افغانستان د پرمختګ په لور کابو دیارلس کاله مزل کړی دی، چې په هېڅ وجه به بېرته ونه ګرځي؛ بلکې د اوسنیو ټاکنو بریا او د پیل شوي یون دوام او پیاوړتیا کولای شي افغانستان له ستونزو خلاص کړي.

افغان سیاستوال عبدالستار سيرت ویلي، په هېواد کې د جګړې او ناورين د مخنيوي لپاره اړتيا ده، چې لنډ مهالى حکومت جوړ شي. هغه ویلي، چې په تېرو ١٣ کلونو کې نړيوالې ټولنې افغانستان بې ساري پاملرنه درلوده، خو ورڅخه سمه استفاده نه ده شوې او افغانستان لا هم په بحراني حالت کې دى.

افغانستان یوځل په ۲۰۰۲ کال کې د بن کنفرانس د پرېکړې په صورت کې موقت حکومت تجربه کړ. په هغه غونډه کې ښاغلی ستار سیرت هم برخه درلوده او د یوه نوماند په توګه مطرح و. خو له تېرو دیارلسو کلونو راهیسې یې دا افغانستان ته لومړنی سفر دی. هغه په داسې مهال افغانستان ته راځي او د موقت حکومت د جوړېدو طرحه وړاندې کوي، چې افغان ملت په ټاکنو کې برخه اخیستې رایه یې ورکړې او د پایلو انتظار یې باسي.

پوښتنه دا ده چې څومره د ښاغلي سیرت دغه طرحه د عملي او پلي کېدو وړ ده. دغه ډول دا پوښتنه هم مطرح ده چې د افغانستان د ستونزو یوازینۍ لاره موقت حکومت دی او که نه.

افغانستان د بن کنفرانس نه را وروسته چې په پایله کې یې د ولسمشر کرزي په مشرۍ موقت حکومت رامنځته شو، خورا اوږد مزل کړی دی. درې ځلې یې د ولسمشرۍ او دوه ځلې يې پارلماني ټاکنې تجربه کړي دي. اساسي قانون یې تصویب کړی او دمګړۍ ډېر ارزښتونه یې رامنځته کړي دي، چې پرې خاورې اړول ناممکن دي. له بلې خوا په اوسني وخت کې د موقت حکومت پر وړاندې ګڼې ننګونې هم شته.

تر ټولو ستره ننګونه د موقت حکومت پر وړاندې اساسي قانون دی. د هېواد اساسي قانون د تېرې لسیزې یوه مهمه لاسته راوړنه ده. په اساسي قانون کې دوه اصله د بدلون او تعدیل وړ نه دي. لومړی د افغانستان د نظام بڼه او د افغانستان دین. په اساسي قانون کې ویل شوي، چې د افغانس��ان د نظام بڼه جمهوري دی او دین یې اسلام دی. له جمهوري نظام پرته بل نظام او د اسلام له دین پرته بل دین په افغانستان کې د پلي کېدو وړ نه دی.

د دې ترڅنګ کابو اوه میلیونه کسانو په تېرو ټاکنو کې رایه ورکړې او د پایلو په تمه یې دي. دا خلک په خپله خوښه د نظام رامنځته کېدل غواړي، خپله خوښه غواړي راتلونکی ولسمشر وټاکي. افغانان هېڅکله نه غواړي چې بیا یې د موقت او انتقالي حکومتونو له لارې برخلیک وټاکل شي. د اوسني حکومت ټولې نیمګړتیاوې همدې موقت حکومت ته ورګرځي، چې په ونډو سره په ځینو خاصو وګړو ووېشل شو. د دې نظام نیمګړتیاوې به د ټاکنو له لارې په منځته راغلي حکومت سره جبیره شي.

د موقت حکومت رامنځته کول په دې مانا هم دي، چې افغانستان یو ځل بیا دیارلس کاله شاته ولاړ شي. چې په هېڅ صورت دا افغانانو او نړۍ والو ته چې په افغانستان کې یې میلیاردونه ډالره ولګول، د منلو وړ نه دي. موقت حکومت د ولسمشرۍ اتو نوماندو ته هم د منلو وړ نه دی، په ځانګړي ډول دوو مخکښو نوماندو ته چې په دې ټاکنو کې د بریا ادعا لري.

د موقت حکومت طرحه له دې امله هم د عملي کېدو نه ده، چې د ملت ملاتړ له ځانه سره نه لري. که فرض کړو چې پورته ټولې موانع لرې شوې او موقت حکومت رامنځته شو، دا به اوسنی ناورین پای ته ونشي رسولای. ځکه اوسنۍ ستونزې د دولت او ملت په ګډې همکارۍ او ملاتړ سره ختمېدای شي. هر دولت چې د ملت ملاتړ له ځانه سره ونه لري نشي کولای له اوسنیو ستونزو هېواد وباسي.

نو په کار وه چې ښاغلي ستار سیرت د موقت حکومت پرځای د اوسنيو ټاکنو د سلامتۍ لپاره هڅې کړې وای. په دې یې فکر کړی وای چې څنګه کولای شي د تېرو ټاکنو په سلامتۍ او د نوماندو له لوري یې د پایلو په منلو کې خپل رول ترسره کولای شي.

خو پوښتنه را پیدا کېږي چې نوموړي ولې په اوس وخت کې هېواد ته راغی او دغه ډول طرحه یې وړاندې کړه. ښايي ښاغلی سیرت ته بهرنیانو ډاډ ورکړی وي چې په راتلونکي حکومت کې به ونډه ورکوي. هغه هم د دې لپاره چې وکولای شي په راتلونکي حکومت کې د ځان او ملګرو لپاره ونډه خپله کړی، پيل یې له دې طرحې وکړ. شک نشته چې هغه به د ولسمشرۍ له نوماندو سره په دې مسالې په خبرو اترو بوخت وي. ځکه هغه په خپل کنفرانس کې هم ویلي، له راتلونکي حکومت سره په دې شرط کار کولو ته چمتو دی چې د اوسني حکومت دوام نه وي. دا خبرې یې له خپلې طرحې سره په تضاد کې دی. ښايي هغه دا هم وغواړي چې په راتلونکي حکومت کې د سولې د عالي شورا ( چې راتلونکی حکومت به د سولې پروسه تر هر نامه لاندې په هر ډول مخ ته بوځي ) مشري پر غاړه واخلي او د افغانستان د سولې راوستو کرېډټ ځانته جمع کړي. هغه ډول چې څه وخت واندې یې په کابل کې د سولې ملي جبهې طرحه هم اعلان کړه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *