لیکوال: جبران خلیل جبران –

 د سیند په یوه څنډه کې څلور چونګښې د لرګي په یوه دړه (تخته) باندې ناستې وې او پخپلو کې یې ګپ شپ لګاؤه. د اوبو تېزه څپه راغله، د لرګي دړه یې له ځانه سره یوړه او د اوبو په سر یې له اوبو سره یوه ځای رو، رو په ښکته لور خوځښت پیل کړ.

د ټولو چنګښو پام هغې خوا ته واوښت، د دړې داسې خوځښت ډېر خوند ورکړ، تر دې وړاندې دوی داسې ننداره نه وه لیدلې. بالاخره یوې چنګښې د خبرو پیل وکړ،ویې ویل: «بې له شکه چې د یوې دړې داسې حرکت اریانونکی دی ! ته ورته ګوره کټ مټ د یوه ژوندي مخلوق په څېر حرکت کوي ! دا له نورو دړو سره ډېر توپير لري».

یوې بلې چونګښې وویل : « نه ملګرې ! دا کومه ځانګړې دړه نه ده بلکه د لرګیو د نورو دړو په څېر دا هم یوه عادي تخته ده ! دا خو د سیند بهانده څپې دي چې موږ ته او د لرګي دې دړي ته خوځښت ورکوي ».

دریمې چونګښې پرې راغږ کړ : « نه ! داسې نه ده ! په اصل کې خو نه دا سیند خوځښت کوي او نه هم دا دړه . دا زموږ خپل فکر دی چې هغه راته روان ښکاري. که موږ فرض نه کړو نو یو شی هم خوځښت نه کوي».

بیا درې واړو چونګښو په دې اړه پخپل منځ کې مناقشه شروع کړه،بحث ښه تود شو،خبره تر شخړې ورسېده خو دوی سره همغږې نه شوې. بالاخر دوی څلورمې چونګښې ته ورغلې چې تر دې دمه غلې ناسته وه او دوی خبرې یې په ډېر پام سره اورېدلې. له هغې څخه یې وغوښتل چې د درېمګړې په حیث د دوی تر منځ قضاوت وکړي او خپل نظر له دوی سره شریک کړي .

څلورمې چونګښې وویل : « تاسو ټول په حقه یاست ! دړه هم حرکت کوي ! سیند هم د خوځښت په حال کې دی ، زموږ، تاسې فکرونه هم په ځای دي او دا هم سمه خبره ده چې هر شی زموږ په سوچ پورې تړاؤ لري».

د دې خبرې په اورېدو سره درې واړه چونګښې ډېرې غصه شوې ځکه چې هرې یوې یې پوره ډاډ درلود چې د دې نظر سم او په ځای دی او د بلې نظر بې ځایه دی. خو بیا یوه عجیبه پېښه رامنځ ته شوه …..! هغه داسې چې درې واړه چونګښو یو ځای دا څلورمه چونګښه راواخیسته او له دړې څخه یې ښکته د سیند څپو ته غورځاره کړه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *