وراثت او محيط (چاپېريال) د شخصي�� په تشکيل او همدارنګه د انسانانو حتى د ټولو ژونديو موجوداتو په ټولو چارو کې جوړونکى رول لري.
له وراثت څخه موخه او منظور ټول هغه رواني او بدني مشخصات دي چې د نسل د توليد له لارې له مور او پلار (والدينو) څخه بچيانو ته لېږدول کېږي.
د وراثت تاثيرات په بدني مشخصاتو د انسان قد، قواره، د سترګو رنګ، جسماني قوت او د بدن د اعضاوو د ځينو نورو برخو ورته والى دى، چې دغه ورته والى ځينې وخت والدينو نه انتقال مومي.
خو د وراثت تاثيرات په رواني مشخصاتو د انسان، زکاوت، استعداد، علم، پوهه، قهر، غوسه، خوشحالي، خفګان او ځينې وخت شاعري او ليکوالي هم والدينو نه انتقال موندى شي.
(محمد عالم سالمي، عمومي ارواپوهنې ارونه، ١٤١)
دا هم امکان لري، چې ځينې وخت شاعري يا ليکوالي په وراثت کې انسان ته پاتې شي او د يو ليکوال په روحياتو او نفسياتو کې د شاعرۍ استعداد او زکاوت پروت وي، چې د کورنۍ نه ورته پاتې وي.
په پښتو ادبياتو کې داسې ډېرى مثالونه موجود دي، د خوشحال خان په ادبي مکتب کې د هغه ډېرى لارويان د هغې د کورنۍ زامن او لمسيان دي، چې د منځنۍ دورې پورې اړه لري.
په لرغونې دورې کې يې مثال شيخ اسماعيل دى، چې د بيټ نيکه زوى و او په معاصره (اوسنۍ) دورې کې يې ډېر مثالونه شته خو د بېلګې په ډول د شمس الدين مجروح زوى بهاوالدين مجروح يې ښه مثال ښودلى شو.
مونږ نفسياتي او روحياتي کره کتنه لرو، دغه کره کتنه ډېره لرغونتيا نه لري او د نوي عصر زېږنده ده.
د دې کره کتنې بنسټ (فرويډ) ايښى دى، په دې کره کتنه کې، کره کتونکي هڅه کوي، چې په ادبي اثر کې د ليکوال تحت الشعور مطالعه کړي او هغه ټول روحي او نفسياتي عوامل ځانته معلوم کړي چې د ده ادبي اثر د رامنځ ته کېدو سبب ګرځېدلى وي، دغه کره کتنه ژورې مطالعې ته اړتيا لري.
دا چې په ارثي خصوصياتو کې د انسان زکاوت، استعداد او پوهه انتقال موندى شي، نو شاعري او ليکوالي هم د يو انسان په زکاوت او استعداد پورې اړه لري او انتقال موندى شي، که چېرې يو شاعر يا ليکوال ته شاعري يا ليکوالي ارثاً پاتې شي، دې ته تحت الشعوري شاعري ويلى شو چې مثالونه يې پورته ذکر شو.
دا چې ليکوالي يا شاعري ځينې وخت په وراثت کې انتقالېږي او مثالونه يې پورته ذکر شول غواړم په درېيو ادبي دورو کې داسې مثالونه تاسې(لوستونکيو) ته وړاندې کړم، چې د دوى شعرونه هم يو اندازه يو د بل سره نږدې والى ولري.
د بيټ نيکه مناجات:
لويه خدايه، لويه خدايه
ستا په مينه په هر ځايه
غر ولاړ دى درناوې کې
ټول ژوي په زارې کې
دلته دې د غرو لمنې
زموږ کېږدۍ دې په کې پلنې
دا وګړي ډېر کړې خدايه
لويه خدايه، لويه خدايه
دلته لږ زموږ اور بل دى
و وړ کورګى دى ووړ بورجل دى
مينه ستا کې موږ ميشته يو
بل د چا په مله تله نه يو
هسک او مځکه نغښته ستا ده
د مړو وده له تا ده
دا پالنه ستا ده خدايه
لويه خدايه، لويه خدايه
(زيور، لرغونې دوره، ٢٠٥)
مناجات پټې جرګې او د راز خبرو ته ويل کېږي او الله تعالى ته د بنده عاجزي، خواري او احتياج وړاندې کول دي او د الله تعالى څخه د خپلو اړتياوو د پوره کولو غوښتنه، بلنه، دعا او زاري کولو ته وايي لنډه دا چې پورتنى شعر مذهبي رنګ لري اوس د بيټ نيکه د زوى شيخ اسماعيل شعر ګورو:
اسماعيل پاړکى:
تېښته وکړه له ابليسه
چې ابليس لعين ښکاره شي
هلته ورکه پلوشه شي
ټول نړۍ توره تياره شي
سړى وران سي له ابليسه
غوڅ د پس په کټاره سي
که هر چا ابليس خرڅ کړ
نويي هله ننداره سي
که سړى ابليس ته پړ سو
نو پر کور د وير ناره شي
(هېوادمل، لرغونې او منځنۍ دوره، ٣٤)
پورتنى شعر په لرغونې دورې کې د بيټ نيکه د زوى شيخ اسماعيل شعر دى، د دواړو شعرونو ته چې موږ وګورو، له ورايه معلومېږي چې مذهبي رنګ لري.
شيخ اسماعيل ته شاعري له خپلې کورنۍ نه ارثاً پاتې وه او د پلار او زوى د شعرونو ځانګړنې يو اندازه يو له بل سره ورته والى لري، چې دې ته تحت الشعوري شاعري ويلاى شو.
په منځنۍ دورې کې که د خوشحال خان ادبي مکتب باندې يو نظر وکړو، دې د ژوند په هره برخه کې شاعري کړې ده. خو د ننګ او نارينتوب په باب يې ډېر شعرونه ويلي دي. وايي:
د افغان په ننګ مې وتړله توره
ننګيالى د زمانې خوشحال خټک يم
په خپل نام و ننګ چې راشم لېونى شم
خبردار کله په سود و زيان دلک يم
چې نيولى مې دا هوډ د ننګ و نام دى
که له خپله هوډه واوړم کنيزک يم
اشرف خان هجري وايي:
تخت و تاج ته به سرکوز د همت نه کا
چې په داد د دهر پوه ازاد مرد دى
په منځنۍ دورې کې د خوشحال خان او د کورنۍ شاعري يې يو اندازه ورته والى لري. دا چې کورنۍ ته يې شاعري په تحت الشعوري ډول پاتې وه، د شعر ورته والى يې هم په همدې ډول يو څه يو شان دى، د خوشحال په شاعرۍ کې عشقي برخه ډېره لېدل کېږي، خو په کورنۍ کې يې هم د (اشرف خان هجري، عبدالقادر، صدرخان، سکندر خان، حليمه خټکه) په شعرونو کې دغه برخه شته.
پوهيالی سيداصغر ارمل(هاشمي)