د یکشنبې په ورځ د ټاکنو خپلواک کمیسیون یو شمېر نورې قسمي رايي اعلان کړې ښه یې وکړه. ځکه پر ځان یې نیوکې ته خپله ځای پیدا کړ. لومړی خو دا باید د ثور په څلورمه نیټه اعلان شوي وای خو په هر حال اعلان شوې.
لومړي مقام کې ډاکتر عبدالله عبدالله دی چې ۱۵۳۵۲۱۲ رايي یې وړي .
او دوهم مقام کې ډاکتر اشرف غني احمدزي دی چې ۱۱۴۵۴۰۰ رايي یې وړي دي .
لومړی خو باید ټول خوشحاله شو چې موږ اوس یو متحد ملت یو . هغه دلنګې اوس ورکې دي چې دلته ملت ویشل شوی دی. نه داسې نه وه د حمل ۱۶ ورځې په ډاکه کړه چې هر نوماند په هر ولایت کې پلویان لري هغه که ۱۰ وي که ۲۰ که ۱۰۰۰ که هر څو وي.
اوس به د یو څو ولایتو رای شمیرني په ډاګه کړو بیا به راشو اصلي موضوع ته.
لومړی به لوګر او پروان ته راشو چې تقریبا کابل ته دواړه لنډ دي
په پروان کې ۷۰۲۲۱- اویا زره دوه سوه یو ویشت رايي قسمي نتایجو ته ور اچول شوي او موږ او تاسو ته معلومه ده چې هلته عبدالله مخکې دی.
بیا به راشو لوګر ته
د لوګر ولایت ۱۵۹۷۶- پنځلس زره نهه سوه شپږاویا رايي قسمي نتایجو ته ور اچول شوي. او موږ ته معلومه ده چې هلته اشرف غني مخکې دی.
دا یې یوه تله تاسو قضاوت وکړئ.
بیا راځو لویو ولایتو ته
د هرات ولایت ۲۰۲۳۶۴- دوه سوه دوه زره درې سوه څلورشپیته رايې قسمي نتایجو ته ور اچول شوې دي چې هلته ډاکتر عبدالله مخکې دی.
او د کندهار ولایت ۱۱۲۱۱۷- یوسل دوولس زره یوسلو اووه رايې قسمي نتایجو ته ور اچول شوې دي.
دلته هم تاسو قضاوت وکړئ.
د رایو دا معلومات ما د ټاکنو له کمیسیون نه را واخیستل
اوس راځو خپلې موضوع ده چې عنوان یې د ټاکنو تله ده. دې تلې ته ملت رايي ورکړې دي، د دوی کار دا ده چې دوی سخا رايي له پاکو رایو جلا کړي او پاکې رايي وتلي چې د چا ډیري دي.
خو برعکس دوی ځانته بله وظیفه پیدا کړې هغه که ارګ ور پیدا کړي که هر چا د پورته رایو نه دا څرګندیږي چې دوی فشار په یوه کاندید اچوي او هغه داسې کاندید ده چې د ملت رایه په سهامي شرکت نه خرڅوي .
پورتنې بیلګې ته په کتلو سره د هیواد نورې هغه سیمې چې د ډاکټر اشرف غني رایې اکثریت شتون درلود هغه قسمي نتایجو ته نه دي ور اچول شوي .
اوس که چیرته اخیرنۍ پایلي اعلان شي او اشرف غني تر عبدالله مخکې هم شي او ۵۰+۱ رايي خپلې نکړي معلومه خبره ده چې ټاکني به دوهم دور ته ځي.
بیا موږ او تاسو شاهد یو چې د عبدالله د کمپاین غړو د عوې کړي چې که دوی کامیابه نشي د وینو ویالې به وبهیږي ها به وشي دا به وشي. که رښتیا داسې نو دوی به په دوهم دور کې د پښتنوپه وینو لاسونه سره نکړي.
خامخا به یې سره کوي . ددوی دا کار خو موږ ته مخکې هم معلوم وو چې جعلي طالیبان به جوړوي او په پښتون میشتو سیمو کې به نا امني رامنځ ته کړي بیا به دا خوار پښتانه له رایو محرومه شي .
داوه د ټاکنو د کمیسیون تله .
په مینه