تاند- پاکستان پرون د افغانستان له حکومت او ناټو وغوښتل پر پوله د غیرقانوني تګ راتګ د څارلو لپاره د ډیورند کرښې په اوږدو کې د ښې ادارې او کنټرول لپاره قوي اقدامات وکړي.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ پوله، چې په ډیورند کرښه مشهوره ده، نژدې ۲۵۰۰ کیلومتره اوږدوالی لري.
افغانستان له ډېرو کلونو راهیسي تور پوري کوي چې ترروریستان د پاکستان له خاورې افغانستان ته د جګړې لپاره اوړي. په وروستیو کې پاکستان هم ورته تورونه لګوي وايي چې د دغه هیواد د حکومت مخالف طالبان د افغانستان په څو ختیځو ولایتونو کې پناه اخلي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویندویې تسنیم اسلم پرون وویل، هیواد یې له افغانستان سره د پولې د ساتنې او کنټرول لپاره اضافي پېټی په غاړه اخیستی دی.
دې تاکید وکاوه چې د افغانستان حکومت او ناټو هم باید د پولې بلې خوا ته ورته اقدامات وکړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د ویاندې په وینا هیواد یې د پولې د څارنې او کنټرول لپاره تر ۱۲ زره زیاتې پوستې جوړې کړي دي.
دې همداراز وویل، هیواد یې غواړي چې بایو متریک سیستم عملي کړي خو دوی د افغانستان په خوا کې هم د ورته اقداماتو غوښتونکي دي.
پرون د پاکستان دي نیوز ورځپاڼې په یوه راپور کې ویلي و چې دغه هیواد افغان طالبانو ته خبرداری ورکړی چې یا د پاکستان د دولت دوستان واوسي او یا دې له پاکستاني طالبانو سره همکاري بس کړي.