دا ما څه کړي؟ دا که بریا ده، نو ماتې څه شی وي؟ دا بریا ده که ماتې؟ دا انصاف دی که بې انصافي؟ آیا دا میړانه ده که تارومار کبدل؟ آیا د بیګناوو ماشومانو او ښځو وژل بهادري ده؟ آیا ما دا هر څه د امپراطورۍ او د سوکالۍ د پراختیا لپاره وکړل که مې د نورو د پاچاهې او واکمنې د ورانولو لپاره؟ چا خپل د ژوند شریک له لاسه ورکړې، چا پلار، چا اولاد، چا نه زیږیدلی ماشوم…دا د مړو خرمندونه څه دي؟ آیا دا د بریا څرګندوې دي که د ماتې؟ آیا دا لاښخورونه، کاغان، بازان د مرګ او وباوو پیغمبران دي؟

 دا د ستر اشوکا د پښیمانۍ هغې نارې سورې وې چې له نن شاوخوا ۲۳۰۰ کاله وړاندې د کالینګا له جګړې وروسته یې تر خولې راووتې.

اشوکا د کالینګا (د هند د اوسني اودیشا ایالت) د ګټلو په جګړه کې تر ۱۰۰ زره کسان ووژل او څه باندې ۱۵۰ زره نور یې بې کوره کړل. له جګړې وروسته، امپراطور اشوکا د کالینګا ښار ته ووت او د خپلې بریا پایلې یې له نږدو ولیدې – د مړو خرمندونه، ویجاړ کورونه او سوې کروندې.

دغې منظرې د اشوکا پر روان ډیر دروند تاثیر پریښود او له هغه نه، له ورانکاره امپراطور نه، یې یو ستر بشرپال او مهربان انسان جوړ کړ. د کالینګا له غمیزې وروسته اشوکا نه یواځې له جګړو لاس واخیست بلکه واکمني یې انساني خیرښیګڼو ته وقف کړه او آن د امپراطور په پخلنځي کې بیا غوښه پخه نشوه.

د کالینګا له جګړې څو کاله وروسته امپراطور اشوکا هم له نړۍ د تل لپاره سترګې پټې کړې. د هغه ستر عقلاني میراث، د ځینو تاریخپوهانو له انده، د جګړې او انساني وینې-تویدنې پوچوالې وه. په اشوکا کې ژور بدلون هغه مهال رامنځته شو چې وجدان یې د جګړې پایلو ته مخامخ ودرید – مړي یې ولیدل، د کونډ او یتیمانو ژړاوي یې واوریدې، او د سوځل سویو کورونو لوګی یې تر پوزه شو. د کالینګا له غمیزې وروسته د هند نیمه قارې او شاوخوا سیمو یې ګڼې نورې سترې جګړې او د انسان په لاس جوړې شوې ناخوالې ولیدې خو باچاهانو او ولسمشرانو کې د اشوکا په څیر وجداني هیښتیا د چا په برخه نشوه.‌ د دغه ډول جګړه مارو واکمنو په کتار کې یو هم ښايي ملامحمد عمر آخند وي چې آن خپل مخ ولس ته نه ښیي خو د انسان وژولو او د ورانیو فتواوي ورکوي.

د ملاعمر له انده، خداې ده ته امر کړی چې د جهاد په نامه بیشماره انسانان ووژني. د دغه ډول آسماني او الهي ماموریت دعوا، د تاریخ په اوږدو کې ګڼو نورو واکمنو هم د واک د ترلاسه کولو یا د واکمنۍ د پراخلو لپاره کړې.

ښايي نه له ملاعمر او نه له بل چا سره د هغو قربانیانو کره شمیره وي چې د افغانستان په سیاسي او پوځي منډوتړلو کې د ملاعمر د ورګډیدو راهیسې وژل شوي دي. خو د ملاعمر د جګړو د ځینو قربانیانو تراژیدي د افغانستان د اوږدې غمیزې داسي بیسارې بیلګې شي چې د نړۍ په هره لویشت کې له هر رنګه، هر دین او هرې ژبې خلک ځوروي.

