ننۍ پر مختللې نړۍ اوس خپل ټول پام د مطبوعاتو پراختيا او ودې ته اړولى او دا يې په تجربو ثابته کړې چې رسنۍ او د معلوماتو تبادله د بشر د علمي اوفکري پرمختګ په لاره کې تربل هرڅه  زيات اهميت لري ځکه چې له معلوماتو پرته انسان يا په هېڅ نه پوهيږي که پوه هم وي بشپړه پوهه به ونلري،  پوهان وايي علم   په تجربوي او رڼه توګه دمعلوماتو ترلاسه کول او د موضوع څخه خبرېدل دي  په ساده ډول علم د معلوماتو لرل اود يوې موضوع په اړه د خبر ترلاسه کول دي  يعني علم معلومات  يا Information دى چې انسان له تياريو او ناخبريو څخه د رڼا  پر لور راباسي او د پوهې او  ويښتيا نړۍ ته  يې راولي، پوهه د ښوونځي له دورې پيل تر ليسانس، ماسترۍ او دکتورا پورې په سيستميتايکه او شعوري توګه د معلوماتو د راغونډولو په وسيله ترلاسه کيږي چې همدا معلومات علم يا  د يوې موضوع په اړه خبراو پوهه ترلاسه کول دي، که موږ د خپلې سوداګرۍ په موخه رسنيو ته يو خبريا سوداګريزه خبرتيا ورکوو موخه مو دا وي څو خلک د ده له سواګرۍ خبرشي او په دې پوه شي چې په کومو کوايفو د ده سوداګري جريان لري، په هرحال انسان چې پر نورو ژوو او ساکښو غوره او اشرف المخلوق خلق شوى يو لامل يې د هغه د اورېدا، ليدا حس دى چې د ليدلو( بصر) او  اورېدلو(سمع) په وسيله معلومات او خبرونه خپل فکر ته انتقالوي او د دغو انتقالاتو له بشپړتيا وروسته  يې د عقل په  وسيله دسمون او پرمختګ په موخه ګامونه اوچتوي  څو د ژوند پرچارو کې له ستونزو بريالى ووځي، همدې موخې ته د رسيدا په خاطرد مطبوعاتو فرهنګ په ننۍ نړۍ کې  د پرمختګ په حال کې ده ځکه چې هغوى په دې پوهېودلي چې مطبوعات يا رسنۍ د دولت د دريو سترو قوو( اجرائيه، مقنه، قصائيه) قوو ترڅنګ هغه څلورمه  مهمه قوه ده چې ملتونو او حکومتونو ته ترقي او پرمختګ ورکوي   او د  اړوند ولسونو د انساني وياړونو او پرمختګونو سبب ګرځي، ځکه چې همدا مطبوعات دي چې د ظالم له ظلم څخه په ژورناليستيکي او هنري بڼه پرده اوچتوي اود مظلوم چيغه تر حاکمانورسوي او د ټولنيز عدالت لپاره لاره هواروي. انسان الله ج د دې لپاره په نورو مخلوقاتو غوره او د دې نړۍ حاکم ګرځولى چې د نطق ( بيان) څښتن دى، څو د ژبې په وسيله هم د خپلو او هم د نورو دستونزو د حل لپاره د نورو انسانانو سره په اړيکه کې شي او دبيان په وسيله يې د حل لاره ولټوي، خداى ج په قران عظيم الشان کې د ارحمن په سوره کې دې موضوع ته اشاره کړې او فرماييلي يې دي: ( خداى انسان خلق کړى  او ورته يې د وينا او بيان قووت هم وربښلى ) انسان د همدې وينا په وسيله کولاى شي پر ډېرو مادي او معنوي برخو کې خپل اهميت ثابت کړي او که خداى مکړه له کوم انسان څخه د بيان قدرت واخستل شي، غلام اوکمزورى معلوميږي ځکه نو د نړۍ پر مختللو هېوادونو تر بل هرڅه لومړى د بيان ازادي رامنځته کړې او  بيا يې د همدې ژبنۍ  او فکري ازادۍ (مطبوعاتو) په وسيله جسمي ازادۍ او عدالت ته لاره هواره کړې ده ، کله چې انسان ازاد وي او په ټولنه کې عدالت حاکم وي نو انسان له ډېرو ستونزو خوندي وي اود سالم فکر  او ارام ژوند په وسيله کولاى شي پرمختګ وکړي، زموږ هېواد چې د تاريخ په اوږدو کې د جګړو شاهد پاتې شوى ډېرى وخت د ظالمانو ظلمونه پټ پاتې کيدل همدې اصل ته په پام ولسمشر حامد کرزي د خپلې واکمنۍ پر مهال د بيان ازادي رامنځته کړه او ولس يې د کمزورۍ څخه د خود مختاريت پر لور راوګرځاو څو د خپلو حقوقو څخه په زغرده دفاع وکړي او هرڅه چې زړه يې غواړي د قانون په چوکاټ کې ترنورو ورسوي، ولسمشر کرزي د بيان ازادي د افغانستان د پرمختګ په لاره کې ډېره مهمه وبلله او مطبوعاتو ته يې وده او پرمختګ ورکړ په لسګونه ټلويزوني چينلونه، لسګونه راډيوګانې او په سلګونه چاپي رسنۍ چې هر يو يې پخپل ځاى ډېر ارزښت لري د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت تر چتر لاندې رامنځته شول چې د افغانانو د ژوند په بدلون کې يې ډېر  مهم رول درلود، د همدې رسنيو په برکت ډېرى جنګسالاران چې په خاصو سيمو کې يې  پرولس د ټوپک په زور واکمني چلوله ولس ته رسوا شول، ډېرى پټ زندانونه چې بې ګناه افغانان به پکې د شخصي دوښمنيو له مخې ساتل کيدل بربنډ شول او ډېر داسې حقايق او واقعيتونه را برسيره شول چې تر دې د وړاندې نه چا ليدلي وو او نه يې تصور کيدو، پر دې سربېره مطبوعاتو د ولسواکۍ په ټينګښت ، عامه پوهاوي، سياسي او  فرهنګي بډاينې او شعوري مسايلو کې چې د ټولنيز پرمختګ لامل ګرځي ډېر مهم رول درلود او دولسونو د هوساينې سبب شول ځکه همدا رسنۍ دى چې  د ظالمو حاکمانو پر ضد  دولس او عدلي ارګانو او حکومت غوصه راپارولى شي او هغه حاکمان چې خادمان وي د هغوى کړنو ته انعکاس ورکولى شي څو ښه او بد توپير شي او ټولنيز عدالت تامين شي په دې هيله چې  تل په افغانستان کې د مطبوعاتو ازادۍ ته درناوى وشي او ژورنالستانو پر وړاندې هر ډول تاوتريخوالى له منځه لاړ شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *