د ولسي جرګې غړي وايي، سېلابونو درانه زيانونه اړولي، خو که د پېښو ��ر وړاندې د مبارزې اداره او نورې مرستندويه ادارې بېړنۍ مرستې ونه کړي، نو دا انساني فاجعه به دوه چنده شي.

معلومات په ډاګه کوي‌، چې په جوزجان، فاریاب، سرپُل او بادغیس سربېره په هرات، هلمند، کندهار، روزګان او زابل کې هم سېلابونو درانه مالي او ځاني زیانونه اړولي، او ځايي خلک ادعا کوي، چې مرستندویه ټيمونه ندي ور رسېدلي، چې له کبله یې ډېر خلک تلف کېدونکي دي.

ځايي خلک وايي، سېلابونه وړمه شپه ناوخته را ووتلل، په هر ولايت کې يې د استوګنې پر کورونو سربېره، کرنيزې ځمکې او څاروي هم له منځه وړي دي.

په نېږدې لسو ولایتونو کې د شدیدو سیلابونو تر راوتلو وروسته له افغان سوداګرو او شتمنو غوښتل شوي، چې خلکو ته د لومړنیو مرستو په چمتو کولو کې ونډه واخلي.

په ورته وخت کې د ولسي جرګې غړي او ځايي خلک ادعا کوي چې؛ ځپل شویو سیمو ته مرستندویه ټیمونه او د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې کارکوونکي پخپل وخت ندي ور رسېدلي. دوی وایي، که حالت نن هم په همدې ډول پاتې شي، نو دا انساني فاجعه به دوه برابره شي.

د وړمې شپې د راوتلیو سېلابونو وروستي معلومات په ډاګه کوي، چې تر ۱۱۰ زيات کسان پکې مړه شوي او لسګونه نور لادرکه دي.

د سرپُل ولايت په سوزمه قلعه ولسوالۍ كې د سختو ورښتونو له امله د وړمې شپې سېلاب د يادې ولسوالۍ شاوخوا ۱۵۰ تنو ته د مرګ ژوبلې اړولو ترڅنګ لسګونه تنه نور لا درکه کړي دي. ځايي چارواکي وايي، د وړمې شپې سختو ورښتونو او سېلاب له امله شاوخوا ۲۵۰۰ كورنيو ته په سرپُل کې مالي زيانونه اوښتي دي.

د سرپُل ولايت د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتوالي اداره وايي، چې په دغه ولايت کې د سيلابونو له امله د مړو شوو کسانو شمېر ١٤ تنو ته لوړ شوى دى.

ددې ادارې د معلوماتو په اساس، پدې ولایت کې سلګونه څاروي هلاک شوي او زرګونه جريبه کرنيزې ځمکې ويجاړې شوې دي.

د فارياب د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتوالي اداره وايي، چې په دغه ولايت کې د سېلابونو له امله د ٢٤ تنو مړي پيدا شوي او تر لسو زيات لا درکه دي. د يادې ادارې په وينا، تر اوسه ورته د ٥٠٠ کورونو د ويجاړېدو په اړه راپورونه را رسېدلي، خو ددې شمېرو د لوړېدو زياته شونتيا شته.

په ولسي جرګه کې د فارياب د خلکو استازې اصفه شاداب وايي، په خواجه سبزپوش کې ۱۸ کسه مړه شوي، په شيرين تګاب کې اوه تنه او په نورو ولسواليو کې هم پراخه مرګ ژوبله شته، چې لا يې راپورونه کره شوي نه دي. دا زياتوي، له حساب وتلې ځمکې لاندې شوې او زرګونه څاروي هلاک شوي دي.

اغلې شاداب د طبيعي پېښو پرضد د مبارزې اداره او ولايتي چارواکي تورنوي، چې د جمعې د ورځې تر مازديګره پورې د سېلاب ځپليو مرستو ته څوک نه و ورسېدلي.

د جوزجان ولايت چارواکي وايي، ددغه ولايت د مرکز په ګډون، د خواجه دو کوه، درزاب، قوش تېپه ولسوالۍ کې د سيلابونو له امله د ۵۵ تنو جسدونه پيدا شوي دي. دوی وايي، بې شمېره کسان لا درکه او يا هم په سېلابونو کې بند پاتې دي.

په ولسي جرګه کې د جوزجان د خلکو استازی بازمحمد جوزجاني وايي، دا لومړی ځل دی، چې په داسې ډول سېلاب راوځي. ده زياته کړه، خلک په خوب ويده وو، چې اوبو لاندې کړي دي: ((ياد ولايت ته د ملي اردو دوې چورلکې استول شوې، په اوبو کې بند کسانو د اېستلو هڅې کوي، خو لا زياتو مرستو ته اړتيا ده.))

افغان ځواکونه هر وخت اړایستل شوي چې په داسې حالاتو کې مرسته وکړي، خو دوی ته تر اوسه د دا ډول مرستو هېڅ پاداش ندی ورکړل شوی.

په بادغيس ولايت کې هم د سخت باران او ږلۍ له امله د يوه کور اته غړي مړه شوي دي.

ځايي چارواکي وايي، کېدای شي، د مړيو او تلفاتو په شمېر کې زياتوالی راشي، ځکه چې له يوه لوري په ډېری ولايتونو کې خلک د سېلابونو په منځ کې بند پاتې دي او له بل لوري ګڼ شمېر لادرکه شوي دي.

د سرې مياشتې چارواکي وايي، د باغيس په دالمان کې ۴۳ کورونه سېلابونو زيانمن کړي دي. د دوی د معلوماتو له مخې د هرات په کوهستان ولسوالۍ کې۲۳ کورونه د سېلابونو له امله ويجاړ شوي او مالي زيانونه يې اړولي دي.

سېلاب ځپلي خلک له دولت او مرستندویه ادارو د بېړنيو مرستو غوښتنه کوي او وايي، که په وخت مرستې ور ونه رسېږي، نو تر سېلابونو به دوه برابره کسان لوږه، ناروغي او ساړه و وژني.

د ولسي جرګې يو شمېر غړي هم د پېښو پر وړاندې د مبارزې اداره تورنوي، چې له وړاندې د دا ډول پېښو لپاره په ولايتونو او ولسواليو کې چمتوالی نه نيسي او کله چې دغه ډول پېښې رامنځته شي، نو بيا فعاليت پيل کړي، چې ډېره ناوخته وي.

د سرې مياشتې ټولنې د نشراتو آمر نورآغا صاحبزاده وايي، د دوی رضاکارنه ډلې او ټيمونه رسېدلې او ان له يو شمېر بېځايه شويو سره يې لومړنۍ مرستې هم کړې دي.

دی وايي، نن د شنبې په ورځ به په ټولو ولاياتو کې عمومي کارونه پيل کړي او ټولو سېلاب ځپليو ته به مرستې ورسوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *