نقيب احمد عزيزي –

تېره جمعه د غوايي پر پنځمه په ننګرهار پوهنتون کې دا غونډه هم د عبدالباسط اميرزوی په تلاوت پيل شوه، چې د نقيب احمد عزيزي په ويندويي يې روانه وه.

د تېرې اونۍ راپور د خوشال دُراني په نه شتون کې واورول شو. پر راپور تفصيلي خبرې وشوې. د راپور د عنوان په هکله دا نظر ورکړ شو، چې بې تلوسې دی او داسې ښکاري لکه کومه بې مفهومه سولېدلې جمله چې وي. په راپور کې د تېرې غونډې د ګډونوالو نظرونه او نقل قولونه داسې را اخيستل شوي ول، لکه د راپورتر خپل نظريات چې وي. سباون خاموش د دُراني دغه راپور د تېر پرتله يو څه کم وګاڼه، له ده يې غوښتنه دا وه، چې راپور ته بايد هر اړخيز پام وکړي.

ځانګړې موضوع چې د ذهنيت د پياوړتيا په هکله وه، سباون خاموش وړاندې کړه. د غونډې ګډونوالو ښه و ارزوله او وجه يې دا ښوده، چې پر داسې موضوعاتو باندې خبرې مهمې هم دي او په ډېری غونډو کې دود هم نه لري.

ادبي درس چې د هلال عاجز پر غاړه و، د څه ستونزې په پار وړاندې نه کړل شو او کره کتنه -چې د عبدالباسط اميرزوی پر خاطره وه- را مخې ته شوه. د خاطرې د عنوان، چې د (د علامه سيد مزار) و، په اړه ملګري په يوه خوله ول، چې هم له موضوع سره همغاړی او هم روان دی.

خاطره چې د ستر مفکر او علامه مرحوم سيد جمال الدين افغان د زيارت د ليدنې په اړوند وه، ګډونوالو په دې هم وستايله چې لنډون او صميمت يې برياليتوب درلود. د ملګرو په وينا، په نثري ليکنو کې پر ځای لنډون او اوږدون د ليکنې پر ښه والي او د ليکوال په ځيراکت دلالت کوي.

په ليکنه کې يو ځای راغلي و: ((علامه سيد جمال الدين افغان د پوهې او فکر سيمبول و او د نړۍ هر څوک يې له نوم سره اشنايي لري.))

پر دې جمله د بهير د ځينو ملګرو اعتراض دا و، چې د (هر) کړول پکې مبالغه زياته کړې ده؛ ځکه داسې خلک ممکن ډېر وي، چې دی و نه پېژني. دوی زياته کړه، چې که (هر) قيد پکې پاتې کړل شي، بيا خو په (هر) کې نالوستي، ماشومان او ليوني هم شته وي.

ځينو ويل، چې پر دې سر بېره بايد ليکنه احساساتي ډول و نلري او که احساسات پکې زيات وي، ليکوال يې ښايي تر ډېره تر پوښتنې لاندې راشي.

بل ځای پکې راغلي و: ((کله چې مزار ته ور ورسېدم، دروازې ته لوی قلف اچول شوی و، او د دېوالونو بېخونو ته د څکول شويو سګريټو پنبې پرتې وې.))

دغه جملې ټولو وستايلې او وجه يې دا ښوده، چې په فني لحاظ پکې (د سګريټو پنبې) ترکيب داسې حالت تصوير کړی دی، چې د مزار د شاوخوا په هکله ډېر څه ترې اخيستلی شو، لکه ودانيز ډول، د خلکو ټولنيز شعور او د دې تاريخي انسان پر لور زموږ او د دولت بشپړه بې پامي.

د کره کتنې په وروستيو کې باسط اميرزوی وويل، چې د دوی مشورې به په پام کې نيسي او دا ډول مستندو ليکونو او ليکنو ته به پام کوي.

د غونډې د پای برخه مشاعره وه، چې پر دې بيتونو پيل شوه:

دغه نهال ثمر ته نه رسېږي

لاس دې بېخي دلبر ته نه رسېږي

ضرري خلک دي هماغه کسان

چې يې ضرر، ضرر ته نه رسېږي

زه دې بيا هم په انتظار يم؛ مګر

سايه هيڅکله لمر ته نه رسېږي

په مشاعره کې ټولو ګډونوالو برخه واخيسته او په پای کې د بهير ملګرو د هيواد له دولت او په تېره اطلاعات او کلتور وزارت څخه  تاريخي ځايونو ته د پاملرنې هيله وکړه.

غونډه نږدې غرمه مهال په دعا کولو پای ته ورسېده.

۱۳۹۳/۲/۵

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *