راپور: احمدي- د پکتيا د ټاکنو د خپلواک کميسون او د شکايتونو د اوريدو کميسون مسوولان وايي پکتيا کې د جمهوري رياست هیڅ داسې مرکز نشته چې رايې یې باطلې اعلان شوې وي.
د دې ولايت د ټاکنو شکايتونو اوريدو کميسون ريس بشير بهرام وايي، د فيفا د راپور، چې د ټاکنو مرکزي دفتر ته يې استولی و، ناسم پوهاوی رامنځ ته کړی دی.
(( راپور داسې و چې د ۳۲ صندقونو په رایو باندې شکايت موجود و چې درغلئ پکې شوي، دا څيړل شوي خو باطل شوي ندي))
دی وايي دوشنبې ورځ له رسنيو راپورنه خپاره شول چې پکتيا کې د درغليو په اساس ۳۲ د رايې اچونې مرکزونو رايې باطلې اعلان شوې حال دا چې د هيڅ محل رايې هم ندې باطلي شوي او نه هم داسې کره اسناد شته چې رايې ورباندې باطلې شي.
بهرام وايي، په ۳۲ صندقونو باندې د فيفا د راپور له مخې د درغلئ شکايت شوې او مرکزي دفتر ته يې هم شکايت شوی، او د ناظرينو په مخ کې يې څيړلي دي خو وايي چې په يادو شويو صندقونو کې يې د درغليو داسې مستند اسناد په لاس کې نلري چې يادو صندقونو رايې دې باطلې اعلان شي.
(( دا يو غلط پوهاوی رامنځ ته شوی، د فيفا د خبر په اساس چې د ټاکنو مرکزي دفتر ته يې هم ليږلی، او موږ ته مرکزي دفتر لارښوونه کړې وه چې د۳۲ صندقونه بايد وڅيړل شي هغه وڅيړل شول داسې کره شوهيد نشته چې رايې باطلې کړي او کوم راپورنه چې خپاره شوي دقيق ندي))
بل لوري ته د ټاکنو خپلواک کميسون مشر رحمت الله حقمل وايي چې تر دې دمه يي د ۲۶ صندقونه رايه شميرنه کړې او د ۳۰ نورو يې څيړنه کړې او راپور يې د ټاکنو مرکزي دفتر ته ليږلي او وايي هيڅ داسې صندوق نشته چې شکايت ورباندی موجود وي او راېې باطلې اعلان شوې وي.
(( په خوښي سره تر اوسه پورې کوم مرکز يا محل رايي ندي باطلې شوې موږ ۲۲ صندقونه رايه شميرنه کړي او ۳۰ نور څيړل شوي دي))
حقمل وايي، پکتيا کې داسې مرکز او محل چې د درغلئ شک ورباندې کيده رايې ندې باطلې شوې.
پکتيا کې د ټاکنو خپلواک کميسون او د ټاکنو شکايتونو د اوريدو کميسون په داسې حال کې د راېې د نه باطليدو خبره کوي چې د دوشنبې په ورځ له رسنيو راپورنه خپاره شول چې پکتيا کې د درغليو له امله د ۳۲ مرکزونو رايې باطلې اعلان شوې وې.