د نړۍ د بېلابېلو ملتونو د تاريخ پاڼې مې واړولې. د تاريخ ډېرې پاڼې يې تورې او يوه کمه برخه يې سپينې وې. ولې به نه وې، د نړۍ هر لوى او وړوکى ملت چې د خپلې ارتقا او پايښت د پوړيو اوج ته رسېدلى، نو يوه بل زبرځواک يې پر خاوره وحشيانه يرغل کړى.
د هغه خاورې د وګړو اوښکې او وينې يې بهولې، د شوبلو، الوتکو، بمونو، د مغروره سرتېرو، ښځو، ماشومانو، بوډاګانو د چتونو پرېوتو او څارويو کريږي اسمان ته رسېدلې او کله يې چې د هغوى د کلو او ښارونو له کوڅو څخه د ژوند شور او طراوت ورک کړى؛ نو د مرګ او وير چوپتيا يې په کې شيندلې او بېرته تللي دي.
د زمانې دا تجربه او وحشيانه لوبه د نړۍ د هرملت وګړو څکلې، حتى څو ځله زما ملت هم، خو په دومره توپير چې وروسته د نړۍ هر ملت بېرته له خاورو سر را اوچت کړى، بېرته د ژوند پر واټ روان شوي، وړاندې تللي او له زبرځواک او کورنيو غذارانو يې په يوه بله بڼه با عظمته غچ اخيستى، خو يوازې زما ملت دى، چې تر اوسه يې له خاورو سر را اوچت نه کړ او يواځې له ځانه په ناوړه غچ اخيستلو بوخت دى.
٢٠١٤ د اپرېل ١٦مه