انور وفا سمندر

د قدرت او شهرت لوږه، آزادي خوري.

دغه لوږه جنګي ذهن، جنګي افکار-باورونه او دریځونه زده کوي! بیا یې په طریقه او روش بدلوي! بیا یې په آرامه او په شخړه ترویجوي او د مرګ تر شېبې پورې آزاد ژوند تر قضاوت لاندې نیسي.

د قدرت او شهرت لوږه، زړه او پخوانۍ لوږه ده. دغه لوږه هغه وخت خطرناکه ده، چې فکر- باور، اخلاق او رواج یې بهانه وګرځي.

اندېښنه شته، چې په دومره اورونو بار کلمې یو دم را چپه نشي!

بس څه چې خدای تعالی غوښتي وي. څه چې خدای تعالی غوښتي وي، وړاندې به خپل انسان تل ته سر ور ښکاره کړو:

مکتبونه د ایډیالوجیو په رنګینو لمبو کې

معارف د ایډیالوجۍ په واکسین اخته شوی وه. (درې څلور لسیزې څټ ته پاتې خاطرې یو ځل بیا راویښوم) دا واکسين ډېر خوږ وه؛ ځکه نو چا د لینین فاړسي شوی کتاب په ګنډه کې پټاوه، چا د دین د احیا لپاره له مصره را صادرې شوې نوې سیاسي سیپارې په ګوښه او په تیارو کې، څو څو نقله په قلم لیکلې او په پټه یې په مکتبیانو باندې وېشلې.

او شاهي یا جمهوري ارګوال، د خپلو خانداني مړو په زور چلېدل! هغوی د حکم کولو او شپنۍ استثنایي جوهر درلود! خو دا وخت د هغو بزګرانو بچیان، چې شاهي قانون ښوونځي کې زده کړه ورباندې فرض کړې وه، د شاهي او خانداني نظام پرضد په مظاهرو او لاریونونو شول.

نور هم په لاریونونو او مظاهرو شول. چا خلکو ته ځمکه د مساوات هندسه جوړوله، او چا ځمکني برجونه ورانول او نقش او نګار بیرغونه یې سوځول، چې که د وعده شوې «ایتوپیا» ورکه دروازه، په ذهني ذکر او د اوږدو شپو قصیده پخولو په اجر کې را ښکاره او را خلاصه شي.

هی هی! د ډوډۍ شعارونه هم ولاړل!، د خلاصون لوظونه هم په مرګ ویده شول!! دا ټول د بل د بدلولو له اوره ډک ډک ګلڅېره ګلڅېره ځوانان هم د انقلاب او انقلاب ضد په کبرونو کې خاورې ایرې شول!!!

په وینو ککړ سره، شنه او سپین بیرغونه

مړي دومره ډېر شول، چې چا ته ګور او کفن نه رسېده. وینې دومره تویې شوې، چې نه یې سره او نه یې شنه او نه یې سپین بیرغونه په پاکولو او وچولو پسې رسېدل.

اوس یې نړیوال را غوښتي. د «روبسپیر» او جورج واشنګتن د تصنیف شویو سیاسي ارزوګانو، په اکاډمیک غرور سنبال اته څلوېښت هیوادونه، په ښکاره او ګاونډیان په پټه، له موږ څخه «نفر کشي» کوي!

واجب الاحترام او غیر مسوول نفوس

د جنګ جادوګر، زموږ دنګ دنګ بدنونه، د ایډیالوجیو په یکشنبه بازار کې دستچین کوي او ذهن او زړه مو د جنګ  د شرابو په اعتیاد اخته کوي او ځکه بې اختیاره خپل سړي را څخه وژل کېږي.

ځکه وران افغانستان د روس او امریکې، ایران او پاکستان کارنامه ګڼل کېږي.

ځکه د نامدارو او بې نومه شهیدانو له یاد او خاطرې نه شرمېږو.

ځکه شکایت، او قضاوت او د نورو یو مخ ورک کول را ته مسلک پاتې کېږي.

زموږ پر اورمېږ خپله توره را خښه ده. موږ پر ځان ماشه را ښکلې. موږ د خپل ذهن له جام څخه د «شکران جامونه» څښلي.

دلته به دمه ونیسو!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *