“نن د ګوشتې د غزا کال پوره شوه، نن د قاسم جان په شهادت درې سوه او پنځه شپېتمه ورځ هم واوښته، دا ليکنه يې د شهادت په لومړۍ ورځ ليکله شوې، نن يې بيا د هغه د اروا د خوشحالۍ په پار خپروم. ليکوال”

نن کلونه وروسته د احمدشاه بابا پر شونډو موسکا خپره ده، ناڅاپه يې تر خمارو برېتونو لاندې شونډې وغوړېږي، له ځان سره وخاندي، څو قدمه واخلي، بېرته را وګرځي خپلې تورې ته وګوري.

لکه د کلونو ورکه چې يې موندلې وي.

———–

ميرويس نيکه د چهل زينو سر ته ختلی دی، خړ څادر يې ور هوار کړی، لاس د وريځو پر سر ونيسي، يو ځل د ميوند خوا ته وګوري، بيا ګوشتې ته سترګې ور واړوي.

نيکه حيران دی، خدايسته د چا چيغو له خوبه را ويښ کړی. نيکه له ځان سره غږېږي.

“غږ د فتحې دی، غږ د ايوب په څېر دی، خو په وطن کې ايوب کله پاتې وو؟ ميوند هم ارام مالومېږي. په ګوشته کې دا دوړې د څه شي دي؟ دا د ټپ له درده کوکې څوک وهي؟ په دې سيمه کې خو بېغيرتان ټول ايوب تر توره تېر کړي وو، دا د بېغيرتي بلا خو به زما په اولاد نه وي ګډه شوې! نه نه، اولاد چې مې هر څومره بلا ووهي، له ټپه نه ژاړي، د فتحې غږ خامخا زما د اولاد دی، خو دا بېغيرتان څنګه دومره نږدې راغلي دي؟ خوشحال خان هم نن نه مالومېږي، چې حال راکړي، ځم له احمدشاه څخه يې پوښتنه کووم، د ګوشتې خوا ته هغه ښه بلد دی”

———–

ملاله، له ځان سره سندره وايي، ريښې ريښې ټيکری يې مخ ته غوړولی دی، په يوه ريښکۍ ستن څرخه کړي بيا يې له بلې سره يو ځای کړي. ملاله، يو ځل بيا له ټيکري څخه بيرغ جوړوي.

ملاله، هماغه د ځوانۍ د وختو سندره وايي، خو ميوند نه يادوي.

“که په ګوشته کې شهيد نه شوې، خدايږو لاليه! بې ننګۍ ته دې ساتينه”

———–

د ايوب اس زين ولاړ دی، توره يې له تېکې ايستلې، ملالې ته وايي، دښمن يو ځل بيا د اوبو په بدل کې وينه بايلي.

———–

بيټ نيکه د کسې د غره په لمن کې تر يوې وچې ونې لاندې څادر هوار کړی، شوبيني تسپې يې پر مړوند ځړېږي. د اوبو ګډوه يې بغل ته ايښې، لستوڼي يې ور نغښتي دي، کږې امسا د ونې تنې ته ډډه لګولې، نيکه دوعا کوي، خو له خدايه د ډېرو وګړو پر ځای، د اوسنيو څو سړيو د سر خير غواړي.

“لويه خدايه، لويه خدايه!  که به مې کله هم له اخلاصه ياد کړی يې، اولادونو ته مې دښمن په ملا مات کړې.

لويه خدايه، لويه خدايه! زما د غيرتي زامنو شا ځمکې ته مه ورولې.

لويه خدايه، لويه خدايه! دلته ليږ زموږ اور بل دی، ووړ کورګی دی ووړ بورجل دی.

مېنه ستا کې موږ مېشته يو، بل د چا په مله تله نه يو

هسک او ځمکه نغښته ستا ده، د مړو وده له تا ده

دا پالنه ستا ده خدايه!  لويه خدايه، لويه خدايه!”

———–

رحمان بابا کوږ دستار تړلی، په خوشحال پسې نا ارامه يوه خوا بله خوا ګوري، د دستار تر وله يې څو سپين وېښتان راوتلي. زګېروي اوري، ليږ نور هم ځير شي، څو عسکر يې خوا ته را روان دي، تور مخونه يې په وينو لړلي دي، څوک زګېروي کوي، څوک ژاړي، تر بابا بې سلامه تېرېږي. عسکر په خپلو منځو کې په کومه نابلده ژبه خبرې کوي، بابا سترګي مږي.

