انتخابات یوه ملي پروسه ده او خوشحاله یم، چې افغانانو په دې پروسې کې په پراخه پیمانه برخه واخیسته، خو له بلې خوا له ځینو افغانانو نه خفه یم،چې مستحق او حقدار ته یې  خپل حق ورنه کړ.او رایې  یې په مختلفو لاملونو هغه چا ته ورکړې، چې مستحق یې نه وه.

انتخابات دویم پړاو ته ولاړه او په دې پړاو کې د دوو مخکښو کاندیدانو هر یو ډاکټر صاحب اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله ترمنځ به بیا رقابت کېږې.

د هغو خصوصیاتو او ځانګړنو په نظر کې نیولو سره چې د یو ریس جمهور لپاره اړین دي، باید په لومړي پړاو کې وړ کاندید انتخاب شوی وای.

د دویم پړاو په انتخاباتو کې له ټول ولس څخه هیله کوم ، چې وړ کاندید ته رایه ورکړئ.

زه پوهېږم د افغانستان ډېر خلک اوس هم وړ او مستحق کس په اینده انتخاباتو کې نه پیژني او که پیژني یې نو خپلو او د نورو په سترګوکې خاورې اچوي او د وجدان سره فیصله نه کوي.

د یوې خبرې یادونه ضروري ده، هغه داچې ټول کاندیدان هم وړ او مستحق کس پیژني ، خو هغوی هم سترګې پټوي.

دپښتو ادب پلار ستر خوشحال خان خټک په ۱۰۷۶هـ ق کال ارزښتمند اثر دستارنامه ولیکله، د کتاب لومړۍ صفحې کې یې دغه بیت راوړی و.

چې دستار تړي هزار دي

د دستار سړي په شمار دي

رښتیا چې  نوماندان اته و، خو مستحق پکې یو وه.

 په  دې اثر کې یې د یو مشر لپاره شل خصلتونه او شل هنرونه وښودل ، چې د دستارنامې دځینوخصوصیاتو او هنرونو او همدارنګه د نني شرایطو په نظر کې نیولو سره هغه ځانګړنې چې د یو مشر لپاره ضروري دي، تاسو افغانانو ته  وښیم، چې بیا ځل حقدار ته رایه ورکړئ.

۱. (علم او پوهه):په دوو پاتې شوو نوماندانو کې هغه چا ته رایه ورکړئ، چې علمي سطحه یې لوړه وي، عالم ، مفکراو پوه وي.

په ټولې دنیا کې د مشرۍ لپاره مهم اصل پوهه ده او په افغانستان کې  هم بایدعلم او پوهه وي.

۲.راستي (رښتیا ویل) :هر چاته په کار دي، چې تل رښتیا وینا وکړي، خو هغوی چې د یوه قوم مشري کوي، یا یې د یوه قوم د مشرۍ واګي په لاس کې اخیستي وي، ورته په کار دي، چې د تل لپاره رښتیني وینا او حقه خبره وکړي او له درواغو ځان وژغوري او کله هم درواغ ونه وايي.

د حضرت محمد (ص) حدیث مبارک دی، چې:

درواغ ویل د انسان نیکي داسې خوري، لکه څرنګه چې اور لرګي خوري.د دواړو کاندیدانوتېر کړه وړه لکه لمر ښکاره دي.

۳. عدل او انصاف :د یوه هېواد ابادي، پرمختګ او ترقي په عدل او انصاف پورې اړه لري، ځکه که چېرې د یوې ټولې مشر باانصافه او عادل وي، نو دهغه هېواد مشري يې ور په غاړه ده، سرلوړی او ځلیدونکی وي .عادل مشرالله جل جلاله ته ډېر محبوب وي.

په دواړو کاندیدانو کې عادل ښکاره دی.

۴.هغه چاته رایه ورکړئ، چې تېر کړه وړه یې ښکاره وي او د خلکو د منلو وړوي، هېڅ ډول فساد یې نه وي کړی، د منفي ملتپالنې مفکوره ونه لري، قوم پرستي،سمت پرستي او داسې نور مسایل په نظر کې ونه نیسي، د ایتلافي حکومت مفکوره ونه لري، په داسې حکومت کې حق حقدار ته نه ورکول کېږي، بلکې حکومتي چوکۍ د ایتلاف پر سر تقسیم کېږي، باید هغه چا ته رایه ورکړو،چې سیاسي، اقتصادي او د ملک د رغونې لپاره ښه تګلاره او پلان ولري، باید په ملي او بین المللي ژبو ښه پوه شي، قتل یې نه وي کړی، په جنګ او جګړو کې ښکیل نه وي او داسې نور .

ای افغانانو! لږ فکر وکړئ او دقیق انتخاب وکړئ.

په اشرف غني او عبدالله کې هغه ته رایه ورکړئ، چې پورته خصوصیات پکې موجود وي.

که اوس هم نه پوهیږئ، نو الله تعالی دې تاسو ته هدایت وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *