که چېرې تاسو په خپله هم وغواړۍ هغه څه ،چې په تاسو کې دي نشی کولای هغه پټ کړی،کيدای شي دځينو لارو چارو او څيړنو په پايله کې مو دځينو کسانو دشخصيت پېژندنه کړې وي ،خو که غواړی ،چې په دې وپوهيږي ،چې ستاسو په خوا کې ناست کس څه ځانګړتياوي لري نو بهتره ده ،چې يو کاغد او قلم راواخلی او دهغه مخې ته ېې واچوی  چې ستاسو لپاره يو لاسليک وکړي،دارواپوهنې متخصصان په دې باوري دي ،چې دلاسليک له مخې کولای شو،چې ديو کس ځينې ځانګړتياوې وپيژنوترڅودهغه کس پر وړاندې څه برخورد غوره کړو.

د منطقي(استددلال لرونکو) خلکو لاسليک

که يو څوک دلاسليک کولو په وخت کې قلم ته دساعت دستنو په شان حرک ورکوي ،دايو منطقي شخص دی ،خو که ددې برعکس کار ېې ترسره کاوه نو پوه شی ،چې له داسې يو کس سره مخامخ شوي ياست ،چې دهغه قانع کول په اسان ډول نشي کيدای ولې ،چې هغه خلک ،چې داکار نه کوي  معمولا غيرمنطقي خلک دي ،نو بهتره داده ،چې که يوڅوک ستاسې پر وړاندې لاسليک کوي په څنګ ېې ودريږی او علاوه دلاسليک دشکل څخه ېې دې ته هم فکر وکړی ،چې کوم لوري ته قلم کشوي .

د بې خياله خلکو لاسليک

هغه څوک ،چې لاسليک ېې بې  ډوله ، خط خطي،او په ډيره عجله ېې کوي ،ژوند ډير اسانه نيسي او هغه موانع ېې ،چې دژوند په لاره کې پراته دي  خپل ژوند نه پرې تريخوي .که چېرې تاسو هم بې خياله خلک یی دهغوی په خوا کې به تل خوشاله یاست مګر دهغوی په غصه کيدل به ستاسو لپاره يو ستونزمن کار وي .

د جدي خلکولاسليک

هغه خلک ،چې دلاسليک کولو په وخت کې په کاغذ باندې زور راوړي ډير جدي او منظم دي ،که کوم کار مو دوی ته ورسپارلی وي  په تر سره کولو کې ېې کومه انديښنه مه کوی ،ددوی دغه نطم والی ستاسې انديښنه لرې کولای شي ،او په دې باندې بايدهم پوه شی ،چې دغه ډول خلک زيات (استرس )لري  اواحتمال لري ،چې په ماشومتوب کې ېې سختې ضربې خوړلې وي .

د مغروروخلکو لاسليک

هغه خلک ،چې دلاسليک کولو په وخت کې خپل نوم ليکي ځان نورو خلکو ته په ارزښت قايلوي اوپه خپل قدرت باندې باور لري .هغوی داخوښوي ،چې نوم ېې په هرځای کې ياد شي او دمره زيات ځان توانمند ښکاره کوي ،چې ممکن په ځينې وخت تاسو سره روغبړ هم ونکړي ،دغه ډول خلک کوښښ کوي ،چې ښه موقيعت ځان ته پيداکړي او ددې غرور داحساس څخه خوندواخلي .

د ټولنيزو خلکو لاسليک

که له داسې ډول خلکو سره مخامخ شوي ياست ،چې په لويو اوبدرنګه حرفو باندې لاسليک کوي احمتلاله يوه ټولنيز کس سره مخامخ شوي ياست.څيړنې ښيي ،دغه ډول خلک په خپل نفس باور لري ،چې کله په خپل ځان له حده زيات باور لري خو په دې دليل ،چې دقوي ارادي په لرلوسره په هغوی حساب وکړی .له بلې خوا هغه څوک ،چې داډول لاسليک کوي  له بې وزلو خلکو سره ښه چلند کوي او که د داسې خلکو ميلمستيا ته وبلل شوی نو ښه قدر به مو وکړي.

د صادقانو لاسليک

ددې لپاره ،چې وپوهيږي ،چې له صادق کس سره مخامخ شوي ياست يانه ،کولای شي له هغه څخه يو غواړی ،چې په  کاغذ باندې تاسو ته لاسليک وکړي ،څيړنه وايي که دې کس په دې کاغذ په سرکې  لاسليک وکړ نو پوه شه ،چې داسړی رښتونی ندی او که لاندې ېې لاسليک وکړنو کولای شی ،چې په خبرو ېې باور وکړی ،دهغوی له نظره که هغه کسان ،چې په فورم باندې پاس لاسليک کوي په کمه انداره خپلو کړنو ته ژمن پاته کيږي  نو بهتره ده وړاندې له اعتماد کولو دده بهانې په لاسليک کولو کې پيدا کړی .

د خپلسروخلکو لاسليک

که چيرې مقابل لوری په لاسليک کې له عمودي خطونو څخه ګټه اخلي نو پوه شی ،چې له خپلسري کس سره مخامخ شوي ياست که چېرې وغواړي هر کارترسره کوي ځکه ،چې دغه ډول خلک دکار په سرته رسولو کې زيات تصميم نه نيسي او سرته ېې رسوي ،البته ددوی دغه کار په هروخت کې هم  تاواني نده ديوه شي ته په رسيدو کې ژر اقدام کوي ،که تاسو هم خپل سري ياست نو احتمالا د داسې خلکو سره مو ډيره جوړه وي .

د ځان غوښتکو لاسليک

هغه خلک ،چې په چپ طرف کې لاسليک کوي  خجالته او ځان غوښتونکي دي ،چې چاته ځان نه ورنږدې کوي .دغه ډول خلک په داسې يوه ډله کې کيښني ،چې څوک هغه ونه پيژني او په مجلس کې ډيره سختي ورباندې تيږي او دانه خوښوي ،چې څوک ېې نوم ېې ياد او يا ېې هم ستاينه وکړي .

د مهربانو خلکو لاسليک

مهربانه او بښونکي خلک دلاسليک کولو په وخت کې دکاغذ په مخ په ډيره کراره قلم ته حرکت ورکوي ،دهغوی ساده لاسليک ددوی دساده زړونو ښکارندو يي کوي ،هغوی يا ساده شخصيت لري او ياهم لوړ ې زدکړې نلري ،داخلک ډير ژر دنور  په خبرو باور کوي  او په خپله هم خپل شخصيت په دروغو باندې خلکو ته لوړ نه ښيي.

د زحمت کشو خلکو لاسليک

هغه څوک ،چې لاسليک کې دمنحني او بغير له زاوېې ليکو څخه ګټه اخلي زحمت کشه خلک دي،چې په خپل هوش،ټينګارسره ،چې هرڅه وغواړي رسيدلی شي ،دغه خلک خپلو هدفونو ته په رسيدو کې ډير مصصم اوهڅانده وي او هدف ته په رسيدو کې ډير حوصله ناک وي ،هغوی دډيرو ستونزو سره سره له خپله هوډه نه اوړي .

د خجالته اوشرمېدونکو خلکو لاسليک

څوک چې لنډه اوړه امضا کوي  هغه خجالته خلک دي ،چې په خپل نفس باور نلري هغو تل خپل ځان او توانايي دنورو خلکو په واک کې ورکوي ،هغوی دمره په ځان بې باوره دي ،چې حتی نه غواړي ،چې دکاغذ په مخ ز يات ځای ونسي او کوښښ کوي ،چې وړوکی لاسليک وکړي .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *