په انټرنټ کې مې د کتاب په اړه مقولې لټولې. په پارسي کې سلګونه مقولې راغلې خو په پښتو کې یوه هم نه وه. له یوه انګریزي سایټ مې دا وجیزې وژباړلې، کېدای شي د نورو هم په کار شي.
- ښه کتاب هغه دی چې له تمې سره پرانیستل کېږي او له ګټې سره تړل کېږي. برانسن الکاټ
- د کتاب اخیستل به هله ښه کار وي چې د لوستلو لپاره یې وخت هم واخیستل شي. شوپنهاور
- ځینې کتابونه دي چې باید یوازې وڅکل شي، ځینې یې باید له ستوني تېر شي او لږ کتابونه دي چې باید وژول شي او هضم شي. فرانسیس بېکن
- کتاب هېنداره ده، که بېزو په کې ښکاره شوه، مشکله ده چې پیغمبر دې هم په کې ولیدل شي. لیختنبرګ
- کتابونه هغه مچۍ دي چې له یوه ماغزه نورو ماغزو ته د ژوند زړي لېږدوي. جېمز رسل
- د کتاب تر سوځولو خراب جرمونه هم شته، یو یې دا دی چې کتاب ونه لولې. جوزف براډسکي
- ښه کتاب واخله او ویې لوله، بهترین کتابونه هغه دي چې ډېر عام دي، د هر کتاب وروستی چاپ غوره وي خو که د کتاب د لیکوال ماغزه بند شوي نه وي. لارډ چسټرفیلډ
- ښه کتاب بهترین ملګری دی، هم نن او هم د تل لپاره. مارټین ټپر
- د ښه کتاب هره خلاصه، کامله خلاصه ده. مایکل دې مونټیني
- هر ځای کې آرام لټولای دی خو نه مې دی موندلای، غیر له دې چې په یوه ګوښه کې له کتاب سره یوازې سر کېنم. توماس کمپس
- کتابونه څومره ډېر او وخت څومره کم دی. فرانک زپا
- بې کتابه کور لکه بې روحه جسد وي. سیسرو
- هر څوک، نر او ښځه، که له ښه ناول سره دلچسپي ونه لري، ډېر احمق دی. جېن اوسټن
- ښه ملګري، ښه کتابونه او آرام وجدان: همدا د ژوند ایډیال دی. مارک ټوین
- نکلونه تر حقیقت زیات دي: دا په دې خاطر نه چې د ښامارانو د موجودیت خبره راته کوي بلکې په دې چې راته وايي: ښامار ته ماتې ورکولای شو. نیل ګېمن
- هر وخت تصور کوم چې جنت به یو ډول کتابتون وي. لارج لوییس بورجس
- که دې کتاب په انتقادي نظر نه وي لوستی، داسې وګڼه چې بیخي دې لوستی نه دی.
- که د یوه کتاب په بیا بیا لوستو خوند وانه خلې، لوستل یې هېڅ ګټه نه لري. اوسکار وایلډ
- تلویزیون راته د زده کړې شی ښکاري. هرکله چې څوک تلویزیون چالانوي، زه بلې کوټې ته ځم او کتاب لولم. ګروچو مارکس
- کله کله داسې کتاب لولې چې تا له دې جادوګرې روحاني جذبې ډکوي چې ووایې: دا سره پاشلې دنیا به تر هغې پورې ونه رغېږي چې ټول ژوندي بني آدمان دا کتاب لوستی نه وي. جان ګرین
- که یوازې هماغه کتابونه ولولې چې نور یې لولي، یوازې به هماغسې فکر وکړې چې نور یې کوي. هاروکي
- د کتاب غوندې وفاداره ملګری نشته. ارنست هیمینګوې
- که غواړې یو کتاب ولولې خو هغه لا لیکل شوی نه وي نو ته یې پخپله ولیکه. ټوني موریسن
- هغه کتابونه چې دنیا یې غیر اخلاقي ګڼي، هماغه کتابونه دي چې د همدې دنیا د شرم کارونه ښيي. اوسکار وایلډ
- ښه کتاب هغه دی چې ګڼې تجربې درزده کوي او په پای کې یې لږ ستړی کېږې. کله چې کتاب لولې څو واره ژوند کوې. ویلیام سټيرون
- کتاب تر ټولو آرام او ثابت ملګری دی، خورا په اسانۍ سره موندل کېږي، تر ټولو عاقل مشاور او تر ټولو استادانو با حوصلې دی. چارلز ویلیام
- هماغسې چې توره تېرولو ته اړتیا لري، ماغزه هم کتاب ته اړتیا لري. جورج مارټین
- کتاب نه د ماشوم په شان د سرګرمۍ لپاره لوله او نه په دې هیله چې لاره درته وښيي، کتاب د دې لپاره ولوله چې ژوند وکړې. ګوستاو فلوبر
- د کتابونو په ښه کوټه کې یو مرموز احساس درته پیدا کېږي چې په دې ټولو کتابونو کې نغښتی معرفت د خپل پوستکي له لارې جذبوې، ان بې له دې چې کتابونه پرانیزې. مارک ټواین
- که کمې پیسې ولرم، کتابونه اخلم او که څه راپاتې شول په هغو جامې او خواړه اخلم. اراسموس
- بې له کتابه ژوند نه شم کولای. توماس جېفرسن
- کتاب کامله سرګرمي او تفریح ده، نه په کې تجارتي اعلانونه شته، نه بريښنا او بټرۍ غواړي، د هرې روپۍ په بدل کې ساعتونه خوند دربخښي. زه حیران یم چې ولې خلک د هغو شېبو لپاره چې ضایع کېږي، ځان سره کتاب نه لېږدوي. سټیفن کېنګ
- نړۍ یو کتاب دی او څوک چې سفر نه کوي، یوازې د دې کتاب یوه صفحه لولي.
- له وینا مخکې فکر وکړه او له فکره مخکې کتاب ولوله. فرانسیس لیبوویټز
- ښه کتابونه خپل ټول رازونه په یوه وار نه درښيي. سټېفن کېنګ
- کتابونه مې ملګري او شریکان دي. دوی مې خندوي، ژړوي مې او ژوند ته مانا ورکوي. کریستوفر پاولیني
- ماشوم ته هېڅکله هغه کتاب مه ورکوه چې تا پخپله نه وي لوستی. جورج برنارد شاو
- که یو باغ او یو کتابتون ولرې، هر هغه څه لرې چې ورته اړتیا وي. سیسرو
- د یوه کتاب لوستل داسې وي چې یو دانه چپس وخورې. دیاني دواني
- هغه کتاب په لوستلو نه ارزي چې په لس کلنۍ کې درته د لوستلو وړ وبریښي خو په پنځوس کلنۍ کې نه. سي، اس، لیویس
- یو ورځ مې یو کتاب ولوست خو ټول ژوند مې ورسره بدل شو. اورهان پوماک (د نوبل جایزې ګټونکی ترکي لیکوال)
- کتابونه الوتکې دي، رېل ګاډي دي او لارې دي. کتابونه سفرونه او منزلونه دي، کتابونه کورونه دي. انا کوینډلن
- کتاب لکه هېنداره وي: که دې یو احمق په کې ولید، دا تمه نه شې کولای چې نابغه په کې ووینې. جې کې رولېنګ
- کتابونه باید هغه ځای ته لاړ شي چې قدر یې کېږي، نه هغه ځای ته چې په الماریو کې نالوستي پراته وي او دوړې پرې ناستې وي. کریستوفر پاولیني
- ښار بې له کتابپلورنځي ښار نه وي. نیل ګېمن
- کتابونه درته وايي: هغه داسې وکړل ځکه چې …؛ ژوند درته وايي: هغه داسې وکړل. کتابونه شیان درته سپړي. جولیان بارنس
- که د ناکامیو په اړه کتاب خرڅ نه شي، دا نو کامیابي ده. جیري سینفلډ
- کتابونه هېندارې دي: ته به یوازې هغه څه په کې ووینې چې ستا په دننه کې دي. کارلوس رویز
- که یو کتاب ښه لیکل شوی وي، زما لپاره همیشه لنډ ښکاري. جېن اوسټن
- که د چا د زړه په اړه راته غږېږې، دا مه وایه چې کوم کتابونه لولي، دا راته ووایه چې کوم کتابونه بیا بیا لولي. فرنسیسکو موریاک
- کتابونه د دې لپاره نه دي چې ورباندې یقین وکړو بلکې د دې لپاره دي چې ویې سپړو او ویې ارزوو. کله چې د کتاب خبره کوو، دا باید ونه پوښتو چې څه وايي بلکې دا وپوښتو چې مانا یې څه ده. اومبرتو ایکو
- بې کتابه کور لکه بې کړکیو کوټه وي. هورېس من
- بهترین ملګری مې هغه دی چې داسې کتاب راکړي چې ما نه وي لوستی. ابراهام لینکن
- داسې کتابونه شته چې پښتۍ او پوښ یې بهترینه برخه وي. چارلز دیکنز
- زیاتره یو کتاب د سړي د خپلې ماڼۍ د نالیدلو خونو کونجي وي. فرانز کافکا
- دا به یوه ښه قاعده وي چې کله یو نوی کتاب لولې، تر هغې پورې بل نوی کتاب ونه لولې چې په دې منځ کې دې یو زوړ کتاب نه وي لوستی. سي اس لیویس
- کتاب باید هغه تبر اوسي چې زموږ د ننه کنګل پرې مات شي. فرانز کافکا
- خوب ښه شی دی خو کتاب بهتره. جورج مارټین
- کتاب دې ته پکارېږي چې سړي ته وښيي چې د ده مفکورې ډېرې نوې نه دي. ابراهام لینکن
- د نویو کتابونو بدي دا ده چې د زړو کتابونو له لوستلو دې باسې. جوزف جوبرټ
- دنیا کې هر شی د دې لپاره شته چې د یوه کتاب په بڼه ختم شي. سټیفیني مالارم
- نیم لوستی کتاب د نیمې لارې مینه ده. ډېویډ میچل