د اوروپا فوټبال د غوره لیګ په سیالیو کې بله لوبه د مانچستر یوناتید او بایر مونیخ لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، لکه څنګه چې تاسوته جوته وه تیره اونۍ دغه لوبه په لندن کې د منجستر یونایتد په ورزشي لوبغالي ترسره شوه اولوبه (1-1) په مساویانه توګه پای ته وسیده، خو د اپریل پر (9)لوبه د مانجستر یوناتید او بایرمونیخ ترمنخ په جرمني کې د بایر مونیخ لوبغالي کې ترسره شوه، په دې لوبه کې بایرمونیخ وکړای شول چې مانچستریونایتد پر وړاندې (3)ګلونه و وهي او مانچستر یونایتد یوازې (1) ګول د بایرمونیخ پروړاندې ترسره کړ، لوبه (3-1) د بایر مونیخ په ګټه پای ته ورسیده، په دې بریا سره بایرمونیخ نیمه پای لوبو ته لاره ومونده او مانچستر یونایتد لوبډله اوټ شوه.