همدې لړ کې، دوه کلن ابوذر تیره اوونۍ له اوږدې او خورا پیچلې درملنې وروسته له روغتون نه رخصت شو.‌ ابوذر د خداې بخښلې سردار احمد او خداې بخښلي نیلوفر هغه دوه کلن ماشوم دی چې تنکی وجود یې د دریو مردکیو ښکار شو خو خداې ژوندې وساته.

ابوذر د نوې لمریز کال په شپه له خپلې مور،‌ پلار، خور او ورور سره په سرینا هوټل کې ډوډې خوړه چې ټوپکوالو ورباندې ډزې وکړې. ابوذر نه پلار لري،‌ مور، نه خور او نه هم ورور.‌ که چیرې ملاعمر دغه خونړۍ جګړه وګټي نو هرومرو به د خپلې باچاهۍ د بیا ترلاسه کولو لپاره ډبر خوشحاله شي خو که همدغه باچاهي ټوله ابوذر ته ورکړي، ابوذر به یې ښايي د مور او پلار د یوې شیبې غیږي لپاره پریږدي.

 د ملاعمر دغه باچاهي چې د یوه ماشوم پر شونډو موسکا رانولي، څومره ارزښت لري؟ او که یوه ورځ ملاعمر له ابوذر سره “سترګه” په سترګو شي نو د اشوکا په څیر که نه وي نو آیا د یوه عادي انسان په توګه به یې د وجدان په نامه یو څه وځوروي؟

6 thoughts on “ملاعمر او ابوذر – وجدان به چیرې وي؟ اکمل داوی”
  1. په لیکنو کښی له سلیم عقله کار ا خیستل عا قلانه کار ده مو د ملا عمر سره په ټو لو جنګی تکتیکو نو کښی موافق نه یو خو د جهاد په بر خه کښی ور سره منحیث د مسلمان شر یک احداف لرو که دا ملا عمر نه وایی ددی کفارو د امپر اطوری د ما تی ا فتخار به د افغا نا نو په بر خه نه وای ا

  2. ملا عمر ټول عمر قتل وکړ. یو ځل په دې پلمه چې روسان راغلی دي، بیا په دې نوم چې مجاهدین بد دي بیا په دې نامه چې امریکایان راغلی دي او اوس چې امریکایان ځی قتل به یو بل نوم پیدا کړي. قتل کول، کوکنار کرل، په لارو کې ماینونه خښول، مکتب سوځول، د نجونو سره دښمني، له موسیقي معارف هنر او ترقی سره دښمني، ، د آی ایس آٍي نوکري، ارګ ته پنجابیان راوستل، خپل وطن تباه کول او په بې رحمۍ سره وژنې، دا هغه یادګارونه دي چې له ملا عمر او نورو طالبانو پاتې دي. خدای دې خپل هیڅ بنده دومره نه منفي کوي.

  3. ملا محمد عمر اوس د اشوکا پیښې نه بلکې د پابلو ایسکوبار پیښې شروع کړي چې په اول وخت یې خارجیان بیا داخلي فوځیان او پولیس وژل اما اوس یې دا دواړه طبقې پریښودي دي او د بې چاره ولس د وژلو د رواوالي ایات یې راوړی او د بې ګناه خلکو د وژلو حکمونه صادروي دی فقط دې ته خوشحاله دی چې لږ وینې وګوري ځکه د خلاصې ملا به تل دې ته خوشحاله ؤ چې نن یې ډیر ماشومان وهلي دی هم یو خاصه يي ملا دی او د خلکو په وینو یې سینه یخیږي او د خلکو د ژوند په اخستلو کې خپل ژوند او بقا لټوي ، داښه ده چې د قیامت ورځ شته حساب او کتاب شته الله ته به ټول ودریږو ملا عمره پخوا خو دې ددې دعوه کوله چې د کفارو وژل روا دي مونږ دې هم امر تائيد کړ بیا دې ویل چې ملي اردو د دوي سترګې دي مونږ دې بیا هم یوڅو فیصده امر تائید کړ اوس ووایه دا بې چاره ولسونه مو په کومه ګناه وژنې چې د ماشومانو میندو ، خویند او پلرونو ،حتی د نامحرمو غوښې سره بیلولای نشو او ټول مو په یو قبر کې خښ کړ دا وحې کله درباندې نازله شوه رښتیا دې ولسونو ته ووایه او بیا وجدان کې سوچ وکړه چې ته د قیامت په ورځ د الله په نزد د دغه بې ګناه خلکو د قتلولو جواب ویلی شې

  4. په رښتیا چې د افغانستان له جګړې عجیب څه جوړ دي. که طالبان غندې نو بیا خو باید مقابله خوایې تاییدوي چې هغه خو هم ګورې چې په څومره فساد او بدبختیو کې لاهو دي. او که طالبان تاییدوې نو هم څه د خوند ځای په کې نشته. دا ټول د استعمار لاسونه او د ګاونډیانو چلوتې دي چې موږ يې بوخت او سره وېشلي ساتلي یو. باید خپله افغانان فکر وکړي او خپله لاره معلومه کړي، نه داچې تاجک حتماً عبدالله تر شا ودرېږي او پښتانه د غني او یا هم کوم بل بلکې دوی باید په ګډه یو سالم دولت جوړ کړي چې د هر چا حق په کې خوندي وي او په دې توګه یې ژوند ښه شي

  5. ښاغلی H.Zmary ته سلام !!
    جهاد د ټول اسلامی عالم یو مذهبی او دینی فرض دي، جهاد د متجاوز ګر په وړاندی جهاد د پاکستانی جاسوس په وړاندی جهاد د کافرمسلمان په وړاندی (کافر مسلمان هغه چا ته وایو چي حق یی پټ کړی وی) جهاد د ظالم په وړاندی او جهاد د پا کستانی کافر ملا په وړاندی چي په افغانستان کي ځان مرګی حملی حلالی او په پاکستان ناروا ګني. هو موږ د امریکایی کافر په غشی د پاکستان له هوایی حریم څخه ویشتل کیدلو که ملا محمد عمر صاحب لږ فکر وکړی چي د ده پا چاهی چا ور ړنګه کړل او د چا په غشی له کومه ځا یه څخه وویشتل شو، هو جهاد د ملا اشرفی په وړاندی د هر مسلمان ایمانی او وجدانی وظیفه ده. ابوذرع د هجری شمسی کال په لومړي ورځ د خپل مور، پلار، ورور سره یو ځای د وحشی حیوان صفته توپک ماره په لاس د زړه په سرونو وویشتل شو.
    ((پاته شول د کافر امپراطوری او د هغه ماتي)) زه نه پوهیږم چي ستا د کومي امپراطوری د ماتي څخه مقصد دي هغه د چا خبره ده چي ته خپل (چهار وینی او د بل پنج نه وینې) خپل بربادی نه وینی خپل د یتیمانو، کونډیانو، بورو، د خپل وطنوالو د بیسوادی کچه نه ګوری. هیله ده چي ټول افغانان خپل ښه او بد تحلیل کړای شي ښاغلی آیچ زمریه تر اوسه دي کومه برخه په کوم تعرض کي اخستی ده ایا تر اوسه دي کوم زخم د جهاد په اجرا کي لیدلی دي ایا تر اوسه دي کوم زوی د بازار په کوم چوک کي د همدغه مقدس جهاد په جریان کي په کوم انتحاری حمله کي د لاسه ورکړي دي ؟؟؟ نه زه پوهیږم چي تا خپل نوم لا واضح نه دي لیکلی چي ته H.Zmary څه ته وایی او اصلی نوم دی څوک دي خدای خبر چي ته څومره پهلوان او زړه ور یی پر خپل ځان یی قیاس کړي چي ستا سره همدا سی عمل وشی لکه د خدای بخښلی سردار محمد سره چي وشو ستا عکس العمل به څه وي .
    مرده باد د افغانستان دښمنان
    مننه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *