تاند- د افغانستان رسنۍ وايي چې د افغان طالبانو د جنګي عملیاتو عمومي قومندان ملا عبدالقیوم ذاکر، چې د طالبانو په منځ کې تر نورو سخت دریځی ګڼل کېده، له خپل مسوولیته استعفا کړې ده.

ادعا کېږي چې ملا عبدالقیوم ذاکر، چې د طالبانو د پوځي کمیسیون مشر و، له ډېرې مودې راهیسي ناروغ و او له همدې کبله یې استعفا کړې ده.

په همدې حال کې راپورونه وايي چې د افغانستان حکومت او د سولې عالي شورا په دې خوشاله ده چې ملا عبدالقیوم ذاکر استعفا کړې ده. دوی فکر کوي چې ملا ذاکر د سولې او پخلاینې سخت مخالف و او اوس چې دی له صحنې لېري شوی نور طالبان به سولې ته مخه کړي.

ملا ذاکر یوه موده په ګوانتنامو کې بندي و خو کله چې په ۲۰۰۷ میلادي کال له هغه ځایه خوشي شو او د افغانستان حکومت ته وسپارل شو، افغان چارواکو خوشي کړ.

خو ذاکر له خوشي کېدو سمدستي وروسته د کوټې له شورا سره یوځای شو.

طالبانو تراوسه پوري د ملاذاکر د استعفا په اړه څه نه دي ویلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *