افغان حکومت تل د روښانه بهرني سیاست او بهرنۍ پالیسۍ د نشتون له امله په خپل رنګ کې کوټ خوړلی دی. په دې مانا چې تل یې په نړۍ والو معادلاتو کې زیان لیدلی دی.
هغه مهال چې په قطر کې د طالبانو لپاره د دفتر د پرانستل کېدو خبرې راپورته شوې افغان حکومت له دې دفتر سره له دې امله مخالفت وکړ، چې دغه دفتر دې په بل هېواد کې جوړ شي. ولسمشر کرزی او حکومت یې د دې لپاره چې قطر له امریکا سره نېږدې اړیکي لري،په دې خبرو شکمن و. په دوحه کې د طالبانو لپاره دفتر، د امریکا او قطر له لوري پرانستل کېدو افغان حکومت نور هم اندېښمن کړی و. د سولې د عالي شورا په ګډون حکومت اندېښنه درلوده چې په دې خبرو کې به افغان حکومت په حاشیه کې وي او د مذاکرو اصلي لوري به امریکا او طالبان وي.
خو امریکا او طالبانو د دې لپاره دوحه غوره کړې وه، چې د پاکستان له منګلو او اغېز لرې په ډاډه زړه وکولای شي د سولې خبرو اترو ته زمینه برابره کړي. د دې دفتر لپاره د افغان حکومت بدیل سعودي عربستان او یا هم ترکیه وه.
پاکستان په پټه او ښکاره افغان حکومت د دغه ډول پرېکړه کولو ته وهڅاوه. خو طالبانو په ترکیه او سعودي عربستان کې د خبرو اترو لپاره دفتر پرانستلو ته زړه ښه نه کړ.
اوس روښانه شوه چې طالبانو په دې برخه کې څومره پر ځای پرېکړه کړې وه او افغان حکومت د پاکستان تر اغېز لاندې راغلی و چې نن یې بایلوده.
ترکیې، د طالبانو د سیاسي کمېټې مسوول ملااغا جان معتصم ته چې اوس غواړي د افغان سولې په برخه کې هڅې وکړي، په خپله خاوره کې د اوسېدو اجازه نه ده ورکړې، سعودي عربستان هم د افغان حکومت دې غوښتنې منفي ځواب ویلی. هغه له څه وخت راهیسې د عربي متحده اماراتو په دوبۍ ښار کې اوسېده، چې دسولې اړوند یوه غونډه یې هم کړې وه، خو د اماراتو د حکومت له لوري نظر او په دې شرط ـ هغه هم د افغان حکومت په هڅو ـ خوشې شو چې له دغه هېواده به وځي. نوموړی دمګړۍ کابل ته راغلی او ښايي ترکمنستان ته ولېږدول شي؛ خو که هغه هېواد یې په خپله خاوره کې د اوسېدو او فعالیت کولو اجازه ورکړي.
د ترکیې، سعودي عربستان او اماراتو دا دريځ د پاکستان په خوښه او اشاره شوی دی. که څه هم چې دغه درې واړه هېوادونه له افغانستان سره هم اړیکې لري؛ خو له پاکستان سره شته اړیکې یې تر هغې په مراتبو ژورې او صمیمي دي، چې کابل یې له دغو هېوادونو سره لري.
پاکستان تر اوسه د افغانستان د سولې له پروسې سره په رښتینې مانا مرسته نه ده کړې، یا په بله مانا تر اوسه د پاکستان ګټې او منافع ترلاسه شوي نه دي. له همدې امله هم د پاکستان دغه دوست هېوادونه نه غواړي له افغانستان سره په مرسته کولو پاکستان خوابدی او یا یې په اړیکو کې خنډ پېښ شي.
