تاند- د افغانستان حکومت نن وویل،په دې اړه توضیح غواړي چې طالبانو څرنګه د تېرې اوونۍ د سې شنبې په ورځ په قطر کې پر خپل دفتر د اسلامي امارت لوحه ولګوله او بیرغ یې پورته کړ.

جانان موسي زي د دې خبرې د کولو تر څنګ وویل چې افغانستان لېواله دی چې لا هم دوحې ته له طالبانو سره د سولې د خبرو لپاره پلاوی واستوي خو دا کار به هاله وکړي چې په دوحه کې د طالبانو پر دفتر د لوحې او بیرغ په اړه توضیحات ترلاسه کړي.

طالبانو ویلي چې پر خپل دفتر یې د قطر د حکومت په اجازه د اسلامي امارت لوحه نصب کړه او بیرغ پورته کړ.

د افغانستان حکومت په پیل کې د دې مسلې پر سر د سولې په خبرو ګې له ګډونه انکار وکړ خو وروسته چې د طالبانو له دفتره لوحه او بیرغ لېري شول اوس د توضیح په نوم د سولې لپاره رامنځته شوې پروسه ځنډوي.

دا په داسي حال کې ده چې طالبان له دوولس کلنې جګړې وروسته د لومړي ځل لپاره خبرو ته حاضر شوي او اکثره افغانان هیله من شوي چې د خبرو په پایله کې به د افغانستان اوږدې جګړې ته سوله ییزه حل لار وموندل شي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویندوی جانان موسي زي نن په کابل کې خبریالانو ته وویل:«د افغانستان حکومت د طالبانو په شمول له وسله والو مخالفانو سره د سولې خبرو ته ځان بشپړ ژمن ګڼي، خو دا کار د هغو شرطونو، اصولو او ضمانتونو په چوکاټ کې کوي چې موږ ټاکلي دي.»

د سې شنبې په ورځ په قطر کې د طالبانو دفتر په یو لړ مراسمو کې، چې تلویزیونونو په مستقیم ډول خپاره کړل، پرانستل شو او ورسره جوخت اعلان وشو چې طالبان به ژر له امریکایانو سره خبرې پیل کړي او ورپسې به د افغانستان د سولې د عالي شورا له غړیو سره وږغېږي.

امریکايی او قطري چارواکي وايي، طالبانو موافقه کړې وه چې خپل دفتر ته به د اسلامي امارت دفتر نه وايي خو هغوی د خپلې ژمنې سرغړونه کړې ده.

په همدې حال کې د طالبانو د قطر د دفتر ویندوی محمد نعیم په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې بیرغ او لوحه یې د قطر له حکومت سره د موافقې پراساس نصب کړي ول.

خو اوس داسي ښکاري چې د ملت او هیواد لویې ګټې د وړو مسلو قرباني کېږي.

نن اسوشیتید پریس خبري اژانس په یوه راپور کې وویل چې طالبان پر خپل دفتر د اسلامي امارت د لوحې او بیرغ په ځړولو باندې اصرار نه کوي.

پرون د طالبانو د قطر د دفتر یوه بل غړي سهیل شاهین وویل چې دوی لا هم حاضر دي چې د سولې خبرې پیل کړي.

خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویندوی جانان موسي زی وايي چې د موضوع په اړه د واشنګټن بشپړې توضیح او دغه راز ضمانت ته انتظار دي چې طالبان به بیا داسي کار نه کوي.

ده وویل چې د دغو دوو مسلو له سپیناوي وروسته به د افغانستان د سولې د عالي شورا پلاوی د طالبانو له رسمي استازو سره خبرې وکړي.

11 thoughts on “موسي زی: د افغانستان حکومت د طالبانو پر دفتر د بیرغ او لوحې په اړه وضاحت غواړي”
  1. وایي غلبېل کوزې ته ویل چې په تا کې دوه سوري دي. د کابل مفسده، چټله، بې کفایته، منافقه، د ملت ازار وهلې او خدای او قران شرمولې اداره راپورته کیږي د مقابل لوري ځناورو ته وایي چې تاسو ولې دا کار کړی دی. هلکه تاسو له کومه د سړیتوب کار کړی دی؟ د فساد له مخې افغانستان په نړۍ کې لومړی مقام وګاټه او دا دی ابله ورځ خو په بې امنیتۍ کې هم ترټولو سر ته شو. هغه خو ښکاره خبره ده چې د چا مور نه ده معلومه او د چا پلار او یوه خپل یا پردي بوولی دی په مدرسه جومات کې یې سبق ویلی دی او اوس د آی اېس آی ډول ته ګډیږي، څه چې هغوی ورته ووایي هماغسې کارونه کوي، خو تاسو له خپلو ځانونو نه وضاحت وغواړئ چې تاسو د نړیوالې ټولنې دا ملیاردونه ډالره مرسته څه کړه؟ څه مو پرې وکړل؟ او څه پرې کوئ؟ خالق تعالی مو په شرمونو وشرموه او په سپکو سپک شئ چې نه درسره د ولس غم شته او نه له چا نه شرم او حیا لرئ.

  2. هسی وایی چه یو سڑی چا په واده کی نه پریخودو هغه ویل زه ناوی سره کینم ناوی سره پریخودل خو لا سه کوی چه داسی یی هم ویل چه ما د وراء په موٹر کی د ناوی سره کینوئ بالاخره یی داسی هم ویل چه ماته به د (شاه) یعنی د واده والا په رقم جامی هم کوئ اخر یی دی خبری هم په خوله کی زای اونه نیوو او په داسی اوتو بوتو سر شو چه دا واده به زما وی ….
    زما په شخصی نظر یا خو نوموڑی کس دا خبری د لیونتوب نه کولی یا خو بل چا غگوو … رازم خپل مطلب ته مکاری امریکا چه کله د افغانستان حریم د خپل ناروا یرغل لاندی راووست د خپلو سیاسی اهدافو لپاره یی گوڈاگی حکومت په افغانانو وتپو خو چا ته د منلو نه وو د اسلام اصیلو خادمانو یی د سر په بیه تر اوسه پوری خه په کلکه مبارزه وکڑه او په سر شیندونکو بریدونو یی آن تر دی زایه پوری راورسوله چه کرزی یی د سولی د هلو زلو لپاره قطر ته په تلو راتلو ستڑی کڑ په تیره بیا ما د مطبوعاتو داسی هم اوریدلی دی کرزی د سولی د بهیر د چٹکتیا لپاره قطر ته زی خو وسله وال مخالفین مذاکراتو ته تیار نه دی خو د افغانستان د اسلامی امارت مناسبه و انگیرله تر سو په قطر کی د اڑیکو د پراختیا او سیاسی افعالو له پاره په قطر کی دفتر پرانیست بیا هم کرزی او بادارانو یی وویل چه دا سولی په برخه کی مهم گام دی نو د امریکا په خوله یی داسی مبهم سیاست غوره کڑ ته به وایی چه ٹول واک له همدو سره دی او بس…حالانکه کرزی د امریکایانو له اجازی پرته له ارگ نه بهر هم نه شی وتلای او کرزی لا هم په سپین سترگئ وایی چه طالبان به زمونگ اساسی قانون ته درناوی لری او نور نور … کرزی صاحب طالبان له تا سره په همدی قانون جگڑه کوی زکه اسلامی نه دی وسلام….

  3. KARZAI OG DE HAGHA KHARS SHAWI GHLA CHE OS WROSTA LA DE CHE TALIBAN WARSARA KHABARO TA TAYAR SHWAL AW AFGHANISTAN TA SOLHE DE RAWASTALO LA PARAYE KHPAL NAMAYENDAGAN WA QATAR TA WALEGAL, KSHE NA NI NO KARZAI AW DE AFGHANISTAN KHARSA WOONKE, DE AFGHAN MELAT QATELAN DE PAS LA DE DE HAR MUSLMAN CHE PA HAR ZAI AW HAR WATAN POORE ARA LARI GOZAR TA ZANONA CHAMTO WASATI.

  4. اول خو ټولو لوستونکو ته ګیدی ګیدی سلامونه وړاندی کوم او الله ج د وکړی چی جوړ او روغ یاستی

    نور زه څه نه وایم خو د کرزی هغه ژړا زما سترګو ته اودریږی چې په اولو وختو کی یی ویل چې: ( که زه د طالبانو آدرس یا ځای پیدا کړم پخپله ورځم او سوله به هرو مرو وسره کوم) نو نن ولی بیا په خپله خبره و نه دریدلو.
    نن ولی خدای وشرمولوُ نن ولی قران ووهلو چې داسی خبری کوی؟
    د خدای ج لپاره د قران لپاره د دځوریدلی ملت لپاره لږ په مونږ رحم وکړی؟ پریږدی چې دا مظلوم اولس نور خپل کار او بار وکړی
    ته یی د یوی خوا ټیل وهی او هغه نور یی د بلی؟ اخر ګناه ګار څوک دی؟ څوک مری؟ او تاسی دواړه مزی کوی

  5. محترمه په هره دودرومیاشتوکی ستاسو ویب پاڼه بدلیږی موږچی دیوی سره ځان بلد کوتاسوهغه بدله کړی وی
    ځکه چی دیوی خوند موپه هغه بله کی نوی هغه اولی ډیری ساده وی ډیر ښه خوندیی کوی دداوهغی ډیره ماډرن
    ده ځکه ډیرشیان یی پورته کښته کیږی هغه اصلی مطلت دسړی څخه ورک کړی زی خپله ډیر په مشکیل کی واقع کړی یم په نوروملګروحال نلرم چی دهغوی څه حال دی
    ډیر ډیر مننه

  6. دټولوملګرونه مننه ډیرښکلی نظرونه یی لیکلی دی.
    چه کله دطالبانوسره دسولی خبری اوزی ګرمی شی نودافغانستان حکومت هرځل ویی چه طالبان به اساسی قانون منی بیابه دسولی خبری ورسره کوو.خوزه وایم چه دغه اساسی قانون خودخدای ج له طرفه نازل شوی نه دی چه په دی کی هیڅ دتغیر امکان نه وی.اوراځم بلی موضوع ته چه کله دطالبان لپاره دفترپه دوحه قطر کی خلاص شوی دی په شمالی ټلواله پیچیس لګیدلی دی اوورخطادی دوی سره دملت غم نشته یواځی دخپل سراومال غم دی خدای ج دی دوی وشرموی
    په درنښت
    امین فرید.

  7. د طالبانو لپاره په قطر کی د سیاسی دفتر پرانستل د افغانستان په ګټه نه بولم
    ځکه دا دفتر د امریکا په خوښه پرانیستل شوی دی او دی کي هیڅ شک نشته چي امریکا دی په دی دفتر کی خپل ملاحظات نه وی
    د امریکا دولت نور په دی پوهیدلی دی چي کومی ملی منافع چي د کرزی په حکومت کی دوی تعقیب ولی نور د کرزی په شتون کی نه شی تامین ولی نو ځکه غواړی یو نوی حکومت یا لږ ور نیږدی د طالبانو سهم په دولت کی وغواړی تر څو هغه ګټي چي په منطقه کی دوی تعقیب وی په سمه او اسانی لاسته را وړی

  8. زړګیه روغه کونه په ماهیانو مه خوره په افغانستان کی تر ټولو زیات زور له ملا او طالب سره دی ځکه چه خلک سلام له دوی څخه زده کوی او هغه ملک چه بی د سوادی کچه پکښی تر سر اوښتی وی د هغو له پاره ددین یوازینی مرجع همدا طالب جان او ملاګل دی. د کرزی ژبه وچه شوه چه ای طالب برادر ا ای طالبه وروره او ته بیا ورسره خبری نه کوی زه نه پوهیږم چه په دی دولت کی کوم یو مشر دی؟ کارمل هم له روسانو ، شاشجاع له انګریزانو او ته اوس له امریکی څخه توضیح غواړی که د امریکی پر ځای وای په یوه ورځ می ټول پوځیان ایستل چه بیا ته د طالب ته د ټینګی وی که نه؟

  9. گرانو ته سلام زما دانظر دی چی نور بس دی افغانان دجنگ نه ستری شوی دی .تر وسه پوری زموگ واک زمونگ نوو وس دی هم نوی خو چی روغه وشی اوارامی راشی تاسی باور وکی گاوندیان دانه غواری چی موگ په ارامه شو مناسبه داده چی دکرزی حکومت داقمقلی خبری نوری ونکی اولار شی خبروته ورسره کینی

  10. Dear All Readers,
    It is requested from all writers and readers to write your comments with cold minded and keep your national interest in your minds. Don’t write in the emotional mode this is very sensitive issue. The Talib and American game reached to the most complicated stage. Yes Afghan government is right; America should provide us the guarantee to avoid such impediments in future

  11. دی حکومت تر اوسه پوری ددی ملت جایزه ملی ترمینالوجی په لس فیصده خلکو عملی نه کړه نو دوی به د طالب سره چی د او افغانستان ۷۵ سلنه باندی حکومت کوی او ددی ملت زیاتره محلی ستوڼزی ورته په شرعی توګه حل کوی ددی حکومت زیاتره چارواکی د ربانی حکومت کسان او دوی د طالبانو د واکمنی پر محال کوم مشروعیت درلودو چی صرف ۵ فیصده خاوره ورسره وه الحمدالله طالبان اوس هم ۷۵ فیصده خاوره باندی اوس هم تسلط لری او نړیوال استعماری ځواکونو ددوی مشروع حکومت ختم کړو دولت هسی په حلوه کی ازغی لټوی چی طالبان دی امارت نوم او بیرغ لری کړی دولت کی خبرو ظرفیت نشته دی نو اوس دا بهانی کوی هغه د چا خبره چی ووای ډیمی ته ګډه نه ورتله نو وویل چی میدان تنګ دی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *