یوه جګپوړي ایراني چارواکي نن /چهارشنبه/ وویل چې د افغانستان د ولسمشرۍ انتخابات مناسب ترسره شول او سره له دې چې د درغلیو د ادعاوو په خاطر وروستۍ پایلې ځنډول شوي، دا انتخابات د افغانستان لپاره د پرمختګ نښه دي.

د ایران د مذهبي مشر د سیاسي چارو سلاکار علي اکبر ولایتي دا څرګندونې وروسته له دې وکړې چې د ولسمشرۍ د انتخاباتو د پنځوس فیصدو رایو په اعلان شوې نتیجه کې عبدالله عبدالله مخکښ ښودل شوی او د انتخاباتو کمیسیون وویل چې د ټولو رایو ابتدايي پایله تر ټاکل وخت دوه ورځې ځنډوي.

ټاکل شوې وه چې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د پنجشنبې په ورځ د ټولو رایو ابتدايي نتیجه اعلان کړي خو کمیسیون وویل چې د ټولو رایو ابتدايي نتیجه به د پنجشنبې په ځای د شنبې په ورځ اعلان کړي.

خو په پام کې ده چې د پنجشنبې په ورځ د درېم ځل لپاره د یو شمېر نورو رایو پایله اعلان شي.

د ولسمشرۍ  د انتخاباتو د پنځوس فیصده شمېرل شویو رایو د پایلو پر اساس عبدالله عبدالله تر ۴۴ فیصده زیاتې او اشرف غني احمدزي څه باندې ۳۳ فیبصده رایې خپلې کړي دي.

خو راپورونه وايي چې په انتخاباتو کې پرېمانه درغلي شوې او د انتخاباتو کمیسیونونه غواړي چې د درغلیو پر لویو مواردو غور وکړي.

د انتخاباتي کمیسیونونو مسوولانو ویلي چې هغه رایې به باطلې کړي چې په درغلۍ اچول شوي دي.

خو علي اکبر ولایتي، چې له ۱۹۸۱ څخه تر ۱۹۹۷ پوري د ایران د بهرنیو چارو وزیر و، وايي چې د افغانستان انتخابات په ښه ډول اداره او کنټرول شوي دي.

د ایران د مذهبي مشر آیت الله علي خامنه یي د بهرنیو اړیکو سلاکار علي اکبر ولایتي ایرنا خبري اژانس ته وویل:«د افغانستان د ولسمشرۍ انتخابات په خورا مناسب ډول او په پوره امنیت کې ترسره شول. دا په افغانستان کې د نورو مثبتو پرمختګونو یوه برخه ګڼل کېدای شي.»

دا په داسي حال کې ده چې ایران له دې سره سره چې د حامد کرزي له حکومت سره په تېرو دوولس کلونو کې ښې اړیکې پاللي خو د افغانستان پرمختګونه یې تل تر سوال لاندې راوستي او ویلي یې دي چې افغانانو د لوېدیځو هیوادونو د ځواکونو له حضوره له تاوان پرته ګټه نه ده لیدلې.

2 thoughts on “ایران د افغانستان د ولسمشرۍ انتخابات مناسب او د افغانستان د پرمختګ نښه بولي”
  1. ممکن علی اکبر ته پته لګیدلی وی چی علی اصغر « محقق او عبدالله» به نسبتا د بریالیتوب چانس ډیر ولری نو لدی امله ورته مناسب ښکاره شویدی.

  2. علی اکبر ولایتی دافغانستان انتخابات دخپلوجاسوسانو په سترګو کتل اونظارت یی کاوه خو دعقل سترګی یی پټی او ړندی وی اودی .
    په ډاګه باید ووایو چی ایرا ن دافغانستان تاریخی او فرصت طلبه دښمن و اودی .،

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *