د لویدیځ او شوروي اتحاد ترمنځ د سړې جګړې په مهال دواړو لوریو یو بل ته د ماتې ورکولو لپاره هر ډول چلونه کارول. په دې چلونو کې یو داسې هم وو چې د انګلستان استخباراتي کړیو یو روسي لوړ رتبه چارواکي (کوم چې په لوړو پوستونو کې د وړ کسانو د تقرر مسؤلیت درلود) د ځان مل کړی وو او نوموړي ته یې دنده سپارلې وه چې د ازموینې په مهال هغه څوک مقرر کړي چې تر ټولو ټیټې نمرې یې اخیستي وي او د اړوندې دندې تر ټولو ټیټه وړتیا ولري. د دې کار په بدل کې نوموړي ته په لندن کې یو کور او د میاشتې ښه ډبل معاش په نظر کې نیول شوی وو. په سړه جګړه کې د روسیې له ماتې وروسته نوموړی لندن ته ولاړ او په هماغه کور کې یې استوګنه پیل کړه.

که نن ورځ د افغانستان حالت له پورته یاد شوي حالت سره پرتله کړو نو ډیر توپېر بلکه هیڅ ډول توپېر به تر سترګو نه شي. ټول ملت پوهیږي چې د افغانستان د ټپونو د درملنې لپاره څوک غوره طبیب دی، څوک د افغانستان ماته کښتۍ د اور او وینو له دې سمندر څخه په سالم ډول څنډې ته رسولی شي، خو بیا هم په لوی لاس د رمې واک د وږي لیوه په لاس کې ور کول کیږي.

کاروان صیب  وايي چې:

ویښه دنیا ده د میږي د پښې ښکالو هم اوري

زما اواز چې ناوري دا خو یې ضمیر ویده دی

ویښ دی ځنځیر چې له لاسونو لکه مار تاویږي

چې زړه له زړونو سره و تړي ځنځیر ویده دی

چا چې د خپل ضمیر سودا تر سره کړې وي نو بیا له هیڅ ډول سودا څخه نه په شا کیږي، نن ورځ هم یو څو ضمیر پلورونکي په لوی لاس د ډیرې بدې سودا د تر سره کولو په هڅه کې دي. داسې ښکاري چې نور نو دلته هیڅ ډول اصول پاتې نه دي. د قانون په نوم په قانون ملنډې وهل کیږي، د مرستې په نوم زیان اړول کیږي، د ساتونکي په نوم غلا تر سره کیږي.

خو د ملت د خاموش اکثریت خاموشئ ته دې د خوب نوم نه ورکول کیږي، بلکې له طوفانه وړاندې خاموشي دې وګڼل شي، اوس هم د ملت په رګونو کې تودې وینې په خوځښت دي، کنه نو د تور مخو او د هغوی د بارودي نانځکو د غړمبهاري خبرداریو سره سره په تش لاس د رایو د صندوقونو په لور تلل د زمريانو له وسه هم پورته خبره وه. که ملت د دې کاغذي اتلانو ګریوان ته لاسونه ور وغځول نو بیا به یې له کمیس سره سره د شرم پرتوګ هم وتلی وي.

د ضمیر سودا کوونکي دې پوه شي چې د افغان ملت سرنوشت د دوی له ضمیر سره د ځمکې او اسمان فرق لري، د ملت دښمنان اوس زمونږ له کوچنیانو هم پټ نه دي او د دښمن د له منځه وړلو لپاره لومړنی شرط د هغه پیژندل دي، څرنګه چې دوی په ټوله مانا پیژندل شوي دي نو باید هره ګړۍ د خطر احساس وکړي او یا هم له خپلو شیطاني چلونو څخه لاس واخلي.

س- څارګر ځدراڼ

خوست افغانستان

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *