د ولسمشریزو ټاکنو د ټاکنیزو سیالیو په لومړیو کې مې یوه مقاله ولیکله چې ” ډاکټر غني ګټونکی دی، خو . . .!“ ”خو“ د د ډاکټر غني په ټاکنیز ټیم کې وه، ځکه د ده په خواو شا او کمپاین ټیم کې هغو خلکو ځای نیولی وو چې نه یې چندان سابقه پاکه وه او نه یې هم نېت او اراده سپېڅلې وه. کمپاین هم ورته لومړیتوب نه درلود، که یې لرلی، نو ولې به یې هغه څه کول چې له امله یې موږ لویې لویې کتلې له لاسه ورکړې. دوی له کمپاین څخه د وسیلې، ځان مطرح کولو، ځان چوخولو، شخصي عقدو پاللو، ګېډو او جیبونو ډکولو لپاره ګټې وکړي.
د ډاکټر غني د کمپاین ټیم اکثرو غړو همداسې وکړل، ځکه ټول یې په کابل کې تاوېدل، نه ولایتونو ته لاړل، نه ولسوالیو، نه سیمو ، کلیو او ولسونو ته، ځکه نه یې هلته د تګ جرت درلود او نه هم ولسي باور او محبوبیت، نو له همدې امله یې د ټاکنیزو سیالیو څو میاشتې یوازې همدلته په کابل کې تېرې کړې.
د ډاکټر غني د کمپاین د ټیم اکثرو اشخاصو او ملاتړو احزابو ډاکټر غني ته ناسم معلومات ورکول، د دروغو ژمنې یې ورکولې، لکه یو ګوند به ورته وویل د بېلګې په توګه له هرات ولایت څخه بېغمه اوسه، هلته زموږ د ګوند دفتر شته، نور دفترونه به هم پرانیزو او خپل ټول ګوندي ملګري او پلویان به په دې وګوماروچې په دا دوه درې میاشتو کې خپل ټول کارونه پرېږدي او ټول پام کمپاین ته کړي.
ډاکټر غني له بده مرغه د دغو خلکو تفکیک یا ونه کړ او یا یې ونشو کړای، په هغوی یې باور وکړ او د دوی په ډاډ یې ټول ولایت یو ګوند ته وسپاره، خو د رایو ورکولو څخه څو ورځې مخته چې له پلازمېنې کابل څخه پلاوی لاړ، نو د ګوند دفتر او پلویان خو لا څه کوې، نه یې هلته کوټه لرله او نه یې د کار او کمپاین نوم او نښان وو.
حتی یو ملګري راته کیسه کوله، ویل یو ځوان د سروبي ولسوالي د کمپاین د دفتر او لګښت لپاره ډاکټر غني ته سینه وډبوله، ډاکټر صاحب هم په پوره اخلاص مننه ځنې وکړه، ویل چې راووتلو، نو ما ورته ویل رښتیا دومره وس لرې چې د سروبي دفتر هم پرانیزي او هم یې ټول لګښت ورکړې، ویل په خندا یې راته ویل عجیب سړی یې، ما غوښتل یوازې خپل ځان مطرح کړم، ډاکټر اوس وپېژندلم نور دوی پوه شه او کمپاین یې.
په رښتیا هم د همدغه لاپوک ځوان له لاسه په سروبي کې د کمپاین دفتر دومره ځنډنی او ټکنی شو چې په مرکزي دفتر کې به دې د کمپاین د دفتر د پرانیستلو خبره وکړه، نو ټولو به ویل چې د سروبي لپاره موږ سره یو چا ژمنه کړې او ټول لګښت یې هم هغه ورکوي، له سروبي بېغمه اوسئ، که به د سروبي قومونو او مشرانو د کمپاین لپاره مراجعه وکړه، نو د کابل ولایت مسوول به ورته ویل، یو چا ژمنه کړې ډېر ژر به د هغه په مرسته دفتر پرانیزو او تاسو هم بیا ځانونه له هغوی سره منسجم کړئ، راغلیو خلکو ورته ویل چې د هغه په شوروا یې پورې کوې، نو بیا دې درباندې مبارک شي، نه هغه د دفتر د پرانیستلو دی او نه هم موږ دومره خدای خوار کړي یوو چې د هغه په دفتر کې کېنوو او یا د هغه په امکاناتو تاته کمپاین وکړو.
په همدې ډول د ناظرینو لپاره ډاکټر غني ته د یویشت زرو څارونکو ډاډ ورکړل شو، نه یوازې ډاډ، بلکې د یویشت زرو څارونکو په نوم پیسې او نور امکانات واخیستل شول، خو په حقیقت کې د ناظرینو درک هم نه وو، د رایو په ورځ په ټول افغانستان کې د ډاکټر غني زر ناظرین هم نه وو، له همدې امله یې د رایو ګراف نهایت راولوېد.
لنډه دا چې ډاکټر غني ګټونکی وو، خو کاشکې ټاکنیز ټیم ته یې پام کړی وای، سم خلک یې درک کړي او په کار ګومارلي وای، له هر چا یې هره ورځ یا هر دوه درې ورځې وروسته راپور او حالت پوښتلی وای، په تېروتنو او نیمګړتیاو سره غږېدلي وای او په همغه وخت کې یې چاره کړې وای، که داسې شوي وای، نو ډاکټر غني سل په سلو کې ګټونکی وو.
د ګټلو دلیل یې دا وو چې د شته نوماندانو په منځ کې یوازې ډاکټر غني هغه څوک وو چې هم یې وړتیا لرله او هم یې سابقه پاکه وه، هم یې د هېواد له پرمختګ، د ولس له هوساینې او سوکالۍ سره مینه وه، هم یې د خدمت او کار فکر درلود او یې اراده او پلان. نو په دې اساس ولس تر ټولو زیات باور په ډاکټر غني وکړ او د ډاکټر غني په لور یو لوی او پراخ ولسي بهیر ورمات شو، نه د مشرانو کمی وو او نه هم د ځوانانو، نه د رضاکارو او نه هم د هغو چې په خپلو امکاناتو او وسایلو یې د ډاکټر غني د بریا هیله او ارزو لرله.
خو درېغه چې د ډاکټر غني همدغه بې کفایته ټاکنیز ټیم نه یوازې د دغې لویې کتلې د جذبولو، هڅولو او خپلولو وړتیا ونه لرله، بلکې هغوی ته یې په مخ داسې کلکه څپېړه ورکړه چې هغوی یې زړه بدي کړل، هڅه یې وکړه چې دغه ارزښتناکه کتله له ډاکټر غني څخه لیرې وساتي، اول یې د دوی پرمخ ډاکټر غني ته د ورتګ ټولې لارې بندې کړې او په دویم قدم کې یې د دوی په اړه د ډاکټر غني ذهنیت خراب کړ، ښه بېلګه یې ډاکټر فیض محمد ځلاند وو، کله چې دغه ځوان له هر ډول امکاناتو او امتیازاتو پرته د ډاکټر غني د ویاند په توګه راوړاندې شو، نو د ډاکټر غني په خواو شا کې ناستو لېوانو دومره د هغه په اړه د ډاکټر غني ذهنیت خراب کړ چې اندازه پرې تمامه وه.
خو دغو رضاکارو ځوانانو او مشرانو بیا هم د ډاکټر غني د ټیم دغه ناسم چلند ته ارزښت ورنه کړ، په خپلو سیمو، کلیو او کارځایونو کې یې د ډاکټر غني د کمپاین چلولو هڅې وکړې، خو دا هڅې ځکه ډېرې ګټورې نه وې چې ډاکټر غني له دوی او دوی له ډاکټر غني بې خبره وو، ډېر داسې مسایل وو چې وخت پروخت یې باید له ډاکټر غني سره شریک کړي وای، یا یې باید د ځینو مسایلو او نزاکتونو په اړه د ډاکټر غني نظر او مشوره غوښتې وای، د همدې او دې ته ورته سلګونو نورو نیمګړتیاو له امله ډاکټر غني په دې ونتوانېد چې په لومړي پړاو کې بریالی شي. اوس هم سر وخت دی، د دویم پړاو لپاره د کمپاین په ټیم کې فوق العاده بدلون او سم کار پکار دی، خو د دویم پړاو دمخه باید د لومړي پړاو ټیم او د دوی تېروتنې جدي وڅېړل شي او دغه جدي څېړنه دې د زده کړو لپاره وشي، یانې هغه څه چې سم نه وو هغه دې دا ځل سم شي. د همدې لپاره یو لړ سپارښتنې لرم:
۱-د کمپاین په دفتر کې دې د خلکو ځایونه او رولونه بدل را بدل شي.
ü هغوی چې اغېزناک نه دي، نو لطفاً دې ځایونه نورو ته پرېږدي.
ü هر څوک دې په خپله ساحه او سیمه کې کار وکړي.
ü مسوول کسان دې حتماً د ورځې په پای کې خپلې کړنې او لاسته راوړنې شریکې کړي.
ü د همغږي ناستې او غونډې دې ډېرې شي.
ü د فرعي دفترونو، غونډو او ناستو مخه دې ونیول شي.
ü سلیقوي چلند دې نه کېږي او نه دې هم شخصي عقدې او کینې د کمپاین په دفتر کې پالل کېږي.
ü د ډلو او ټپلو له جوړولو دې هم ډډه وشي، ځکه په تېر کمپاین کې همدا تر ټولو لویه ستونزه وه، دغه ډلې ټپلې ځينې مهال د ځینو مطرح او ګټورو کسانو پروړاندې خنډونه او دېوالونه ایجادول، داسې دېوالونه چې زیان یې موږ او تاسو ټولو ته ورسېد.
ü د واکمنې ادارې ځینې مشکوکې ، بې باوره او بدنامې څېرې دې مرکزي رولونه نه اخلي، ځکه ولس په هغوی باور نه لري، ممکن د هغوی له وېرې او امله ولس بل خواته لاړ شي.
ü د خلکو له امکاناتو څخه دې فوق العاده ګټه واخیستل شي، ځکه تېر ځل د ډېرو ګیله همدا وه چې موږ خپل کور، دفتر، موټر، راډیو، تلویزون او نور ورته په واک کې ورکړل، خو دوی نه مننه وکړه ، نه یې ځان راباندې پوه کړ او نه یې هم زموږ له شته امکاناتو ګټه واخیستله.
ü په کمپاین کې یو پر بل د ځان لوړ ګڼلو احساس او د انحصار کړۍ دې له منځه یووړل شي.
۱- کمپاین او د کمپاین دفترونه دې د تېر په څېر یوازې د ډاکټر غني په غونډو او مناظرو متمرکز نه وي.
ü بریالۍ غونډې او مناظرې د ډاکټر غني خپل کمال دی.
ü کمپاینران دې یوازې هغه کافي نه ګڼي، خپلې هلې ځلې دې وکړي.
ü د ولس منځ ته دې ورشي.
ü خلک دې وهڅوي او رایو ورکولو ته دې تیار کړي.
ü خلکو ته دې وضاحت ورکړي، د دوی پوښتنې او اندېښنې دې ځواب کړي.
ü خلکو ته دې درناوی ولري او په درنښت دې چلند ورسره وکړي.
ü خلکو ته دې ارزښت ورکړي .
ü خلکو ته دې د خپلوي او ښه راتلونکي ډاډ او احساس ورکړي.
ü له ټاکنو او شکایتونو کمیسیون سره دې ښې او نېکې اړیکې وپالي
ü د دغو اړیکو د پاللو لپاره دې باوري کسان وګوماري او د اړتیا پرمهال دې ورسره وخت پر وخت اړیکې ونیسي.
ü په مالي مسایلو کې دې شفافیت رامنځته شي.
ü له بسپنه والو او تمویلونکو دې مننه وشي او هم دې ډاډ ورکړل شي چې د دوی مرستې او بسپنې سمې او پرځای لګېدلې دي.
۱-ګوندونه او ځینې افراد او اشخاص دې نه د دروغو ژمنې کوي او نه دې هم امکاناتو لپاره په دروغو سینې ډبوي.
ü د ګوندونو په شمول دې افراد او اشخاص دومره مسوولیت واخلي چې په وس یې پوره وي.
ü ګوندونه دې خپل امکانات شریک او په ډاګه کړي.
ü ګوندونه دې سیمه ییز نزاکتونه او ستونزې تشخیص او شریک کړي، څو د هغو د حل لپاره چې د دوی په وس نه دي پوره بله ډله او نور اشخاص وګومارل شي.
ü ګوندونه او اشخاص دې په کمپاین کې د ځانونو د مطرح کولو او ځانته د لابي هڅه نه کوي، لومړیتوب دې کمپاین او ډاکټر غني ته ورکړل شي.
ü ګوندونه دې کمپاین وسیله نه، بلکې هدف وګڼي او دغه هدف ته د رسېدو لپاره دې لنډې او ګټورې لارې غوره کړي.
۱- د ډاکټر غني ټیم دې ډاکټر ته پر وخت معلومات ورکړي، څه شی چې ناسم وي د هغود پټولو هڅه دې نه کوي، بلکې ښکاره دې ورته ووایي څو یې د اصلاح او سمولو چاره وکړي.
ü ډاکټر غني ته دې حقیقت وویل شي، څو مو بریا ډاډمنه او تضمین شي.
ü د خلکو پیغامونه ، غوښتنې او اندېښنې دې کټ مټ ډاکټر غني ته راورسول شي.
ü په ټولو سیمو کې دې ستونزې او تېروتنې په نښه او د حلولو لپاره دې یې په ګډه تصمیم ونیسي.
۱- د رسنیو لپاره دې یو منظم ټیم جوړ شي.
ü داسې ټیم چې هم په خپلو کې همغږي ولري او هم د ډاکټر غني له طرحو، پلانونو او پروګرامونو خبر وي.
ü د رسنیو ټیم دې د تېر په څېر په دفاعي حالت کې نه وي.
ü د رسنیو ټیم دې نه په نورو تعرض کوي او نه دې هم نورو ته د تعرض اجازه ورکوي.
ü د رسنیو ټیم دې د ډاکټر طرحې او پلانونه خلکو ته واضح او روښانه بیان کړي.
۱- د ټرانسپورټ اسانتیاوې دې برابرې شي، څو د کلیو او لیرې پرتو سیمو خلک په اسانۍ سره د رایو ورکولو مرکزونو ته ورسېږي.
ü د ټرانسپورټ مسله داځل ځکه حتمي ده، چې تېر ځل د ولایتي شورا نوماندانو خلکو ته دغسې اسانتیاوې ورکړې وې، خو دا ځل هغوی نشته، ځکه نو د موټرو برابرول ښه تنظیم او امکانات غواړي.
ü د ټرانسپورټ مسله باید هم منظمه وي او هم شفافه، داسې نه چې د ټرانسپورټ امکانات او پیسې د تېر په څېر اشخاص او افراد په جیب کې واچوي، د دې لپاره دې اشخاصو ته د پیسو د ورکولو پرځای په ولسوالیو ، کلیو او سیمو کې د موټرو سره قرارداد وشي او بیا دې ورته مسوولین وټاکل شي، یانې نغدې پیسې دې خلکو ته نه ورکول کېږي، څو د درغلي مخه ونیول شي.
۱-نظارت او څارنه ډېره حتمي او مهمه ده، جدي پام ورته پکار دی.
ü ژمن او باوري کسان دې د ناظرینو په توګه وټاکل شي.
ü له څارونکو دې لیکلې ژمنه واخیستل شي.
ü څارنه او نظارت باید یوازې د یو څو ټنګو لپاره نه، بلکې د یو تعهد له مخې وي.
ü څارونکي دې وروزل شي، هغوی ته دې معلومات ورکړل شي چې څنګه څارنه وکړي؟
ü څارونکو ته دې ځینې امکانات ورکړل شي، خصوصاً د غږ ثبتولو او عکس اخیستلو کېمرې او وسایل، څو د درغلیو او سرغړونو پرمهال مستند اسناد ترلاسه او شریک کړي.
ü څارونکي دې شکایتونه ثبت کړي، خو د دې لپاره دې وضاحت ورکړل شي، چې شکایت کوم وخت او څنګه ثبت کړي.
ü څارونکي باید شپه او ورځ د رایو ورکولو په مرکزونو نظارت او څارنه ولري، څو هیڅوک د درغلیو او تقلب لپاره زړه ښه نه کړي.
ü څارونکو ته دې د امنیت ډاډ ورکړل شي، هغوی ته دې وویل شي چې دوی د زورواکو او درغلګرو له زیان خوندي دي، هیڅوک ورته ضرر نشي رسولی او که څوک دغسې هڅه کوي، نو باید دوی ته د اړیکو لپاره یوه شمېره او مسول کس ور وپېژندل شي، څو د اړتیا پرمهال ورسره اړیکه وکړي او خپله ستونزه ورسره شریکه کړي.
ü هر څوک دې د خپلې سیمې او کلي د نظارت او څارنې مسوولیت واخلي، ځکه هر څوک په خپله سیمه کې هم ښه بلد دی او هم ښه څارنه کولی شي.
ü نظارت او څارنه باید د پروژې نه، بلکې د پروسې شکل ولري، یانې د وروستیو پایلو تر اعلان پورې سمه او ټینګه څارنه وکړي.
ü د رایو شمېرلو او د شکایتونو د څېړنو لپاره دې تکړه، هوښیار، بیدار، پوهه او مسلکي څارونکي په پام کې ونیول شي، تر څو د رایو ورکولو له ورځې وروسته په مرکز او ولایتونو کې سمه څارنه وکړي.
بیا هم د خپلې لومړۍ مقالې ”ډاکټر غني ګټونکی دی، خو . . . !“ وروستی پارګراف کټ مټ رانقلوم: که چېرې ډاکټر غني د هغه مینه وال او ملاتړي سر له اوسه د کمپاین په داخل کې د شته ستونزو د له منځه وړلو او د څو ډلو، افرادو او اشخاصو د انحصار ماتولو لپاره عملي هڅې ونه کړي، نو باور دی چې د ډاکټر غني د ګټلو چانس به د ده له لاسه ووځي او د دغه چانس له لاسه وتل به خدای مه کړه نه یوازې د ډاکټر غني، بلکې د افغان او افغانستان په زیان وي، ځکه له دې سره به له ډاکټر غني پورې د ولس تړلې هیلې هم مړاوې شي.
نو په لږ بدلون سره وایم که مو د کمپاین په پځواني ټیم کې اصلاح او بدلون ته پام ونه کړ او بیا هم خوشبینه وو، خوش باوره وو اوکټ مټ همغه تېروتنې تکرار کړو، نو بریا خو به هیڅ ونه ګورو، مګر باید په خپل ایمان هم ووېرېږو ،ځکه پیغمبر ع فرمایي : څوک چې دوه ځله له یوې سوړې څخه مار وچیچي، نو په خپله ایمان دې ووېرېږي، نو وار د مخه د لستوڼي د دغو مارانو چاره پکار ده، څو مو هم بریا باوري شي او هم د ایمان له وېرې خوندي شو.