تاند- دهلمند او کندهار ولایتونو چارواکي وايي چې امنیتي ځواکونو په دواړو ولایتونو کې د دولت شاوخوا ۳۰ وسله والو مخالفاو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د هلمند ولایت د مطبوعاتي دفتر له خبرپاڼې سره سم په دې ولایت کې ۱۷ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبلې اوښتې ده.

د کندهار ولایت مطبوعاتي دفتر بیا وايي چې په دغه ولایت کې ۱۲ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د کندهار ولایت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې نن سهار د دې ولایت د ښوراوک ولسوالۍ د بالاحصار په سيمه کي د پوليسو پر يوه پوسته د وسلوالو مخالفانو له خوا بريد وشو چي په ترڅ کې يې ١٢ وسلوالو مخالفانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په دې نښته کې، چې دوه ساعته يې دوام وکړ، پنځه تنه وسلوال طالبان وژل شوي، ۷ ټپیان شوي او ګڼ شمېر وسلې ترې پاته شوي دي.

د کندهار ولایت چارواکي وايي چې په دې نښته کې، سهار پنڅه بجې پیل شوې وه او تر ۷ بجو یې دوام وکړ، دوه سر حدي پوليس وژل شوي او يو ټپي شوی دی.

په هلمند کې ۱۷ وسله والو طالبانو ته د مرګ ژوبلې ادعا

د هلمند چارواکي وايي چې د دغه ولایت د موسي کلا ولسوالۍ په سیاچول سیمه کې د پولیسو او وسله والو مخالفانو ترمنځ نښته هغه مهال ونښته چې وسله والو طالبانو د پولیسو پر امنیتي پوسته برید وکړ.

د چارواکو په وینا د پولیسو په ځوابي برید کې ۳ حمله کوونکي وسله وال مخالفان ووژل شول او ۸ ژوبل شول.

په همدې حال کې په سنګین ولسوالۍ کې د عامه نظم د پولیسو پر پوستې د وسله والو مخالفانو په برید کې ۶ وسله وال طالبان ووژل شول او یو سراچه موټر ترې پاتې شو.

د هلمند چارواکي ادعا کوي چې په دې نښتو کې امنیتي ځواکونو ته هیڅ راز مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

تر دې مخکې نن د لغمان ولایت چارواکو هم د سیمه ییزو پولیسو پر پوستې د طالبانو د حملې په نتیجه کې طالبانو ته د مرګ ژوبلو د اوښتو ادعا کړې وه.

پرون د پکتیکا په ګیان ولسوالۍ کې پر امنیتي پوستو د طالبانو د حملې په نتیجه کې تر ۴۰ د زیاتو طالبانو د وژل کېدو ادعا شوې وه.

دا بریدونه د هوا د تودېدو او د طالبانو د بریدونو د زیاتېدو ښکارندويي کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *