د افغانستان ځینې خلک باید د خپل وجدان په نظر کې نیولو سره په دویم ځل انتخاباتو کې فکر وکړي او مستحق کاندیدته رایه ورکړي.
وجدان د هر انسان لپاره ښه قضاوت کونکی دی. یو عالم وایې که چېرې هر انسان خپل وجدان قاضي کړي او عمل وکړي، هیڅکله به د دې څخه تیروتنه ونه شي، چې قاضي دا محاکمه کړي.
رایه ورکول زموږ او ستاسې مسولیت دی، خو ددې څخه لوړ مسولیت مستحق ته رایه ورکول دي او که چېرې مو مستحق ته رایه ورنه کړه، الله تعالی به مو محاکمه کوي.
ای افغانانو فکر وکړی او د دقت نه کار واخلی، قوم پرسي، سمت پرستي، ژبه، ګوند، یوه خیټه ډوډۍ، یوجوړه کالي او داسې نور مسایل په نظر کې مه نیسۍ.
نن چې مو خپل سرنوشت په پورته مسایلو خرڅ کړو، د اینده سرنوشت فکر بیا مه کوی او د پیشرفت په طمع هم مه اوسېږۍ.
که چېرې دقیق فکر وکړو په اتو نوماندو کاندیدانو کې د ټولو هغه خصوصیاتو او ځانګړنو په نظر کې نیولو سره چې په نني عصر کې د یو ریس جمهور لپاره اړین دي، هغه خصوصیات په ډاکټر اشرف غني احمدزي کې دي.
د استاد شپون خبره هغه په دې ټولو کې پیاوړی علمي پهلوان دی،اشرف غني بایدوپیژنو، رښتيا چې مونږ ستر خوشحال خان خټک څه دپاسه څلور سوه کلونو کې ونه پېژانده، عبدالغني غني خان د عبدالغفار خان مشرزوی موپه سلو کالو کې ونه پیژنده، نو اشرف غني به څنګه دومره ژر وپیژنو.
دی ډېر لوړ عالم دی، چې قوم به يې ډېر وروسته وپېژني، دا د اشرف غني بدمرغي ده، چې هغه په داسې وخت کې زېږېدلی دی، چې زموږ د قوم ډېره برخه بې سواده اود هغه د پېژندنې توان نه لري، خو له اشرف غني نه ډېره دا د قوم بدمرغي ده.
د افغانستان ډېر خلک اوس هم نیشنلیزم او قوم پرستي په نظر کې نیسي او عمل کوي. په حقيقت کې (Nationalism) په دوه ډوله دى.
١. Positive Nationalism: دې ته مثبته ملتپالنه (نيشنليزم) وايي، په دې ډول ملتپالنه کې مشر او يا رهبر د خپل قوم په واسطه ځان يوځاى ته رسوي او بيا بېرته خپل قوم ته خدمتونه کوي؛ يعنې مشر د خلکو د خدمت لپاره هر ډول هڅې کوي. داسې ملتپالنه په هغو ټولنو کې د تطبيق وړ وي، چې د ټولنې زيات خلک باسواده او تعليم يافته وي.
٢. Negative nationalism: دې ته منفي ملتپالنه (نيشنليزم) وايي، په دې ډول ملتپالنه کې مشر يا رهبر ټولنې لپاره په چل اوفريب کې وي، ځان د خلکو په واسطه لوړوـ لوړو ځايونو ته رسوي او بيا هېڅ ډول خدمت خپلو خلکو ته نه کوي. لکه: زموږ د پارلمان ځينې داړه ماران او غله چې د عوامو په سترګو کې خاورې اچوي او ځان د پارلمان چوکۍ پورې رسوي او بېرته د همدې خلکو وينې زبېښي.
داسې ملتپالنه په بې سواده او وروسته پاتې ملکونو کې ډېر زيات تطبيقېږي. لکه: افغانستان او داسې نور غريب ملکونه.
په حقيقت کې مثبته ملتپالنه او ملت جوړونه د اشرف غني احمدزي تګ لاره ده.
خودټولنې ځینې وګړي مو د Negative nationalism(منفي ملتپالنه)او Positive Nationalism(مثبتې ملتپالنې) تر منځ توپیر نه شي کولای، چې د ریاست جمهوري ډېر کاندیدان د منفي ملتپالنې فکر لري او د ډېرو تیر کړه وړه ښکاره دي.
ای افغانانو دخپل سرنوشت ټاکلو لپاره مستحق کاندید اشرف غني احمدزي ته رایه ورکړۍ، چې سیاسي، اجتماعي، کلتوري او فرهنګي، علمي، اقتصادي او د ټولنې نورې خواوې مو پشرفت وکړي.
خفه کیږه مه تیرځل مو خپله رایه ورکړې ده اوس مو د ځان سره زیات ملګري د رایې ورکولو لپاره جمتو کړي دي بری زمونږ دی
پوهیالی صیب دې ژوندی وي چې خلک یې په مثبتې ملت پالنې وپوهول. په دې هیله چې اوس به پښتانه بلکې ټول افغانان په دې پوه شي چې د قوم پر بنسټ چا ته رایه ورکول ګناه نه بلکې د خیر کار دی
ښاغلی اشرف غنی احمدزی د ټول افغانستان د ملت سرمایه ده او له دی الهی نعمت نه چی زمونږ د هیوادوالو په نصیب شویدی ، باید مثبته ګټه واخلو. هر هغه ملت چی یو پوه او مدبر شخصیت یی مشر ټاکلی دی تر پایه بریالی دی. د اسلام محبوب پیغمبر د خپل وخت له تقاضا سره سم د خدای تعالی ج له خوا خپلو بنده ګانو لپاره یو الهی پیرزوینه وه چی د هغه له برکته نن مونږ الحمد الله مسلمانان او د نړۍ پر مخ د یو بختور دین پیروان یو. خدای تعالی نن مونږ ته په دولتی او مدنی رهبری کی ښاغلی اشرف غنی احمدزی پیداکړی دی . هغه به د خپلی پوهی او تعلیم په برکت زمونږ هیواد له دی څلویښت کلن مصیبت نه خلاص کړی او زمونږ ټولنه به د اسلام د مبین دین په رڼا کی د نړۍ د تمدن له کاروان سره سم برابر کړی. د قومونو ترمنځ اختلاف به حل شی ، له اقتصادی بیرته پاته والی نه به خلاص شو او له خپلو سیالانو سره به یوځل بیا سیالان شو. کار به دکار اهل ته وسپارل شی او د افغانستان د مسلمانو خلکو تر منځ جګړه به ختمه شی. راځی په یوه واحد آواز او غږ سره د خپل منلی مشر ملا وروتړو او هغه ته په راتلونکی دور کی رایه ورکړو. د اشرف غنی په بریالیتوب سره مونږ ټول بریالی یو.