احمد ولي سرحدي- د زابل ولایت اوسیدونکي وايي چي د هرډول ګواښونو سره به یوځل بیا د ټاکنو په دوهم پړاو کې  پراخ ګډون وکړي، دوی وايي ټاکنې دافغانستان د ښه راتلونکي دپاره یواړین ګام دی او باید ټول افغانان ورته درناوی او پکې برخه واخلي . دا اوسیدونکي د ټاکنو دلمړنیو پایلو څخه خوښ بریښي او دهغوی په خبره اوس ډاډمن سوې چي د ټآکنو پایلې دافغانانو درایو څخه جوړیږي.

پرهمدې مهال ددې ولایت امنیه قومندان مل پاسوال غلام سخي روغ لیونی هم د ټاکنو ددهم پړاو دپاره پوره چمتووالي خبره کوي اودهغه په وینا هیچاته به اجازه ورنکړي چي د ټاکنو د دې پړاو دپاره ګواښ رامنځ ته کړي. امنیه قومندان وايي د دې ولایت امنیتي چارواکو دوسله والو طالبانو په وړاندي يې د امید په نوم عملیات پیل کړې او هغوی ته يې درانه مالي او ځاني زیانونه اړولې دي.

په زابل کې خلګ دټاکنو په دوهم پړاو کې دګډون خبره پداسي حال کې کوي چي پدې ولایت دنورو ټاکنو په پرتله داځل دخلګو ګډون دوه چنده وو او په ټاکنو کې کومه امنیتي پيښه نده رامنځ سوې چي دخلګو مخنیوی وکړي.

احمدولي سرحدي – دزابل درسنیو خپلواک مرکز رېیس

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *