تیره شپه دفراه ولایت دبالابلوک ولسوالۍ د شیوان، ګراني او په ځینو نورو کلیوکی دیوه ګډ عملیات په ترځ کي ۱۱ طالبان مړه ۱۴ زخمیان او ۴ نور ژوندي ونیول شول.
داعملیات په داسي حال کي ترسره شو چي دڅو ورځو راپه دیخوا په یاده ساحه کي چاڼیز عملیات جریان لري ،چي وسله والو ته سخته مرګ ژوبله اوښتي .طالبان دساحي څخه دتیښتي په حال کي دی افغان امنیتی ځواکونوساحه ترخپل کنترول لاندي راوړي دخلکو دهمکارۍ څخه برخمن دی. اوس مهال په ټوله ساحه کي وضیعت د ډاډ وړدی.
دیادولو وړده چي دڅو ورځو را پدیخوا طالبانو په بالابلوک ولسوالۍ کي ګډوډي رامنځ ته کړي وه پرلویه لارویی ماینونه ښخول او دخلو څخه یی په زوره په یو اوبل نوم کمکونه غوښتل چي وروسته دخلکو په خوښه دیادي ولسوالۍ په مربوطاتوکي دافغان امنیتي ځواکونو له خوا عملیات پیل شوه چي تردم کړیه په بریالیتوب مخ پروړاندي ځي.
عبدالرحمان ژوندی دفراه دوالی ویاند