په ډېره خواشينۍ سره مو خبر تر لاسه کړ، چې د هېواد تکړه خدمتګار نصير مومند چې په زرګونو ټوکه کتابونه يې چاپ کړي دي، د ورپېښې ناروغۍ له امله له دې نړۍ سره د تل لپاره مخه ښه وکړه. شمشاد نړيوال راډيو ټلوېزيون او د اومر موسيسې بنسټګر الحاج فضل کريم فضل او کارکوونکي يې د نصير مومند مړينه د هېواد لپاره يوه لویه ضايع بولي او ځان د ارواښاد له کورنۍ او ملګرو سره په غم کې شريک بولي او کورنۍ ته يې له پاک مهربان رب څخه د جميل صبر او ارواښاد ته له مهربان رب څخه د جنت فردوس غوښتونکي يو او انشاء الله نصير مومند به تل د خپل کړي خدمت له امله تل ژوندی وي او صدقه به يې جاري وي، ځکه چې نصير مومند په ډېر کم وخت کې خپلې ژبې ته تر هر چا ډېر کار کړی دی. د ارواښاد کړي خدمتونه به له هېچا څخه نه هېرېږي او نه به يې هېروي، نوم به يې په زرينو کرښو  د تاريخ په پاڼو کې د تل لپاره خوندي وي.

په درنښت

د شمشاد نړيوال راډيو ټلوېزيون

فرهنګي څانګه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *