تاند- د افغانستان د ملي امنیت ریاست وايي چې افغان امنیتي ځواکونو د خپلو لوېدیخو متحدانو په ملاتړ د پاکستان په پوله کې ۶۰ افغان او بهرني سخت دریځي ووژل.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې د افغانستان ملي امنیت نن /چهارشنبه/ وویل، جګړه هغه مهال ونښته چې د حقاني شبکې او د نورو بهرنیو سخت دریځو ډلو شاوخوا ۳۰۰ جګړه مارو د پکتیکا ولایت په ژېړوک ولسوالۍ کې پر افغان امنیتي ځواکونو برید وکړ.

د ملي امنیت د ریاست په وینا په دې جګړه کې نړیوالو ځواکونو له افغان سرحدي قواوو سره هوايي ملاتړ وکړ او په نتیجه کې یې ۶۰ کورني او بهرني طالبان ووژل شول.

پکتیکا له وزیرستان سره، چې د حقاني شبکې په شمول د بېلابېلو هیوادونو سخت دریځي او پاکستاني طالبان پکې مېشت دي، اوږده پوله لري.

تر دې مخکې د دوشنبې په ورځ د پکتیکا چارواکو ادعا کړې وه چې د دغه ولایت په ګیانې ولسوالۍ کې تر ۴۰ زیات کورني او بهرني طالبان هغه مهال ووژل شول چې د افغانستان پر سرحدي پوستو یې برید وکړ.

د پکتیکا د چارواکو په وینا تقریباً نیمايي طالبان په ګیانې ولسوالۍ کې د مېشتو امنیتي ځواکونو د ځوابي برید او نیمايي نور د ناټو ځواکونو په بمبارۍ کې ووژل شول.

په وروستیو ورځو کې د افغانستان په سرحدي ولسوالیو کې پر امنیتي ځواکونو د طالبانو بریدونه زیات شوي دي. د سیاسي او پوځي چارو کارپوهان د طالبانو د حملو په اړه مختلف اټکلونه کوي، د ځینو په باور هوا توده شوې او د جګړې فصل په پیلېدو دی ځکه بریدونه زیات شوي خو ځیني نور بیا وايي چې ممکن په دې بریدونو کې هغه سیمه ییزې او نړیوالې کړۍ لاس ولري چې غواړي په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو د حضور دوام ته پلمه پیدا شي.

په نسبي ډول په امن چاپېریال کې د ولسمشرۍ د انتخاباتو ترسره کېدا په لوېدیځو هیوادونو کې بحثونه تاوده کړل چې افغان امنیتي ځواکونه د خپل هیواد ساتنه او دفاع کولی شي او لازمه ده چې نور د لوېدیځو هیوادونو پوځیان له دغه هیواده ووځي.

پر سرحدي پوستو په وروستیو حملو کې له افغان ځواکونو سره د نړیوالو پوځیانو هوايي مرستو افغانانو ته داسي ښکاره کړه چې د دوی هوايي ملاتړ ته سخته اړتیا لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *