تاند- د انتخاباتي شکایتونو خپلواک کمیسیون وايي چې د ولسمشرۍ د انتخاباتو په لړ کې د کاندیدانو پر شکایتونو علني غونډه جوړوي څو حقایق ټولو ته څرګند شي او هیڅوک ګیله ونه لري.
د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون یوې سرچینې تاند ته وویل چې دا کمیسیون نن /چهارشنبه/ د باطل شویو رایو په اړه د ولسمشرۍ د کاندیدانو، د مدني ټولنو، سیاسي ګوندونو او د رسنیو د استازو په وړاندې د شکایتونو د څېړلو لپاره علني غونډه جوړوي.
سرچینې وویل چې په تېرو انتخاباتو کې داسي نه و شوي خو د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون د دې لپاره چې د شکایتونو د څېړلو پروسه شفافه او ټولو ته د منلو وي نه یوازې کاندیدانو ته بلکې مدني ټولنې او خبریالانو ته هم بلنه ورکړې چې غونډې ته ورشي او د شکایتونو د څېړلو بهیر له نژدې وګوري.
د انتخاباتي شکایتونو خپلواک کمیسیون د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون له لوري د ابتدايي پایلو له اعلانه وروسته د شکایتونو ثبتولو ته ۴۸ ساعت وخت ورکړ چې په ترڅ کې یې تر ۷۰ زیات شکایتونه درج شول.