تاند- د ولسمشرۍ مخکښ کاندید ډاکتر اشرف غني احمدزي نن وویل چې د ابتدايي پایلو له اعلانېدو وروسته دوهم ځلي انتخاباتو ته تیار دی.

پرون /شنبه/ د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د ولسمشرۍ د انتخاباتو ابتدايي پایلې اعلان کړې چې پر اساس یې عبدالله عبدالله او اشرف غني احمدزي تر نورو زیاتې رایې وړي خو هیڅ کاندید د ولسمشر کېدو لپاره لازمې رایې یعني په سلو کې پنځوس جمع یو نه دي ترلاسه کړي او ګومان نه کېږي چې د شکایتونو د کمیسیون له لوري د درغلیو له څېړلو او د ناپاکو رایو له پاکولو وروسته دې هم په نتیجو کې داسي بدلون راشي چې په سبب یې د دوهم ځلي انتخاباتو مخه ونیول شي.

ښاغلي احمدزي په یوه خبري غونډه کې وویل چې په کلک هوډ او عزم به دوهم پړاو ته لاړ شي او باور لري چې دوهم ځلي انتخابات د ملي یووالي لپاره نوی فرصت دی.

«موږ دوهم پړاو ته په کلکه اراده ځو. موږ لا هم په برایلتوب کلک باوري یوو. په دوهم پړاو کې باید خلک پرېکړه وکړي چې څوک د سیستم او نظام د بدلولو توان لري.»

ډاکتر احمدزي تاکید وکړ چې دوهم ځلي انتخابات حتمي دي او له خلکو غواړي چې د انتخاباتو په دوهم پړاو کې هم برخه واخلي.

ده په عین حال کې وویل چې د انتخاباتو د کمیسیون له لوري د انتخاباتو ابتدايي نتیجې وروستۍ یا نهايي نه دي او ممکن د انتخاباتي کمیسیونونو د کار په پای کې په پایلو کې تغییر راشي.

د ابتدايي پایلو پر اساس اشرف غني په سلو کې ۳۱ اعشاریه ۵ او عبدالله عبدالله ۴۴ اعشاریه ۹ فیصده رایې ګټلي دي.

د اشرف غني احمدزي د انتخاباتي ټیم غړوي او پلویان وايي چې عبدالله عبدالله او ټیم یې خورا منظمه او سیستماتیکه درغلي کړي ده. د دوی په وینا د عبدالله ټیم د درغلیو په پټولو کې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د پخواني مشر معنوي په شان کسانو له تجربو ګټه اخیستې ده.

په داسي حال کې چې دوهم ځلي انتخابات حتمي ښکاري اوس د شپږو وروسته پاتې شویو کاندیدانو د ملاتړ په اړه بحثونه کېږي. ویل کېږي چې په ځانګړي ډول د عبدالرب رسول سیاف، قطب الدین هلال  او زلمي رسول ملاتړ د دوهم ځلي انتخاباتو د دوو سیالانو ښاغلیو غني او عبدالله لپاره اهمیت لري. په عین حال کې ډېری لوېدیځ شنونکي وايي چې ممکن د دوهم پړاو انتخابات به زیاتې امنیتي ستونزې ولري ځکه چې دوهم ځلي انتخابات په جون (جوزا نیمايي) میاشت کې کېږي چې هوا توده شوې وي او د طالبانو حملې اوج ته رسېدلې وي.

د دوی په وینا د طالبانو له لوري ناامني به د عبدالله په ګټه تمامې شي او د اشرف غني د رایو شمېر به اغېزمن کړي.

One thought on “اشرف غني وايي په کلک عزم دوهم ځلي انتخاباتو ته روان دی”
  1. سلامونه او نیکی هیلی،
    که چیری د نا امنه سیمو او یا هم په ځینو سیمو کی د ټاکنو د ترسره کیدو لپاره امنیت یا نه شی نیولی او البته یا یی نه نیسی نو د ټاکنو مفهموم څه شی شو ځکه ټاکنی خو په دی مانا چی په یوهیواد یا ټولنه کی یو شخص د یو کار لپاره د یوشمیر وګړو له خوا غوره شی، که چیرته د دوه اشخاصو په مینځ کی د یو شخص پلویانو ته د خپل حق او نظر د څرګندولو لپاره شرایط برابر نه کړی نو دا خو ښکاره ده چی بل شخص بی له کوم تکلیفه بریالی کیږی، بیا دا ټاکنی نه شوی او نه ورته اړتیا لیدل کیږی، دا هسی د خلکو په سترګو کی خاوری اچول او د خلکو په اصطلاح دوکه کول دی. نو لمړی باید پوره ا منیتی تدابیر د تیر په څیر ونیول شی او بیا ټاکنی ترسره شی، او هم د ټاکنو په کمسیون فشار راوړل شی ترڅو په ترسره شوو ټاکنو کی په درغلیو تورن اشخاص محاکمه(د قانون مطابق سخته سزا ورکړل شی) او له دندو ګوښه کړل شی تر څو په راتلونکو ټاکنو کی څوک د درغلی کولو جراٌت ونه کړی.

    په درنښت
    ګل احمد افغان

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *