په کندهار کي چاودني يو عام وګړى وواژه
مسلسله شمېره: ٢٠٥
نېټه: ١٣٩٣-٢-٢
دغه چاودنه هغه وخت د واده په يوه کور کي سوې، چي سبا په دغه کور کي واده و. پېښه نن سهار شاوخوا نهه نيمي بجې هغه مهال رامنځته سوه، کله چي د کور يوه غړي د واده لپاره خېمه دروله، چي د مېخ د ټک وهلو پر مهال ماين چاودنه کړې او ياد کس يې شهيد کړى دى. ماين له ډېر پخوا څخه ښخ کړل سوى و.
بل خوا افغان امنيتي ځواکونو تېره ورځ په پنجوايي ولسوالۍ کي د گزمې پر مهال ګڼ شمېر مهمات کشف کړي دي. د پنجوايي ولسوالۍ د ٢٠٥ اتل قل اردو مربوط شپږم کنډک ملي اردو سرتېرو په تيملوک سيمه کي ياد مهمات کشف کړي، چي له جملې يې ١٥٠٠ فيره د کلاشينکوف مرمۍ، ٢٠٠ فيره د پيکا مرمۍ، ٢٠ کيلو باروت، ٢٠ عدده شاجورونه او ٢٠ د کلاشينکوف پټاکۍ د يادوني وړ دي.
دغه راز نن غرمه د پنجوایي ولسوالۍ په سلاوات کلي کي پر يوه ټراکټور د ماین چاونه سوې، چي په پايله کي د ټراکټور چلوونکى شهيد سوى دى. ياد کس د ډنډ ولسوالۍ د ابراهيم خليفه بابا کلي اوسېدونکى دى.
دغه راز په ميوند ولسوالۍ کي افغان ځانګړو امنيتي ځواکونو د دې ولسوالۍ په بند تيمور سيمه کي ٦٠ کيلوګرامه ترياک نيولي دي.
بل خوا د کندهار د ټرافيکو مديريت له لوري د دغه مديريت د تېري ورځي ٩٦٠٠٠ افغانۍ عوايد چي له يو شمېر موټر چلوونکو څخه يې د جريمې په ډول ترلاسه کړي، د مستوفيت له لاري افغانستان بانک ته تحويل سوې.
په تېره اوونۍ کي د کندهار د پاسپورټ مديريت له لوري ٢٣٤١٥٠٠ افغانۍ عوايد افغانستان بانک ته تحويل سوي دي.