دا چې افغان حکومت په دې اړه تېروتنه وکړه لامل یې دا دی، چې د افغانستان په ديپلوماتیکه دستګاه او سیاسي دوکتورینو کې ستونزه ده، چې نشي کولای له یوه هېواد سره د خپلو او خپلو رقیبانو له اړیکو درست جاج واخلي. وپوهېږي چې له یوه هېواد سره یې اړیکې په کوم دریځ او معیار دي. تر اوسه د افغانستان بهرنی سیاست په خوشباوریو ولاړ دی. هر چا چې ورسره د خپل ديپلوماتیک عرف له مخې هم په ورین تندي او له خندا په ډکې خولې خبرې وکړې افغانستان یې د دوستۍ په لېست کې شامل او ټول ځان ورنه قربان کړي. په بهرني سیاست کې د شته ستونزو په اړه ما په تفصیل په خپله یوه بله لیکنه کې « د بهرني سیاست ستونزه» کې پوره وضاحت ورکړی و.
پاکستان له همدې کمزورو ټکو نه په ګټنې سره وکولای شول، چې د قطر پروسه ناکامه او افغان حکومت په اغفال کې وساتي. له هغه مهاله چې د قطر پروسه بنده شوه تر دا اوسه بیا د سولې په برخه کې هېڅ راز پرمختګ ونشو. حتی پاکستان په خپلو هماغو ژمنو هم وفا ونه کړه، چې د پاکستان د هغه وخت د بهرنیو چارو وزیرې حنا رباني کهر کابل ته د خپل سفر پر مهال ولسمشر کرزي ته ورکړې وې. هغې ولسمشر ته ویلي وو، که اسلام اباد ته سفر وکړي نو طالب مشران به ورسره د مذاکرې مېز ته کېنوي، خو چې ولسمشر اسلام اباد ته لاړ « بیا خبرې نورې» وې.
اوس چې افغان حکومت په تېرو څو کلونو کې د سولې د عملي خبرو اترو د پیلېدو لپاره ښه فرصتونه د سولې په جرګو، د سولې په شوراګانو او د سولې په کمېسیونونو ضایع کړل، د ملااغا جان معتصم د ژوندي پاتې کېدو اندېښنې په سر را اخیستی دی. حتی نشي کولای چې هغه اوس یوې خوندي سیمې ته ولېږدوي. دا د نوي حکومت لپاره یو ښه درس دی دی. راتلونکی حکومت به ارو مرو د سولې پروسه پر مخ بیايي؛ خو لازمه ده چې د کرزي د سولې له پروسو زده کړه وکړي او ځان ته یو نوی مسیر غوره کړي.
وروره له کرزي او د ده له نا اهله کابینې به څه سیاست وګورې دوي خو ټول پردي اجنټان دي د بل لپاره کار کوي د کرزي په کابینه کې پاکستانیان ناست دي هغوي هغه پالیسي پلې کوي چې د پاکستان په ګټه وي تاسې د کرزي کابینې ته قسم ورکړی چې دوي افغانستان ته زیات وفاداره دي که پاکستان ته نو ځواب به یې پاکستان وي نه افغانستان ، تاسې وګوری زمونږ زیات رئیسان اوس هم په پاکستان کې اوسیږي دا زمونږ له هیواد سره څومره جفا ده چې زمونږ د هیواد عاید پاکستان ته وړي او هغوي ته یې ورکوي زما په اند هرڅوک چې د افغانستان له امتیازات څخه برخمن کیږي یو شرط یې باید دا وي چې باید فامیل یې په افغانستان کې هستوګنه وکړي ځکه هر هغه څوک چې د حق خاوند وي نو ترڅنګ یې وجیبه هم شته تاسې وګوری زمونږ په ټاکنو کې دغه دال خواره چې په افغانستان کې یې دندې دي له هیواد څخه لاړل خپل پیر (پاکستان ) ته په سجدو شول د هر لورې ګواښونه ، مرګونه ، زخمونه ، دردونه مونږ په زان ومنل خو کله چې ټاکنې تیرې شوې زما بچی له صندقه جوالیتوب ته لاړ او دغه دال خور د پیر په اجازه راغی او غواړي چې افغانستان ته نور فساد هم داخل کړي