تاند- د اسوشیتید پریس خبري اژانس له شمېرو سره سم په افغانستان کې د طالبانو د رژیم له پرزولو څخه، یعني له ۲۰۰۱ څخه تراوسه پوري، په دې هیواد کې ۲۱۷۷ امریکايي پوځیان وژل شوي دي.

اسوشیتید پریس خبري اژانس په خپل احصاییه کې د امریکا تر دفاع وزارت دوه تنه لږ ښودلي دي. د امریکا د دفاع وزارت په شمېره کې، چې پرون /سې شنبه/ د امریکا په وخت د ورځې په ۱۰ بجې تازه (اپ ډېټ) شوې، ټولټال ۲۱۷۹ ۱امریکايي پوځیان وژل شوي دي.

په همدې حال کې آی کژولتي ویبپاڼې، چې د جګړې له پیله په افغانستان کې د امریکا او د ناټو د غړیو او متحدو هیوادونو د تلفاتو شمېر خپروي، په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو د تلفاتو شمېر ۲۳۱۷ تنه ښودلی دی.

اسوشیتید پریس خبري اژانس وايي چې ۱۸۰۳ امریکايي پوځیان په افغانستان کې په حملو کې وژل شوي دي. خو لږترلږه ۱۳۲ نور امریکايي پوځیان د افغانستان د ماموریت د ملاتړ لپاره له افغانستانه دباندې په بېلابېلو پېښو کې وژل شوي دي.

د دې اژانس په وینا د دغو پوځیانو په منځ کې ۱۱ یې د دښمن له لوري ویشتل شوي یا په چاودنو کې وژل شوي دي.

اسوشیتید پریس خبري اژانس د امریکا د دفاع وزارت په قول وايي چې له ۲۰۰۱ څخه تراوسه پوري په افغانستان کې د امریکا ۱۹۷۱۸ پوځیان ټپیان شوي دي.

د آی کژولټي د راپور له مخې سږ کال (۲۰۱۴) په افغانستان کې ټولتال ۲۹ نړیوال پوځیان وژل شوي چې ۱۶ یې امریکایان دي.

د دې ویبپاڼې له شمېرنو سره سم له ۲۰۰۱ څخه تراوسه پوري په افغانستان کې ټولټال ۳۴۳۸ نړیوال پوځیان وژل شوي چې ۲۳۱۷ یې امریکایان، ۴۵۳ بریتانیایان او ۶۶۸ نور د د مختلفو هیوادونو دي.

0 thoughts on “په افغانستان کې ۲۱۷۷ امریکایان وژل شوي او په زرګونو نور ټپیان شوي”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *