ثناءالله سليم

 جلالکوټ ادبي خوځښت خپله (۱۷۵)مه اونیزه ناسته ١٣۹۳لمرېزکال دوري  مياشتې په(۲۲)مه نېټه دجمعې مبارکې ورځې پردرې بجو د ننګرهار د اطلاعاتواوکلتور رياست دغونډوپه تالا ر کې دعابد نديم په ویاندۍ او  د حزب الله مبارک  لخوا د قرآنکریم د څو مبارکو ایتونو پر تلاوت پيل کړه.

دتيرې اونۍ راپور ثناءالله سليم ولوست.

خوشحل دراني دراپور په اړه خپل نظر داسې وړاندې کړ :اضافي کلیمې اوترکیبونه یې پکې کارولي، که دغونډې مطلب یې په لنډون سره وړاندې کړی وای اودبې ځایه کلیموله کارلوڅخه  ډډه کړی وای نوډیر به ښکلی شوی و.

قسیم شیرجان ددراني خبره تایید کړه اوزیاته یې کړه چې په لطیف ادب کې یې لیکلی.

 پر راپور له خبرو وروسته ارشاد رغاند له ژمنې سره سم چې تېره اونۍ یې دادبي درس دراوړلوژمنه کړي وه  ادبي راپوراو عادي راپورونو پر توپېرونو لکچر ورکړ.

رغاند زیاته  کړه :په دې برخه کې تیوریک اصول په نشت حساب دي،ده نور عمومي علمي توافق هم نشته چې په کوم ډول دې ولیکل شي خوراپور تاژ په عام ډول یوه ژورنالیستیکي اصطلاح یالیکنی ژانر دی چې دپیښو په هکله  معلومات اونتایج راپه ګوته کوي اوادبي راپور تاژ یوډير خوند ناک ژانردی چې تر ډیره د ادبي غونډو او ناستو معلومات په ساده او غیرکلیشه یي بڼه وړاندې کوي.

  وروسته ازاده مشاعره وشوه چې پرهر ګیله من ،خپلواک شیرزاد ،ارشاد رغاند،خوشال دراني ،حزب الله مبارک ،قسیم شیرجان ،ثناءالله سلیم ،عابد ندیم  او ګڼو نورو شاعرانو پکې خپل شعرونه واورل.

غونډه د ژوند ادبي بهیر مشر خوشال دراني ښه وارزوله.

راتلونکې غونډې ته پرهرګیله من د کره کتنې لپاره د خپل غزل راوړلو ژمنه وکړه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *