تاند- د بریتانیا ټیلګراف ورځپاڼې د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو په اړه په یوه تبصره کې لیکلي چې د دې ټاکنو د نژدې نیمايي پایلو له اعلانېدو وروسته دوهم پړاو ته د انتخاباتو د غځېدو امکان قوي شوی دی.

ورځپاڼې د انتخاباتو په پایلو کې د بدلون د احتمال یادونه کړې، ویلي یې دي چې ترلږه یو ملیون رایې به باطلې شي او دا به یقیناً د انتخاباتو پر پایلو ژور اغېز ولري.

د ورځپاڼې په باور دوهم پړاو انتخابات به له خطره خالي نه وي، امنیتي اندېښنې شته، دا وېره هم شته چې په دوهم پړاو کې به لږ رای ورکوونکي د رایو صندوقونو ته لاړ شي او پر دې سربېره د انتخاباتو د لوړ مصرف خبره ده.

د ټلګراف ورځپاڼې له لیکنې سره سم د افغانستان د ولسمشرۍ دا درېم انتخابات هم د درغلیو ترسیوري لاندې دي او غالباً به څه باندې یو ملیون رایې باطلې شي.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې هم د یکشنبې په ورځ /اپریل۲۰/ د څلوېښت فیصده نورو رایو د پایلو اعلانېدو او تر اشرف غني احمدزي د عبدالله د ۱۱ فیصده وړاندې کېدو له یادونې وروسته په انتخاباتو کې پراخو درغلیو ته اشاره کړې او ویلي یې دي چې یوازې په هرات کې یولک رایې قرنطین شوي دي.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼه وايي، امریکايي چارواکي او نور کتونکي وېره لري چې انتخابات دوهم پړاو ته ځي او کېدای شي د دوهم پړاو انتخابات د تاوتریخوالو او د واک لېږد په کار کې د پېچلتیاوو د رامنځته تګ سبب شي.

0 thoughts on “د امریکا او بریتانیا ورځپاڼې اټکل کوي چې د افغانستان انتخابات دوهم پړاو ته ځي”
  1. پختنو ته خبرداری: لږ په حال شئ او دجوزا په ۷ نیټه چې دجمهوري ریاست د ټولټاکنو دې دویم پړاو ورځ ده،زما انۍ،خور او مور هم در سره د ټولټاکنو هډو ته ورولئ ،انشالله چې نه به پښتو برباده شي او نه به خدای ج خفه شي.ددې نه بغیر بیا ګیله مه کوی که اوداله مو با دار شو یا بسم اله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *