تاند- پاکستاني طالبانو د پاکستان له حکومت سره ۴۰ ورځنی اوربند نن رسماً پای ته ورساوه خو وايي،لا هم حاضر دي چې له حکومت سره خبرې وکړي.

د پاکستاني طالبانو د تحریک ویندوی شاهد الله شاهد وویل چې دوی نور د اوربند موده نه اوږدوي ځکه چې حکومت د خلکو نیونو ته دوام ورکړی او تر پنځوس تنو زیات کسان یې، چې له طالبانو سره تړلي ول، نیولي دي.

د پاکستاني طالبانو تحریک د مارچ په لومړۍ نېټه له حکومت سره د یوې میاشتې لپاره اوربند اعلان کړ چې وروسته یې د ۱۰ ورځو په مخه اوږد کړ.

شاهد الله شاهد په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دوی به له دې ټولو مسایلو سره سره په صداقت خبرو ته دوام ورکړي او که په خبرو کې د حکومت له لوري څرګند پرمختګ ولیدل شو، طالبان به ضرور مهم ګامونه واخلي.

د طالبانو او حکومت ترمنځ د سولې خبرې د فبرورۍ په میاشت کې پیل شوې. د دوی د خبرو لومړی پړاو بې تاوتریخوالو پای ته ورسېد.

د پاکستان حکومت یو شمېر د ټېټې کچې غیرجنګي طالب بندیان خوشي کړل، خو طالبان د خپلو سلګونو بندیانو خلاصون غواړي او وايي چې د پاکستان پوځ دې د افغانستان پولو ته له نژدې قبایلي سیمو ووځي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *