کړه وړه یې له عادی خلکو سره فرق لري ، دی که په هرحالت ، هرسوج او هرتکل کې وي ،اوچولی یې غړیدلی ، او ترډیره یې یوه خوږه پښتو ، دری او یا هندی سندره په شونډو څرخي .
دی که په کوروي ، که په دفتراو که دیارانو په بنډارکې ، د صحبت کلاوه دده په لاس وي او په خوږو ، ښکلیو او مینه ناکو خبرو د مجلس زړونه خپلوي .
هوکې !
ژوند څه تنګه دایره نه ده ، کردار پکې هرو مرو له لوړو ژورو سره مخ کیږی ، خو« مراد » په ظاهره داسې ایسي لکه دټولو معرکو ، یوفاتح .
له زړه به یی خدای خبر وی ، کله کله به خپه کیږی هم ، رنځیږی به هم ، خو که درپیښ شی؛ خپل ټول باطني تاثرات هیروي او په یوه خاص زړه وړونکي انداز درغږ کړي ، درغاړې وځي او له صمیمیته ډک روغبړ درسره وکړي .
دوستی، مستی، شوخی ، خوښی او اخلاص درصدقه او په حواسو دې دمینې او صمیمیت اثر وپاشی .
دی لکه روانشناس د سترګوپه رپ کې درباندې پوهیږی چی خوشحاله یی که خپه ، ذهن دې کومی ورکې پسې ګرځي اوکه کومې ستونزی ته د حل دلارو چارو په لټه کی یې .
دی پر تا حاکم وضعیت ته په کتوسره ، سیکینټ نه ضایع کوی ، یادرته یوښکلی او معنی دارشعروایی ، یاټوکه کوی ، یا د نغد حالت سره سمه لطیفه وایی .
هڅه کوی چی د تندي ګونجی دې اوارې ، ودې خندوي او دخبګان لوګو نیولی ذهن دې په رڼو ووینځي .
د خلکو خوشحاله ساتل ، له خلکو سره مینه د ده کومه مجبوري یا مکلفیت نه دی ، خو ، له تروو تندیو ، کینو، ناپاکه نیتونو، کرکو، او دښمنیوسره یی بنیادي جوړه نه ده .
خپلوکې لا څه چې د پردیو ترمینځ هم له نفرتونو سره ساز نه دی .
دې پر دې خوشحالیږی چی د ادم د اولاد زړونه یوبل ته راڼه اوسي .
خدای د ده له سټې ، هډهډ ،رګ رګ او حواسو سره ، خندا ، مستي ، شوخي ، شوراو جذبه اخښلی ده .
که یار دوست یې مټه کور وی ، او د غصی له خره نه راکیوزی ، نو بله طریقه کاروي چی هغه علمی طریقه ده ځکه دی پوه او وړ سړی هم دی ، له افغانستانه نیولی، ترپاکستان، هندوستان او مصره پورې یی لوړې زده کړی کړي ، فکری صلاحیت لری ، سودمنې علمی اوټولنیزې لارې ورښۍ څود خوښیو او خنداګانو په مینه ناکه لارسیده شې .
دی له کشرانو، همزولو او مشرانو سره دهغوی په مزاج د برابربحث ښه توانایی لری ، او میدان ته لویدلی موضوع دومره ښه تحلیلوی چی، دټولو زړونه پرې اوبه څکی .
مراد ځینی سلطاني او قلندری خویونه هم لری ، که لاس یې ډک و، ښه یی خوري، ښه یې څکی او ښه یې اغوندي اوکه نه و، نو، قلندر دی او خپل شخصیت له امتیاز نه ، نه لوګی کوی .
مراد هیڅکله نه دی غوښتی چی د سړیتوب له ارزښتونو جوړه مجسمه یی د حرص په نشتر و توږل شي .
دوستانو!
د مراد د کرکټریوه برخه می په څو لنډو، ماتوګوډو جملو کې تشریح کړه .
دده دکرکټرد سیکې بل اړخ ډیر سنجیده دی .
په سیاسی ، فرهنګی ، ټولنیزو او مذهبی مسايلو ښه ، مستند او مقعول تحلیل هم کوی چی حتی رسنۍ ترې په خپلو پروګرامونو کی کاراخلی .
مراد دمصر دقاهرې ښاره وروسته ، په کابل او اوسمهال د چک جمهوریت د پراګ په ښارکی له خپلی کورنۍ سره اوسیږی او د ازادې اروپا رادیو یا ازادی رادیویوتکړه او مبتکر ژورنالیست دی.
دی سربیره پر پښتو چې اد کنۍ ژبه یې ده ، په دري ، اردو ، عربی او انګلیسی ژبو روانې خبرې او روانې لیکنې کوی .
داسې اشخاص لکه رضوان « مراد » لږ موندل کیږي .
داچې تل د نورو د خوشحالیو، نیکمرغیو او کامیابیو په هڅه کې دی، زه ورته لاس پورته کوم چی، له دی هم سترشی .
له ډیره وخته می زړه و چی مراد صاحب ته داخبرې وکړم . ورته می ویلی هم دی خو دا چې ځانځانی نه لری ، ټولې یې په خندا یی اخیستی .
دا مې ددې لپاره ونه لیکل چی ګواکې مراد زما یو نیمچه شانتی ملګری دی بلکې دا پرما یوپور و، چی څو کرښې یې په هکله ولیکم.
زه یی هم خبرونه راپورونه او مرکې اورم په رشتیا هم ښه فصیح او بلیغ ژورنالست دی په کارونو کې ورته تل بریا غواړم عمر یی ډیر شه
خـان محمد سـیند صیب نیــکی هـیلی اوسـلامونـه مـی ومنـی!!
تاسوچی نن کوم عظیم انسان راپیژندلی اوددوی په هکله مولیکنه کړی په حقیقت کی مراد صیب تردی هم لوړ،شریف ،خوږاودښو اخلاقوخاوند دی.
رضوان مرادزمادماشومتوب ددوری ملګری ده،اوډیرخواوه یادونه اوخوږی خاطری ورڅخه لرم.
رضوان وروره زه سیدزاهدشاه یم دنن نه تقریبا شل کاله وړاندی دپشاورپه تاکال سیمه کی موسره یوځای ژوندکاوه اودقاضی صیب په سوزوکی موټرکی به زه زما مشرورورسردار،تاسواوستاسومشروروراحسان الله به سره یو ځای دصدیق اکبرلیسی نه تللو.
اوپس له وخته به تاسودعمران (پنجابی) اونوروملګروسره چی نومونه یی زما څخه هیرشوی دکرکټ لوبه کوله زه ستاسونه لږوړوکی
وم دکرکټ دلوبی نه وم بال اوبیټ به می دکورنه درسره وړه اوراوړه.
الله دی وکړی چی لږدرپه یادشوی یم اودعمران بایی سره دکرکټ لوبه درپه یادشوی وی.
هرچیرته چی اوسی روغ جوړاوخوشحاله اوسی .
پـه درنــښـت
سیند صاحب د حقیقت څخه ډکه لیکنه موکړی ده. مراد صاحب یو زړه سواند، نیک او مهربانه شخصیت دی. مونږ یی د مسافرو او محصلی په دوره ډیر نازولی یو الله تعالی دی دا ونازوی. اوس هم هر وخت د هغه د ناستی وږی یو او ډیره موده کیږی چه له نږدی څخه مو ندی لیدلی. خدای دی مونږ یو ځل بیا په خیر سره د خیر ناست نصیب کړی. خدای دی روغ جوړ او خوښ لری. د آباد او سرلوړی افغانستان په هیله.