د ولسمشرۍ د انتخاباتو له پيل څخه نيولې بيا تر اوسه پورې خلک اندېښمن دي چې ولسمشر کرزی او ټيم يې انتخابات ډيزاين کړی او غواړي چې نتيجه يې د دوی په خوښه راووځي.

کله چې د انتخاباتو له کميسيون څخه بهرنيان وايستل شول، نو کرزي او درباريانو ته ډګر نور هم ورخالي شو، قضائيه قوه خو کرزي صاحب مخکې لا په بډه وهلې وه، د پارلمان ( پنځوس جمع يو) وکيلان خو پخوا لا کرزي صاحب رانيولي وو، د انتخاباتو کيسيون هم د کرزي صاحب په خوښه جوړ شو، اکثره کانديدان هم د ارګ توره تر ملا او ميدان ته راووتل.

لکه څنګه چې خلکو نيوکې کولې چې کرزی او درباريان يې د ډاکټر زلمي رسول ننګه او ملاتړ کوي، دا اندېښنې پر ځای وختلې، په لږ وخت کې پر ډاکټر زلمي رسول دومره خلک راټول شول چې چا يې هيڅ توقع نه درلوده، ځينو خلکو ځکه ورسره ملګري شول چې زلمی رسول يې ګټي، دا کاذب تلقين او اوازه چې زلمی رسول د کرزي د ګروپ په مرسته خامخا انتخابات ګټي، ډېر خلک له دې پرته چې د زلمي رسول پروګرام، ټيم او کاري سابقه په پام کې ونيسي، يوازې د ګټې په تمه د زلمي رسول ملګري شول، خو د ملت د اکثريت خلکو اراده د کرزي صاحب په واک کې نه وه، خلکو تغير غوښت چې دا تغير نه په ډاکټر عبدالله او نه هم د ډاکټر زلمي رسول په برياليتوب سره راته، د هېواد اکثريت خلکو ډاکټر اشرف غني ته رايه ورکړه او دا ټکيټ يې غوره وګاڼه.

 کله چې کرزی پوه شو چې په خپل پلان کې ناکامه شوی او هغه څوک چې ده حساب پر کړی و، نه د درباري ګروپ ملاتړ ګټه ورته ورسوله او نه ملت خوښ کړ، نو هغه و چې د فرېب پاڼې يې راپورته کړې او د (ب) پلان ته يې مخه کړه. د انتخاباتو کميسون چې اکثريت يې د ده په لاس کې دی، هدايت ورته وکړ چې د هغو ولايتونو رايې و نه شمېري چې په غالب ګومان يې ډاکټر اشرف غني ته رايې ورکړي دي، په دې ډول يې په قسمي رايه شمېرنه کې ډاکټر عبدالله په لومړي رديف کې راوست.

تر قسمي رايو شمېرنې وروسته دا خبره ډېره توده شوه چې انتخابات به دوهم پړاو ته ځي.  په دې لړ کې لومړی ډاکټر زلمي رسول اعلان وکړ چې انتخابات دوهم پړاو ته ځي. دا خبره هم ورسره غوټه شوه چې زلمي رسول به په دوهم پړاو کې له ډاکټر عبدالله سره ملګری شي، تر دې مخکې هم داسي شواهد موجود وو چې که انتخابات دوهم پړاو ته ځي نو ډاکټر زلمی رسول او ډاکټر عبدالله به د ماتي په صورت کې يو د بل ملا تړي. دغه ډول استاد سياف چې د تېرو څلوېښتو کالو راهيسي د نظار شورا پر دسترخوان تغذيه شوی، هم تمه کېږي چې په دوهم پړاو کې به د ډاکټر عبدالله ملګری شي.

کرزي يو عادت لري چې کله سخته ورځ ورباندې راځي، نو د مصلحت په نوم خپل خلک قرباني کوي، دلته يې هم اول زلمی رسول عبدالله ته په شکرانه کې ورکړ. په دې ډول يې ډاکټر اشرف غني په ذهني لحاظ تر فشار لاندې راوست او غوښتنه يې ځنې وکړه چې دی په لومړي پړاو کې انتخابات نه شي ګټلای او که چېری دی دوهم پړاو ته هم ولاړ شي، نو د ډاکټر عبدالله له لاسه به ماته وخوري، نو ښه به دا وي چې له خپل کلک عزم او فاتح چلند څخه راکښته شي او د پخوا په شان مصلحتي او ائتلافي  حکومت جوړ کړي. کرزی غواړي چې د ده  د حکومت ټولې هغه پخوانۍ سولېدلي، شوړېدلي او فاسدې پرزې له سره پالش او په نوي حکومت کې يې ځای پر ځای کړل شي.

کله چې سړی له د بي بي سي خبريال ښاغلي معروف سره د ډاکټر عبدالله مرکه اوري، نو هغه ډاکټر عبدالله د پخوا په پرتله دومره مهذب او مودب موقف خپلوي چې تصور يې نه شي کېدای. له دې ښکاري چې ډاکټر عبدالله ښه پوهېږي چې دی د افغانستان ولسمشر کېدای نه شي، خو بايد د شخصيت اعاده يې وشي. ډاکټر عبدالله او نظار شورا چې تل يې خپله ونډه په سوټي او غير مدني او ډيموکراټيک ډول غوښتې دا ځل يې هم د خپل وياند (اوريا) په خوله دا سيګنال ورکړ چې که دوی انتخابات بايلوي،  نو د وينو ويالې به و بهېږي. اوريا دوی رښتيا وايي، ځکه چې نظار شورا په وينو بهولو کې پوره مهارت او تجربه لري، بلکې همدا يې اوس مسلک ګرځېدلی دی.

له دې ښکاري چې کرزی دا ځل عبدالله هڅوي چې د انتخاباتو نتايج و نه مني او توند غبرګون وښي، کله چې عبدالله دوی د کرزي په پټ ملاتړ د سرای شمالي غوندي غلاوو او چور چپاول ته لاس واچاوه بيا به نو کرزی لالا ډاکټر اشرف غني ته ووايي چې بايد زما نسخه عملي کړې، و به وايي چې د نظار شورا ډېر خطرناک خلک دي، په تېرو دوولسو کالو کې زما ژوند هم ورسره تريخ و، نو ستا ژوند کول خو به بيخي ورسره ګران وي، نو ښه به دا وي چې ګوزاره وکړي او ائتلافي حکومت جوړ کړې.

که اشرف غني دا وړانديز و نه مانه، نو کرزی لالا به موقع غنيمت وګڼي، مصنوعي بحران ته به لمن ووهي، امنيت به خراب شي، د تاجک او پښتون په نوم به جهې جوړې کړل شي چې دا کار به کرزی لالا په لوی لاس وکړی، هغه دی چې ملت به هم د کرزي لالا څخه غوښته وکړي چې مداخله وکړي او ملت له دې بحران څخه راوباسي، هغه دی چې کرزی لالا به هم لکه د نجات فرشته! د امنيت ټينګولو په پلمه اضطراري حالت اعلان او هر څه به په خپل لاس کې واخلي.

 کله چې يې هر څه په خپل لاس کې واخيستل نو د فرمايشي جرګې په راغوښتلو سره به اساسي قانون تغير کړي، په اساسي قانون کې به لومړی تغير دا وي چې حکومت پارلماني ماډل ته واړوي، په دې ډول به هم کرزی لالا د پوتين په رول کې پاته شي او هم به ډاکټر عبدالله د دولت دوهم پوسټ ( صدرعظمي ) لاس ته راوړي، هغه د کابليانو يو متل دی چې وايي: تو مرا ملا بګو، مه تورا حاجی ميګم.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *