تاند- په افغانستان کې به د امریکايي پوځیانو شمېر د هغې اندازې چې امریکايي قومندانانو له ۲۰۱۴ وروسته د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې لپاره د هغو غوښتنه کړې ده، تر ټولو کمه وي.
د افغانستان د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو له انتخاباتو او د دغو انتخاباتو د امنیت په ساتنه کې د افغان امنیتي ځواکونو د وړتیا له ثابتېدو ورو وروسته د سپینې ماڼۍ، پینتاګون او د بهرنیو چارو وزارت چارواکو په افغانستان کې د خپلو پوځیانو د شمېر په اړه بحثونه وکړل.
د سپینې ماڼۍ چارواکو وویل چې دوی موافقه وکړه چې ۵۰۰۰ امریکايي پوځیان دې پاتې شي ځکه چې افغان امنیتي ځواکونه توانېدلي چې د خپل هیواد امنیت په خپله وساتي.
دغو چارواکو وویل چې دا باور تر ډېره د افغانستان د انتخاباتو د امنیت په ساتلو کې ترلاسه شو.
د اوباما حکومت له له ډېرې مودې راهیسي په افغانستان کې د پاتې کېدونکو پوځیانو په اړه غور کاوه، امریکايي قومندانانو د زیات شمېر عسکرو د پاتې کېدو غوښتنه کوله او ویل یې چې افغان امنیتي ځواکونه لا هغه حد ته نه دي رسېدلي چې د خپل هیواد امنیت وساتي خو انتخاباتو امریکایانو ته ثابته کړه چې افغانان خپل امنیت ساتلی شي.
حاضردمه په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو شمېر ۳۳ زره دی خو په پام کې ده چې د سږ کال تر پایه به دا شمېر ۵ زرو ته راټیټ شي.