زياتوي، هغه کسان که د شرکتونو کارکوونکي وي او يا هم د دولتي پروژو مامورين، خو چې د پراختيايي پروګرامونه سره په دندو بوخت وي، په نښه کېږي.
د کليو او پراختيا وزارت ددې څه پړه په امنيتي ارګانونو اچوي او وايي، د پروګرامونو د امنيت په تامين کې پاتې راغلي دي، نو ځکه ډېری وخت د پرمختيايي پروګرامونو کارکوونکي په نښه کېږي: ((تېر کال په فارياب، هرات، کندهار، کندوز، غور، بغلان او يو شمېر نورو ولايتونو کې د کليو او پراختيا وزارت اړوند کابو ۲۰ کسان تښتول شوي او وژل شوي دي.))
دا په داسې حال کې ده، چې يوازې په تېرو پنځلسو ورځو کې د افغانستان د فوايد عامې د مرستيال وزير په ګډون د ملي پيوستون، YCC ساختماني شرکت، د اريانا پوهنتون او د هرات د علماوشورا ۱۵ کارکوونکي تښتول شوي، چې له ډلې يې اته تنه وژل شوي او يو شمېر نور د ځايي قومي مشرانو په هڅو را خوشي شوي، ځینې یې لا تراوسه هم لا درکه دي.
تېره ورځ سهار مهال د افغانستان د فوايد عامې وزارت د حفظ او مراقبت مرستيال وزير احمد شاه وحيد ناپېژاندو وسله والو د کابل ښار له خيرخانې سيمې وتښتاوه.
د ښاغلي احمدشاه وحيد د تښتونې لامل څرګند نه دی، خو د لويو لارو او سړکونو قراردادونه د ياد معينيت اړوند راځي. دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستيو کې د کابل – ننګرهار د دويم سړک کار پيل شوی او ويل کېږي، بهرني استخبارات يې د مخنیوي هڅې کوي.
وړمه ورځ د کندهار د میوند ولسوالۍ په بند تیمور سیمه کې د هغو څلورو کسانو جسدونه وموندل شول، چې دوه اونۍ د مخه د ناپېژانده کسانو له لوري د هلمند ولايت له مرکز لښکرګاه څخه تښتول شوي وو. دغو کسانو د YCC په نوم له يوه ساختماني شرکت سره کار کاوه. په دوی کې يو يې د لوجستيک مسوول، موټر چلوونکی او دوه ساتونکي وو.
وړمه ورځ په هرات کې د علماو د شورا وياند مير فاروق حسيني د نامعلومه کسانو له لوري و وژل شو، چې ويل کېږي، حسيني د ايران د لاس وهنو سخت مخالف وو او ځايي خلک يې هم پړه په بهرنيو استخباراتي کړيو اچوي.
وړمه ورځ په ننګرهار کې د آريانا پوهنتون تدريسي مرستيال شهزاد خوګياڼی وتښتول شو او و وژل شوو.
ددې ترڅنګ، د روانې اپريل میاشتې په نهمه نېټه د تخته پل ولسوالۍ په علیزو کلي کې د ملي پیوستون پنځه کارکوونکي تښتول شوي وو، چې وړمه ورځ يې دوه کارکوونکي و وژل شول، خو درې نور يې د قومي مشرانو په هڅو را خوشي شول.
له دې سره په خوا کې د وري میاشتې په ۱۴مه نېټه د میانشین ولسوالۍ په پای ناوه سیمه کی هم د ملي پيوستون پنځه کارکوونکي وتښتول شول، چې دوه تنه يې د تښتوونکو له منګلو وتښتېدل او درې نور يې د ځايي مشرانو په منځګړيتوب ازاد شول.
تر ډېره د دغه ډول تښتونو او وژنو پړه څوک په غاړه نه اخلي، خو ځايي چارواکي او خبريالان وايي، چې ددې ډول وژنو ترشاه د طالبانو ترڅنګ يو شمېر نورې استخباراتي کړۍ، ځینې شرکتونه، قرارداديان او ځايي زورواکي هم لاس لري.
دوی وايي، په کليوالو سيمو کې چې کله پروژې عملي کېږي، د قرارداديانو او ځايي زورواکو له لوري په لانجو واوړي او ان تر دې چې د پروژو کارکوونکي پکې وژل کېږي.
شنونکي د فوايد عامې د مرستيال وزير، د اريانا پوهنتون او د هرات د علماوو شورا د وياند وژنې متفاوتې ګڼي او وايي، تر ډېره هغه کسان په نښه کېږي، چې د خير ښیګڼې په برخو کې کار کوي. دوی زياتوي، اوس تر ډېره يو شمېر شرکتونو او قرارداديانو هم د ځانونو لپاره د وسله والو طالبانو په نوم ډلې جوړې کړې، د پروژو د ترلاسه کولو لپاره خلک تهديدوي او وژنې کوي.