“دا بېغيرتان څوک دي او دلته څه کوي، خوشحال چېرته تللی چې پر وطن يې د ګيدړانو ګلې ګرځي. چال يې راته د انګرېز ښکاره شو، حتما به يا انګريزان وي، يا یې اولاد دی. لکه چې امان الله ورباندې پېښ شوی. خو نيمه شپه ده، امان الله به هم ويده وي، هغه په دا نيمه شپه څه کوي، چې په دښتو کې به ګرځي؟ نه نه دا کار راته د امان الله ښکاري، خو چې په نيمو شپو  ګرځي او خوب نه ورځي ضرور پر وطن کوم ټکه لوېدلې ده.

عاشقي ده، خدای له اوره پيدا کړې، چې په اور کې يې وطن وي، څه به خوب کا”

———–

احمدشاه بابا، له تورې زنګ پاکوي، ميرويس نيکه په دروازه را ننوزي، سلام اچوي.

“د ايوب په څېر د تکبيرونو غږ له خوبه راويښ کړم چې غوږ مې ونيو، د انګرېزانو غوندې کوکې مې واورېدې، ستا پر شونډو مسکا لا حيران کړم، کيسه څه ده”

ـ نه مې درته ويل چې زما او ستا د اولادونو په رګو کې اوس هم زموږ وينه بهېږي او يوه ورځ به واورې چې، زموږ د اولادونو له وېرې به د تور لېنګيانو لنګونه د جګړې پر ميدان پاتې وي، دا دی وګوره، زامنو مو نن خپل اصلي دښمن وپېژانده، کومې کوکې چې دې اورېدلې دي، هغه زما له لښکرو څخه د تښتېدلو غلامانو د اولادونو کوکې دي، ځه چې ګوشتې ته دې بوځم، وګوره، چې بچيان دې څنګه په مېړانه له خپلې خاورې دفاع کوي، شېبه وړاندې د ايوب خان حال را ورسېده، هغه هم د جګړې ميدان ته رسېدلی دی. نن هغه ورځ را ورسېده چې موږ يې کلونه کلونه انتظار کاوه، ځه چې خپل اصيل بچيان پر ملا وټکوو، شاباسی ورکړو او ورته ووايو چې اولادونو! په رښتيا چې نن مو زموږ ارواې خوشحاله کړې، په رښتيا چې نن مو د خپلې خاورې حق ادا کړ، نن مو ومنله چې د افغانې مور په شيدو لوی شوي ياست. خدای ته مې د بيټ نيکه د زاريو غږ  واورېده، عبدالرحمان هم پر لارې وو، اوس به رسېدلی وي.

ــ سلامونه او درودونه دې وي پر تاسې اې ميرويس نيکه او احمدشاه بابا.

ــ وعليکم سلام، اوهو، امان الله خانه! ته هم را رسېدلی يې؟

ــ هو بابا! زه او ايوب خان يو ځای دلته راغلو.

ــ سلام وايم پر تاسې ټولو او زېری درباندې کوم چې اولادونو مو زموږ په خاورو لړلې شمله يو ځل بيا نېغه کړه.

رحمان بابا: ته چېرې وې خوشحال خانه، موږ ډېر ولټولې خو چېرته مو و نه ليدې.

ــ له ګوشتې څخه مې د خپلو اولادونو تکبيرونه او د دښمن کوکې واورېدې. ځمکې ځای نه راکاوو، زغره مې واغوسته او ايستلې توره د جګړې ميدان ته ور کښته شوم. خو چې د خپلو اولادونو مېړانه، سرښندنه او وطنپالنه مې وليده، توره مې بېرته تېکي ته کړه او د يوه دنګ کمر پر سر يې نندارې ته کښېناستم. په لومړي ځل مې د ارامۍ ساه واخيسته. د مغلو کوکو او انګولاوو ته مې، چې د ټپونو له څړيکو يې چيغې وهلې تر ډېره غوږ نيولی وو.

ــ اوس نو درځئ چې په ارامه خوب وکړو، اوس ډاډه شوو، چې اولادونه مو لا هم د دښمن ورمېږ ورتاوولای شي او هغه سترګې ايستلای شي، چې زموږ د مزارونو پر لور کاږه ګوري.

ــ ښه دې وويل، ايوب خانه. ژوندي دې وي، زموږ مېړني او په هېواد مين بچيان. رښتيا هم د دوی په رګونو کې زموږ وينه هماغسې توده ځغلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *