دایکندي ولایت د یو لوی کتابتون څښتن شو. دغه کتابتون چې دېرش زره ټوکه سیاسي، فرهنګي، تاریخي ، حقوقي او ساینسي کتابونه پکې دي، د دایکندي ولایت د خلکو د علمي او فرهنګي سویې د لا لوړولو په منظور پرانستل شو.
د کتابتون مسوول سخي سعادت باخترآژانس ته ویلي دي چې دا اداره به د مینه والو په مخ هره ورځ پرانیستې وي.
د باختر اژانس په رپورټ کې دا نه دي راغلي چې د دومره لوی کتابتون کتابونه حکومت که بل چا برابر کړي دي.
د کتابتون جوړول داسې يوه معنا لري چې د تورو تيارو دروازې تړل کيږي خو پوښتنه داده چې آيا په ټول افغانستان کې يوازې دایکندي ورته ضرورت لري ؟ خو د دې تر څنګ بله پوښتنه داده چې د افغانستان په اسلامي جمهوريت کې د کتابونو واردولو باندې کوم نظارت شته چې کم تر کمه د کتاب عنوان او مطالب ېې وڅيړي ؟ ځکه ايران ډېر زيات تبليغي کتابونه خپروی چې اهل سنت او اسلامي حنفي فقه پکې سپکه شویده ، د افغانستان شیعه ګان زمونږ ورونه او دوی حق لري خپل مذهبي شیان ولولي مګر شیعيه بنياد ګرايي چې مرکز ېې د اخوندانو د نظر لاندې فعاليتونه دي په کلکه ردوو { دا کابل دئ ، تهران ندئ } د عدلي مسولو مقاماتو توجه غواړو ،، نه د اطلاعاتو او کلتور د وزير ، منـنه
موږ د فرهنګي ډیر ځواکمن یرغل لاندې یو او پکار دی چې چارواکي په ځانګړي توګه د اطلاعاتو او کلتور وزارت دې خبرې ته په کلکه پام وکړي او هغه کتابونه چې زموږ مقدستاتو ته پکې سپکاوی کیږي، له دې کتابتونونو څخه راټول او ویې سوځوي