تاند- د ازبکستان چارواکو د خپل هیواد رادیو تلویزیون ته امر کړی چې داسي یو سیستم جوړ کړي چې که کوم وخت کړکېچ رامنځته شو او خطر پېښ شو چې رادیو تلویزیون د اسلام کریموف پرضد کودتاچیانو ته په لاس ورځي نو د راډیو تلویزیون ټول وسایل او ودانۍ په اتومات ډول وچوي.

له تاشکند څخه د (کانیوز) د راپور له مخې د ازبکستان د حکومت چارواکو د راډیو تلویزیون مسوولانو ته ویلي چې په خپلو تخنیکي وسایلو او ماشینونو کې داسي ورانوونکي او چاودېدونکي وسایل کښېږدي چې په بیړني حالت او یا د بهرنیانو د مداخلې په مهال انفجار وکړي او ویجاړ شي.

دا پرېکړه د ازبکستان کابینې پرون وروسته له دې وکړه چې د اوکراین په ختیځ کې د روسیې پلوي بېلتون غوښتونکو یوه راډیويي شبکه ونیوله.

یو وخت په افغانستان کې هم راډیو تلویزیون دومره زیات اهمیت درلود چې که به چا ونیوه نو معنا یې دا وه چې ټول حکومت او هیواد یې نیولی دی خو په ازادو یا ولسواکو هیوادونو کې رژیمونه په کودتا او یا د رادیو تلویزیونونو په نیولو نه پرزول کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *