تر ډېر فکر وروسته قرار قرار دې پايلې ته رسم ،چې امريکا طالبانو ته د دفتر په پرانيستې سره غوښتل او غواړې چې دوی ( طالبان ) په عامه او خاصه توګه لا نور هم منفور او منزوي کړي .
د طالبانو لوی شعار او د جنګ ابزار ګواکې! د امريکا په وړاندې جهاد او هيواد له اشغاله خلاصونګ وو او دی ، چې دې دريځ يې ګڼ ملاتړي او خواږي هم لرل او امريکا ته يې په ظاهره تر يوه بريده سر خوږی هم جوړ کړی وو ! .
زما په فکر کېدای شي امريکا د همدغه فکر، شعار د کمزوره کولو او له منځه وړلو لپاره په دې کړنه لاس پورې کړی وي ، اردو ژبي متل کوي : پيار اور جنګ مې سب کوچ جايز هي ( په منيه او جنګ کې هرڅه روا دي ) !
امريکا په دې کار سره عامو خلکو او د طالبانو د جنګي ماشين چلونکو ته دا پيغام لاره ،چې طالبان هم معامله کولی شي ! ثبوت يې د امريکا په غوښتنه د هغوی پورته شوی بيرغ او لوحه را کوزېدل او دا ګواښ ور سره ، چې که مو داسې و نه کړل داسې به در سره وه شي؟ !
معني امريکا دلوبې سر او رهبرۍ ته ځان هسک کړ ، او دا يې ثابته کړه چې هر څه يې لا په لاس کې دي ، ځکه امر يې چليږي ، تر دې وروسته به داعتماد هغه فضا چې طالبانو په خپل منځ کې لرله له شک او ترديد سره مخ وي !
د جان کيري ، افغان حکومت او طالبانو وروستې دريځونه دا څرګنده وي ، چې کېدای شي دفتر بيرته وتړل شي او که چيرته پرانيستی هم وي او خبرې هم تر سره شي د برياليتوب يې هيڅ څرک نه لګي ! ځکه د دې مسلې (لوبې ) اصلي لوغاړي ( امريکا ، پاکستان ، افغان حکومت ، طالبان ، قطر ) او فرعي هغه ( ايران ، عربي هيوادونه ، انګليس ) هم خپل دريځونه او خپلې غوښتې لري ! او بل دا چې د لوبې اصلي خوا وې ، امريکا ، افغان حکومت او طالبان هغه شرايط، غوښتنې او دريځونه لري چې منل او تيريدل ترې هرې خوا ته د زهرو ګوټ ښکاري .
فکر مې نه شي ،چې به دا وړۍ شړۍ شي .
.