د کتاب نړيواله ورځ هر کال په ټوله نړۍ کې لمانځل کيږي چې له ښه مرغه د تېر ځل په شان په افغانستان کې بياهم د دري ژبو او پښتو ژبو ګڼ شمېر مينوالو او د ادب پالو لخوا په ګرمو احساساتو،مينه او اخلاص سره ولمانځل شوه . د غه ورځ پخوا په افغانستان کې له بده مرغه نه لمانځل کيده کيدای شي يو لوی علت يې هم په دې هيواد کې د قلم او کتاب ځای ټوپک او زور واکۍ نيولی و. د خوښۍ ځای دی چې تېر کال د دې ورځې د لمانځل کيدو د نوښت او هڅې دا ميدان استاد نجيب منلي ګټلی وو او وروسته د استاد منلي فکري رڼا يو بل زيری هم له ځان سره راوړ چې د افغانستان حکومت هم دې فکري لارې سره ليوالتيا وښودله او د اطلاعاتو فرهنګ وزارت لخوا هم ولمانځل شوه.
مشران دې ژوندي وي خدای ج دې زموږ له څنګ نه بيلوي د مرګي سترګې دې پرې ړندې وي با احساسه مفکرين دې تل بريالي وي. د استاد نجيب منلی دې کور ودان وي چې د کتاب د نړيوالې ورخې د لمانځلو ترڅنګ يې د افغان ادبي بهير ،ميرمن کلتوري ـ ټولنيز بهير ،ملي غورځنګ ،خوشال بابا فکري بهير او د کره کتنيزو غونډو سره سره يې د کال د غوره اثر لپاره د جايزې د ټاکلو لپاره د زري کړکي په نوم اکاډمي هم پرانيستله چې د پښتو او دري ژبو ليکوالانو ته د دوی د

هڅونې لپاره یوه ښه مرجع ګڼل کيږي. د ادب په ډګر کې په نورو هيوادونو کې يا د نورو ژبو ليکوالانو او شاعرانو ته هر کال وړې او لويې لمانځغونډې کيږي او ايوارډونه هم ورکول کيږي چې په افغانستان کې د دې نوښت مستحق ښاغلی استاد منلی دی. ، په دې بايد سترګې هم پټې نه شي او دا زه په ډاډه زړه وايمه چې دا ډول کار پخوا نه چا کړی و او نه يې څوک کوي خو دا هر څه ستونزې منډې وهل او سره د دې چې مالي تاوانونه يې هم وکړل يو لوی پراخ کتاب پلورنځی يې هم جوړ کړی اګر چې د پښتو کتابونه يا د نورو ژبو کتابونه هغسې نه پلورل کيږي لکه په نورو هيوادونو کې ځکه هيواد مو لوستي خلک کم لري ولې د الله ج ډېر شکر ادا کوو چې د داسسې فکري سټو په برکت د فکر مزی د هيواد ګوټ ګوټ ته ورسېد او لا رسيږي او د کتاب مینان ورځ تربلې پيدا کیږي. کوم فکري او ادبي جرکتونه چې ما يې وړاندې يادونه وکړه د هغوی د غونډو لپاره دځای اسانتيا برابرول د یاد با احساسه مفکر لاس نیوی دی.
کتاب ښار نه يوازې داچې کتاب پلورنځی دی،بلکې خپل ډېر شمېرکتابونه يې هم چاپ کړي ذي. موږ داسې پښتانه مشران لرو چې په پيسو يې بانکونه پړسيدلي دي بلا بلا موټرې،جايدادونه لري خو د احساس د دارايۍ فيصدي يې په صفر کې ده موږ داسې مشران هم لرو چې يوازې د شعار ډمامې غږوي خو په عمل کې بيا خاوره باسي استاد منلی هغسې نه دی کوم فکري حرکت چې کوي په پټه خوله او پرته له کوم احسانه ستونزې ته تر خپل وسه پورې مټ ورکوي. موږ داسې مشران او ان تردې چې د ولسي جرګې وکيلان هم لرو چې د معدې د اشتها د تداوۍ لپاره بهرنيو هيوادونو ته ځي او پاسپورټونه ورسره وي چې چېرته يې خوښه وي د عیش او نوش خوندونه اخلي، خو د هغو بې وزلو خلکو دستونزو او چيغو لپاره بيا داسې خلک نلرو چې د يوې ګولې ډوډۍ لپاره خپل بچيان پلوري او ور سره مرستې وکړي،بيا چې داسې روڼ اندي اولکه د غره غوندې د لويې حوصلې خاوندان چې د خپلې ژبې د ودې لپاره هرډول مالي اوځاني قرباني ورکوي هغه هم چې کم امکانات ولري په ډير کم شمېر سره پيدا کيږي.
زموږ دادب دلارې لارويان چې په وړياډول خپل هيواد،خپلې ژبې او خپل فرهنګ ته په داسې شرايطو کې کارکوي چې له يوې خوا يې د کورنۍ اقتصادي وضعه ښه نه وي او له بلې خوا په هغو سختو فرهنګي ستونزو کې خپل ادب ته کارکوي چې زموږ غوندې پښتنو سيمو کې ورته ډيرستونزمن دي.
زموږ وروڼه اوخويندې چې څومره په شوق او ذوق سره د خپل هنر څرګندولو لپاره له لرو او پرتو سيموڅخه راځي ډيره د حيرانتيا خبره ده.
دوی غواړي د خپلې سيمي او خپل هيواد دسولې ناره تر نړيوالو ورسوي او ورته ثابته کړي چې افغانستان دسولې ټاټوبی دی نه دجنګ او جکړې،داسيمه د غفارخان بابا غوندې د عدم تشدد لارويان او پر خپل ولس خواخوږي مفکرين لري.
موږ داسې لوړ استعدادونه لرو چې دنړۍ په کچه برياوې لرلی شي ،زموږ دا هريو ورو او خور دهنرپه مټ کولای شي د نوبل جايزې وګټي اونړيوال شهرت ترلاسه کړي؛خو افسوس چې زموږ په ګران هيواد افغانستان کې د هنر ارزښت او جوهر ترپښو لاندې شوی اوځای يې ټوپک سالارۍ او خپل منځي وژنو او دوښمنيو نيولای،دوښمن تل موږ لکه د سپيو غوندې سره په جنګ اچولي يو او پرموږ يې سيالۍ جوړې کړې انعامونه او ګټې تل دوی وړي دي.
ځوان شاعر طايرځلاند وايي:
په تندي مو هر څوک خپله نعره ليکي
موږ د دې ښار ديوالونه بې شعوره
که د شاعر په خبره موږ لکه د ديوالونو غوندې همداسې بې شعوره او ويده پاتې يو نو زموږ همدغه دوښمنان چې موږيې سره خپلوکې اچولي يو تل به همداسې په موږ حکمراني کوي او زموږ هيواد به تل دنړيوالو لپاره د جنګ او جګړې دميدان په توګه ګرځيدلی وي. زه په ټولو هغو ملي سوداګرو او مشرانو غږ کوم چې د کتاب ښارد مسوولينو غوندې خپل احساس را څرګند کړي او هرډول مرستې د هيواد د فرهنګي اوعلمي سټو څخه ونه سپموي ترڅو ادب او فرهنګ مو وده وکړي هيواد مو د پرمختګ خواته روان شي،ملي يووالی مو تامين شي او بيا به زموږليونی دوښمن د جنون په نېشه کې هيڅکله هم پرموږ خوله ونه لګوي.
د ودان افغانستان په هيله
فريد احمد تسکين ـ کابل احمد شاه بابا مېنه