پوهيالی سيد اصغر ارمل هاشمي

د کلتور او کلچرپه نظرکې نیولو سره افغانستان کې هنرمندته ډېرخلک ډم وایې، خوپه هند کې بیا هنر او هنرمند ته ډېر احترام کېږي او قدریې کوي.

 په هندکې هغه ځوان چې ښه بازي اوګډاکوي ډېر د احترام  وړ وي، خو په افغانستان کې ورته بازینګر وایې.داسې نور ډېرمثالونه هم شته دي.

علم، عالم او پوهه په ټولې دنیا کې د ارزښت وړ دی، په دنیا کې هیڅ یو داسې ملک به نه وي، چې عالم اوعلم ته ارزښت ور نه کړي.

په نورې دنیا کې عوام اوولس دداسې خلکو پسې ګرځي چې استعداد، ذکاوت اوپوهه لري، چې ورنه استفاده وکړي.

خو برعکس په افغانستان کې علم او عالم ارزښت نه لري، که چېرې کوم کس کې دیو کار استعداد وي اوخلکو ته په چغوچغو ووایې، چې زه کارکولای شم، خوبیا هم دوی یې نه مني.

په ځنګل کې زمری بادشاه وي، ځکه د هغې سره قوت وي او ټول نور یې اطاعت کوي، د زمري نه ټول حیوانات ویریږي،ځکه چې منګولې یې په وینو سرې وي، خوبیاهم یې فرمان منل کېږي.

هلته هم علم ارزښت نه لري او دلته یې هم نه لري.

جهاني صاحب وایې:

دلته چې سر وهي سردار یې بولي
دلته د سرو لاسو په نوم عبادتونه کیږي
سجده هغو ته ده چې زړونه یې سینو کې نشته
زه بیګناه ګنهګاران پیژنم
څوک چې زرګونه قتلوي خلک بیعت ورکوي
هغه چې وینې پاکوي، هغه دوزخ ته درومي

ای افغانانو! هغه کس ته رایه ورکړئ، چې لاسونه یې په وینو سره نه وي ،عالم وي او د ملک د ابادۍ لپاره ښه تګلاره ولري.

له ځانه کاڼه،رانده او ناپونه مه جوړوئ، تاسو انتخاباتي ورځو کې د ټولو ویناوې واوریدې او په ټولو کې علمي پهلوان به تاسو ته ښکاره شوی وي.

تر کومه به له ځانه ناپوهه جوړوئ او د کڼو او ړاندو عملونه به کوئ.

فردي ګټه پریږدئ او ملي ګټوته ارزښت ورکړئ.

رښتیا وایي (د زرو قدر په زرګر وي) تر څو چې زموږ د ټولنې تعلیم یافته خلک زیات نه شي او ملک کې د لوړو وظایفو لپاره معیار علم نه شي، ملک هیڅ کله نه شي جوړیدای.

په افغانستان کې د لوړو وظایفو لپاره معیار پیسې، واسطه، جهاد او داسې نور مسایل دي. ځکه فسادلوړو پوړیو ته رسیدلی دی.

که غواړی په اینده کې پوهې ته ارزښت ورکړل شي، او د وظایفو لپاره معیار علم شي، نو زرګر ته رایه ورکړی ،چې د زرو په قدر پوهیږی نه اهنګر ته .

که غواړی چې حق حقدار ته ورکړل  شي ، نو حقدار ته رایه ورکړی، چې حق مو ثابت شي او له خپله حقه استفاده کولای وشئ.

د زرګر او اهنګر فرق وشي او هر چا ته خپله دنده ورکړل شي.

افسوس د هغه افغانانو پر حال چې اوس هم ښه اوخراب ، اصل او کوټه نه پیژني په یو او بل نوم خپله رایه مستحق ته نه ورکوي.

الفت صاحب وایي:

ډېر تفاوت شته په انسان کې  د معنا په لحاظ
واړه مشغول دي ځینې ځان ځینې جهان جوړوي

0 thoughts on “حقدار ته رایه ورکړئ/ پوهیالی سیداصغر هاشمي”
  1. یاره هاشمي صیب په قلم دې برکت شه او الله ج دې همیشه د خپل ویده افغان ولس لپاره قلمې ، ملي او وجداني همکاري لکه د کونړ سیند غوندې جاري وساته .
    ډیره ښکلې او په زړه پورې لیکنه دې کړیده او په ارزښت یي هم هغه خلک پوهیږي چې ملي احساس ولري.
    خداي دې وکړي چې زمونږ دا غیرتي ولس نور د خوب څخه راویښ شي او نوره خپل دوست او دښمن وپیژني او هغه چا ته رایه ورکړي چې هغه هم واقعا ددې هیواد د دردونو لپاره دوا جوړیداي شي.
    یوه هیله مې د خپلو دوستانو او هیوادوالو څخه دا ده چې ټاکنې یوه ملي پروسه ده او په دې پروسه کې دې بیا هم د لومړۍ دورې په شان ښه په شور او دبدبه ګډون وکړي او هغه رایه هم هغه چا ته ورکړي هغه هم واقعا یو ستر او متفکر شخصیت وي او یوه ښه سابقه ولري.
    زمونږ هیواد وال دې ژبني مذهبي او قومي تعصباتو پسې نه ګرځي یعنې یو چا ته دې په دې خاطر رایه نه ورکوي چې دا زما د ولایت دی یا هم زما د سمت دی یا زما قومي دی او یا ماسره یی په جهاد کې په بل کوم حزب یا برخه کې کار کړی دی .باید هغه چا ته رایه ورکړي چې هغه په ټوله معنی دهیواد او هیوادوالو لپاره ګټور واقع شي او لاسونه یی په وینو سره نه وي.
    په اخر کې یو ځل بیا هم مننه کوم چې ډیره ښکلې لیکنه دې کړې وه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *